د افغان ۳۴ د کریکټ درې ورځنی ټورنمنټ – د یووالي او ورزش ننداره

The winner of Afghan 34 Tournament in Vienna. Photo: @Attock
عبدالوکیل اټک
د ویانا مېشت افغان سوداګر شوکت خان په نوښت او تنظیم د “افغان ۳۴” کریکټ سیالۍ د اپریل له ۱۹مې تر ۲۱مې نېټې پورې په ویانا کې ترسره شوې. په دې سیالیو کې د ویانا او نورو اوتریشي ښارونو شاوخوا ۱۶ ټیمونو برخه اخیستې وه. په پایلوبه کې د “خطاب” او “اجمل” ټیمونه سره مخامخ شول چې بالاخره بریا د “اجمل” ټیم په برخه شوه.
د سیالیو غوره لوبغاړو ته موبایل سیټونه، میډالونه او نور انعامونه ورکړل شول. د اجمل ټیم کپتان ته د اتلولۍ جام وسپارل شو، چې د دوی د هڅو او زحمتونو پایله وه.
د ټورنمنټ تنظیموونکی، شوکت خان، وویل:
“په دې درې ورځو کې زموږ شاوخوا ۵۰۰ تنه نندارچیان درلودل چې لوبغاړي یې په تشویق او هڅونه کې ښه ملاتړ کړل. د دې ټورنمنټ موخه دا وه چې ځوانان مو په سالم رقابت کې راونغاړو او هغوی ته دا پیغام ورکړو چې باید له مخدره توکو لرې پاتې شي.”
د ټورنمنټ یوه ځانګړې لاسته راوړنه دا وه چې ګڼ شمېر فرهنګي ټولنې او مشران چې ډېر کله د بېلابېلو لاملونو له کبله سره نه راټولیږي، دا ځل د افغان ۳۴ ټورنمنټ په ترڅ کې سره یو ځای شول. پدې ګډونوالو کې لاندې ټولنې شاملې وې:
افغان کولتوري ټولنه یا اکیس، چې د افغان کلتور د ودې لپاره کار کوي
افغان ولس د فرهنګي او ورزشي ټولنه
اغاز نوین فرهنګي او ورزشي ټولنه
Pashtun Tahafuz Movement (PTM) – د پښتنو تحفظ خوځښت
افغان کور ټولنه
همدارنګه د افغانستان د سفارت استازی فضل محمود رحیمي پژواک هم ګډون درلود، چې له شوکت خان څخه یې د افغانستان ملي بیرغ، چې ډیجیټلي ډیزاین شوی و، د ډالۍ په توګه ترلاسه کړ.
ویانا کې ډېرې غونډې ترسره کیږي، خو اکثر وختونه د افغان ټولنو ترمنځ هماهنګي نه وي. دا ځل، افغان ۳۴ سیالیو دا توپیر رامنځته کړ او د ټولو د یووالي انځور یې وړاندې کړ.
شوکت خان د ټولنو مشرانو –عبدالرزاق ملیار – دافغان کور ټولنې مشر، غوث الدین میر- د اکیس مشر، فضل رحمن – افغان ولس ټولنې مشر ، علی شایان-د آغاز نوین اجراییه مدیر، او ستوري خان – د پي تي ام اوتریش مسول له همکارۍ او لارښوونو څخه ځانګړې مننه وکړه او ویې ویل، که د دوی ملاتړ نه وای، دا ټورنمنټ به هېڅکله کامیاب شوی نه وای.
غوث الدین میر، وویل: د افغان کولتوري ټولنې – اکیس مشر،:
“دغه ډول پروګرامونه د تاوتریخوالي، نشهيي توکو او افراطیت پر ضد ارزښتناک ګامونه دي. دا زموږ د ځوانانو لپاره د سالمو فعالیتونو زمینه برابروي.”
د ټولنو مشران ژمن دي چې راتلونکې کې به هم دا ډول روغ رمټ فعالیتونه لکه کرکټ، فوټبال او والیبال ته دوام ورکړي. فضل رحمن، د افغان ولس مشر، وویل چې هڅه به کوي کرکټ د ښاروالۍ په رسمي اجنډا کې شامل کړي.
غوث الدین میر د انعامونو مالي ملاتړ اعلان کړ، او افغان کور، پي تي ام او اغاز نوین هم د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.
عبدالوکیل اټک د لغمان او نورستان پخوانی د اطلاعاتو او کولتور رییس ، لیکوال ، شاعر او مبصر.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.