په کندهار کې ښځینه خبریالانې له بې‌کارۍ، اقتصادي ستونزو او رواني فشارونو سره مخ دي

0 18
Screenshot

Photo: @Afghanistan Journalists Safety Committee

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان شاوخوا ۹۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي؛ دغه وضعیت د ښځینه خبریالانو د مسلکي فعالیت ترڅنګ د هېواد په رسنیو کې د ښځو د غږ حضور هم کم کړی دی.

داود جبارخیل

په کندهار کې یو شمېر پخوانۍ ښځینه خبریالانې وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د رسنیو په برخه کې خپلې دندې له لاسه ورکړې او له هغه وخت راهیسې له بې‌کارۍ، اقتصادي ستونزو او رواني فشارونو سره مخ دي. دوی وايي، د کار د محدودیتونو له امله له خپل مسلک څخه لرې شوې او اوس په کورونو کې پاتې دي.

د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې په کندهار کې ۵۵ ښځې په رسنیو کې کار کاوه. د دغو ښځو ډېری خبریالانې، راپور جوړوونکې او د پروګرامونو تولیدوونکې وې، په داسې حال کې چې یوازې درې ښځې په اداري برخو کې دندې ترسره کولې. اوس د ښځو حضور په سیمه‌ییزو رسنیو کې په بې‌ساري ډول کم شوی دی.

یوه پخوانۍ ښځینه خبریاله وايي، په رسنیو کې کار یوازې د هغې د کورنۍ د اقتصادي ملاتړ وسیله نه وه، بلکې د ښځو د ستونزو او غوښتنو د بیان لپاره یې هم زمینه برابروله. نوموړې وايي، له دندې له لاسه ورکولو وروسته یې د ژوند اقتصادي وضعیت خراب شوی او له څو کلونو راهیسې په کور ناسته ده.

د دې خبریالې په خبره، «پنځه کاله کېږي په کور ناسته یم؛ نه کار شته او نه د کار اجازه. یوې مودې لپاره مې د ښوونکې په توګه کار وکړ، خو هغه دنده مې هم له لاسه ورکړه.» نوموړې وايي، د کورنۍ نارینه غړي هم بې‌کاره دي او د کورنیو اړتیاوو برابرول ورته ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.

یوه بله پخوانۍ رسنیزه کارکوونکې وايي، بې‌کاري یې پر اقتصادي وضعیت سربېره پر رواني حالت هم ژوره اغېزه کړې ده. د هغې په وینا، د کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره د عاید نشتوالی او د راتلونکي په اړه نامعلوم وضعیت ورته د رواني فشار سبب شوی دی.

نوموړې وايي، «د بې‌کارۍ له امله له رواني ستونزو سره مخ شوې یم. څوک نشته چې د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي او زه هم د کار د پیدا کولو هېڅ لاره نه لرم.» هغې زیاته کړې چې ان د خپل وضعیت په اړه په ښکاره ډول د شکایت کولو وېره لري، ځکه د ټولنیزو رسنیو له لارې د خپل ژوند او کاري وضعیت په اړه له څرګندونو وروسته یې د کورنۍ یو غړی د طالبانو له لوري احضار شوی و.

ښځینه خبریالانې وايي، دوی مخکې د ښځو، ماشومانو، زده‌کړو، روغتیا، اقتصاد او نورو ټولنیزو موضوعاتو په اړه راپورونه او پروګرامونه جوړول. د دوی په باور، د ښځینه خبریالانو نشتوالی یوازې د هغوی د دندو د له منځه تلو معنا نه لري، بلکې د هغو ښځو غږ هم محدودوي چې د ټولنې په ډېرو برخو کې د خپلو ستونزو د بیان لپاره ښځینه خبریالانو ته اړتیا لري.

په کندهار کې د ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان په کچه هم د ښځو د کار حضور په پراخه کچه کم شوی دی. د کار نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۶ کال کې د ښځو د کار ونډه لا هم د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې کچې ته نه ده رسېدلې او افغانستان د ښځینه کاري ځواک د ګډون له پلوه د نړۍ له تر ټولو ټیټو کچو څخه دی.

یونسکو هم ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان شاوخوا ۹۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي؛ دغه وضعیت د ښځینه خبریالانو د مسلکي فعالیت ترڅنګ د هېواد په رسنیو کې د ښځو د غږ حضور هم کم کړی دی.

په کندهار کې ښځینه خبریالانې غوښتنه کوي چې د ښځو پر کار لګېدلي محدودیتونه پای ته ورسېږي، د هغوی لپاره د کار زمینه برابره شي او ښځینه خبریالانو ته اجازه ورکړل شي چې بېرته خپلو مسلکي دندو ته ستنې شي. دوی وايي، کار یوازې د معاش ترلاسه کولو وسیله نه ده؛ بلکې د ښځو د خپلواکۍ، ټولنیز حضور او د خلکو د ستونزو د انعکاس یوه مهمه لار هم ده.

یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Comments (0)

Your email address will not be published. Required fields are marked *