یو خوځنده جشن: په کولن ښار کې میشتو افغانانو د خپلواکۍ ۱۰۴مه کلیزه ولمانځله

0

A moderator during Afghanistan's 104th Independence Celebration in Köln, Germany, August 2023. Photo: @Wakil Attock

عبدالوکیل اټک

دغه تابیا د افغانستان د کولتوري ودې  ټولنې او هیله تلویزیون نیولي وه ، چې ټوله اروپاکې کمسیاله او بینظیره جشن و هر کال اروپامیشتې د استقلال جشنونه نمانځي خو دا پلا یو جلا اونوښتګر کال و د استقلال نمانځلو لپاره چې ټولې نړۍ ته په زرګونه افغانان رامهاجر شوي دي او په وطن کې په بیرق اوڅه محدودیتونه حاکم دي نو سږکال افغان ډیاسپورا دې نمانځنه کې حاکمانو او نړیوالو ته وښوده چې افغانان  له وطن او بیرغ سره مینه لري او دا مینه دافغانانو  نه څوک نه شي اخیستې استرالیا، امریکا اروپا او حتا عربي هیوادو کې هم لوي او واړه مجالس ونیول شول او دا ورځ  د ملي او حماسي ورځې په توګه ونمانځل شوه .

نو دآلمان هیواد دکولن ښار غونډه هم د هیلې خلاف ډیر زیات ګډونوال درلودل په اروپاکې دا تخمین ډیر ګران دی چې محفل ته به څومره خلک راځي ، کله که اماده ګي زیاته وي خلک کم او کله د توقع خلاف خلک ډیر زیات وي نو د کولن په غونډه کې د سوونو خبره اوښتې وه او شاید د دوه زره کسانو شاو خواکې مشران ، لیکوالان شاعران مخور میرمنې او زلمیان راغلي ول چې خورا ښه دروند مجلس و .

نو، غونډه د قرانکریم پرتلاوت پیل شوه ورپسې د هیواد ملي سرود و ږغول شوټول ګډونوال  په خورا احساساتو ودریدل ان د ځینو د سترګواوښکې بهیدې او ملي بیرغ په ټول سالون کې په اهتزاز و او یو ګروپ تنکو زلمو او انجونو د سرود سره واړه بیرغونه رپول او په دریځ ولاړ ول چې دې نوښت لا پسې خوند وکړ.  ددې  برخې دریځوال صابرمومند او نسرین ول  چې ډیر ښه یې دریځ په مخه یوړ ، بیا شیر ولي شیر افغانستان د کولتوري ودې ټولنې په استازي مېلمنو ته هرکلي ووایه او هم یې د غونډې په هکله لند څه وویل ، له دې وروسته انانسر اعلان وکړ چې د امان الله خان غازي په ژوند اوزیار یو لنډ مستند فیلم  چې دهیلې تلویزیون لخوا جوړ شوي و نندارې ته وړاندې شو چې ډیر مناسب او وړ کار و خاصتا د ځوان کول د تنویر او پوهې لپاره او ګډونوالو هم په خورا ښه لیوالتیا ولیده. 

همدارنګه ډیره جالبه دا وه چې د دارالامان د ماڼۍ د ساختماني انجینیر لمسی هم دې غونډې ته بلل شوی و چې هغه ، هغه خاطرې هم بیان کړې چې دخپلې نیا یې اوریدلې وي چې نیکه یې څنګه د کومې لیارې افغانستان ته ولاړ او څنګه یې دارالامان ماڼۍ جوړه کړه ډیرجالب مالومات یې وړاندې کړل او دې شخص ددې انځورونو یوه ننداره هم دورې جوړه کړې وه ، د پروګرام په ترڅ کې هغه ټولنې ته هم وخت ورکړل شو چې هغوې د رنځورو افغان ماشومانو درملنه  کوله غونده دنوښتونو غونډه وه .

د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کلیزې په ویاړ افغانستان دکولتوري ودې ټولنې یو شمیر افغانانو د ښه کار او زیار په خاطر ونازل او نښانونه یې ورته ورکړل شول. خپلواک صافي ،هارون باچا ،میر خان مقری ،اجمل اند ، پروین ملاله ، مقصودي ممنون ،عبدالقيوم قويم ، احمد ولي اڅکزی ،انګريډ فون هايسلر.  

دې غونډې مشاعره هم درلوده د خبرو چانس ځکه نه و چې دوې پریکړه کړیوه چې په دې ورځ به خبرې نه کو او ددې لامل یو داهم و چې دې ټولنې یو نوښت داکړی و چې دوې په ۱۹ د ګوست یو انلاین سیمینار نیولی و چې دهیواد ډیرو نومیالیو په هغه ورځ  ددې ورځې په اهمیت او ارزښت خبرې کړې وې مشاعره ښه شورو شوه خو د میلمنو خیال په کې ډیر ونه ساتل شو او په انانس کې ډیر وخت ضایع شو که نه بیا به ټولو تللو ملګرو او دوستانو ته د شعرویلو وخت ورسېدلی واي خو دادومره خبره ځکه نه وه چې دې غونډې ډیر نوښتونه لرل او ملګرو ډير زیار یې کښلی و 

بله خبره د موسیقۍ وه چې نومیالي سندرغاړي ورته را بلل شوې ول اباسین سیلاب ، سلیم ، مشعل اندړ ، میرخان مقری او هارون باچا جې.  اندړې ډیرې خوږې او وطني سندرې وویلې او سالون او ځوانان یې ښه رامست کړل همدارنګه مقري هم د بیرغ سندره وویله او ګډونوالو د خورا ښه استقبال وړ ورګرځېده د پروګرام په پای کې غزلبول سندرغاړي باچاجي غزلونه وویل خوندیې وکړ.

پایله او وړاندیز.

په ټولیزه توګه خورا ښه او نوښتګره غونډه او جشن و چې دا په اروپا کې کمسیاله ده. هال مناسب و څوکۍ منظمې ایښې وي ترتیب بشپړ سهي و داچې د هیلې خلاف ګډونوال ډیرشول دا نو هم ښه خبره ده د میلمه پالنې په حساب د ټولو درناوی شوی دی او موږ ټول په دې سره پوهیږو چې داروپا امکانات څومره دي کور یې ودان اوبچی یې  ستر 

 ولیدل شو چې د هیلې تلویزیون او افغانستان د کولتوري ودې ټولنې مشران او غړي څومره بوخت ول او څومره یې هر چاته د رسیدو هیله او هڅه درلوده یو هم لکه د نورې اروپايې کولتوري ټولنو مشرانو په شان  ونه لیدل شول  نورچې داسې غونډه ونیسي مشران یې د سټيجه رانه کوزیږي او تر اخره د مداخلې هڅه کوي . 

تر بیا 

عبدالوکیل اټک د لغمان او نورستان پخوانی د اطلاعاتو او کولتور رییس ، لیکوال ، شاعر او مبصر

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *