په  رسنيو کې د نجونو په ښوونيزو پروګرامونو بنديزونه

0

Photo: @Omid Online School

الهام الدين افغان

د رسنيو د راپورونو له  مخې د افغانستان په سهيل ختيز ولايت خوست کې د هغه ولایت امنيه قوماندانۍ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته خبرداری ورکړی چې په رسنيو کې  په ځانګړي ډول راډيو ګانو کې د هغو ښوونيزو  پروګرامونو مخه ونیسي چې پر مټ یې نجونو ته ښوونه اور روزنه  ورکول کيږي .

دا بنديز داسې مهال د رسنيو له لارې  دنجونو پر ښوونيزو پروګرامونو لګيږي چې تر ۹۰۰ ورځو زيات وخت وشو چې د نجونو پر زده کړو بنديز لګيدلی دی  او تر شپږم ټولګي پورته نجونې اجازه نلري چې ښوونځيو ته لاړې شي .

له کومې ورځې نه چې د نجونو پر زده کړو بنديز لګيدلی دی ، افغان نجونې وايي چې  دوی روحا شکنجه شوي دي او له خپل راتلونکي یې هيلې پرې شوي دي . دوی وايي بايد نړيوال پر طالبانو فشار راوړي چې ددوی پر زده کړو لګيدلي بنديزونه پای ته ورسوي .

نسيمه په کندهار کې له ښوونځي پاتې يوه زده کوونکې ده  ، له هغې چې په يوولسم ټولګي کې زده کړې پاتې دي وايي « روحا شکنجه شوې یم  ، دا حالت راته ډير دردناک دی ، تير دوه نيم کاله پردې تير شول چې نن يا سبا به ښوونځي پرانستل شي مګر دا دی دريم کال ته داخل شو او ښوونځي  مو هماغسې بند پاتې دي  اخر دا کوم منطق دی » 

 د همدغه ولايت  د زرغونې  انا د يوولسم ټولګي  زده کوونکې  تلوسه وايي ، د خپل حق غوښتنې لپاره یې ډيرې هلې ځلې وکړې خو نتيجه یې ورنکړه  دهغې په خبره څوک چې له چا پوزه پرې کوي له هغوی د پيزوان غوښتلو تمه بې ځايه ده طالبانو له ښځو سره دوښمني لري .

په داسې حال کې ، چې  د اسلامي همکاريو سازمان ، د ملګرو ملتونو ادارې او نورو نړيوالو سازمانونو پر طالبانو بيا بيا غږونه وکړل چې  له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي خو تر اوسه پورې طالبان پر خپل دريځ  کلک ولاړ دي . ځينې طالب چارواکي وخت پر وخت دا غږ پورته کوي چې حکومت یې د نجونو د زده کړو خلاف نه دی ، او دا بنديز به تر امر ثاني پورې وي   مګر هغه څه چې په عمل کې ليدل کيږي هغه ددوی څرګند مخالفت دی چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې یې کوي  او په دې اړه هیچا ته غوږ نه نیسي .

په کابل کې د پوهنې وزارت يو پخوانی مامور حمد الله وايي : امر ثاني يوه بهانه ده چې طالبان یې کوي دوی هيڅ ډول اراده نلري ، چې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي ، حمد الله وايي د يو نسل بیسواده پريښودل  ديو هيواد يوه  پيړۍ  دشاتګ معنا لري .

 څه موده وړاندې  په ننګرهار کې يو شمير ديني پوهانو او سيمه ییزو مشرانو  په يوه غونډه کې له طالبانو غوښتي وو چې له شپږم ټولګي پورته  نجونو ته اجازه ورکړي چې  ښوونځيو ته لاړې شي ، دغو مشرانو له طالبانو وغوښتل چې د اسلامي اصولو چوکاټ دې ورته دوی برابر کړي خو اجازه دې ورکړي چې زده کړې وکړي.

د ننګرهار پوهنتون يو پخوانی استاذ چې اوس مهال یې تقاعد کړی وايي خو بيا هم  دشيرزمان  په مستعار نوم د ليکنې ليکوال ته وويل :« طالبان چې د هر چا په اشاره د نجونو د زده کړو مخالفت کوي ، او خپل مذهبي ليونتوب یې سرته ختلی او د نجونو د زده کړو مخالف دي په لوی لاس دا ټولنه د بربادۍ کندې ته غورځوي ، دوی بايد فکر وکړي چې يويشتمه پيړۍ د ساینس او تخنيک پيړۍ ده ،اوسنۍ سيالۍ په ټکنالوژۍ کيږي نړۍ په ډيرو پرمختللو څيړنو بوخته ده خو طالب په دې عصر کې هم د زده کړو خلاف دی ، نپوهيږم ددې لوی ناورين پايله به څه وي او تاريخ ته به یې ځواب ملا او طالب څنګه ورکوي ».

طالبان چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې  واک ته ورسیدل له هماغه مهاله هيڅ هيواد نه دی حاضر شوی چې دوی په رسميت وپيژني ، ځيني شنونکي پر دې باور دي چې طالبان د نجونو پر زده کړو بنديز د يوې وسیلې په توګه کاروي چې ګنې نړيوال به مجبور شي او ددوی حکومت به په رسمياتو وپيژني ، شنونکي په دې اند دي چې نړيوال خپل لومړيتوبونه لري په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو پانګونه کوي خو دا به ستونزمنه وي چې دوی داسې يو حکومت چې د زور لارې واک ته رسيدلی وي هيڅ بشري حقونو ته ژمن نه وي ، دوی دې یې په رسميت وپيژني .

پر طالبانو د نړيوالو نيوکې دادي چې دوی اوس هم په افغانستان کې  ترهګرو ډولو ته ځای ورکړی ، د ټول ګډونه حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي ، کورنی او بهرنی  مشرعيت نلري ، تر اوسه یې قانون نه دی جوړ کړی ، دخپلې خوښې حکومت یې جوړ کړی  دی  هر څه چې طالبان وغواړي پر هر چا یې مني ،نو په داسې حالاتو کې به کله نړيوال حاضر وي چې دوی په رسمیاتو وپيژني .

په افغانستان کې د هر چا په خوله کې همدا خبره ده  چې طالبان بايد نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي خو دا ډیری ګمان نکوي چې دا سنډا به په دې سپر وخيژي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *