په کابل کې د امر بامعروف ادارې لوري د ښځو نيول کيدل

0

Pohot: @Ali Ahmad

الهام الدين  افغان

لسګونه ميرمنې د پلازمينې  کابل په بيلابيلو سيمو کې د امر بالمعروف غړو نيولي دي ، ددې ښځو نيول ظاهرا دبې پردې کرځيدل په ګوته شوی دي . 

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند عبدالغفار سباوون  رسنيو ته ويلي  چې محتسبیونو یې یو شميرميرمنې  نیولې دي، خو شمير يې نه دی په ګوته کړی 

هغه زياته کړې  چې د نیول شویو ميرمنو  “محرمانو ته یې بیا بیا ” لارښوونه کړې وه چې د خپلو ښځو حجاب او لباس ته پام وکړي.

هغه پر دې ميرمنو دا تور لګولی چې دوی بې حجابي خپروله ځکه نيول شوي دي ،په وينا یې إسلامي شعایرو ته یې سپکاوی کولو  خو دا یې نه دي ويلي چې إسلامي شعایرو ته یې  څه ډول سپکاوی کړی دی .

پرخواله رسنيو هم دا موضوع ډيره ګرمه وه او داسې انځورونه ښودل کيدل چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکي د کابل په تایمني او لويزوسيمو کې ميرمنې نيسي او په زور يې موټرونو ته پورته کوي .

د طالبانو مسولين و دا ندي ويلي چې نیول شویو ميرمنو څه ډول بې حجابي خپروله مګر  پخوا د امر بالمعروف کارکوونکو  له ميرمنو  غوښتي وو چې تنګې جامې وا نه غوندي او داسې جامې ونه غوندي چې بدن یې ترې  معلوم شي .

د طالبانو د امر بامعروف د چارواکو دې اقدام د خلکو پراخه غبرګونونه راپارولي دي .

د سليمان په نوم د خوست پوهنتون يو محصل چې شا او خوا ۲۵ کاله عمر لري وايي :« د ښځو د حجاب په اړه په قرانکريم کې اياتونه راغلي ، چې حکم یې کړی چې ميرمنې دې ، حجاب ته پام وکړی ، ولې په حجاب باندې  د پيغمبر په ژوندانه ،  په صدر اسلام کې او راوروسته ، د تابعينو په وخت  کې څوک نه نيول شوی او نه بې عزته شوي دی .» 

يو ديني عالم چې د کابل په ارزان قيمت سيمه کې يوه مدرسه لري ، د مولوي محمد اعظم په مستعار نوم د ليکنې ليکوال ته وويل : « اسلام  د بې عزتۍ دين نه دی ، څوک  نه سپکوي ، داسلام دعوت هم په احسنه طريقه دی ، الله پاک وايي چې خلک په نيک سلوک او  نيک چلند سره دين ته راوبلئ، د اسلام  په دين کې اکراه او زور زياتی نشته ، » 

خو پوښتنه داده چې طالبان ولې دا ډول کړنې کوي ؟  د عبد الله واحدي  په نوم د ټولنيزو رسنيو يو فعال په خپله پاڼه ليکي دي : « طالب يوه اجنبي پروژه ده ، چې غواړي د أفغانستان او نړۍ د مسلمانانوعقيده خرابه کړي له اسلام نه یې زړه تور کړي او باطلو اديانو ته مخه وکړي ، طالب هغه کارونه کوي چې يو ځل د ايران شیعه امامانو تجربه کړي دي او اوس له دغې جاهلانه تجربې تير شوي دي . 

د طالبانو يواځې دا اقدام چې ښځې په دې نوم نیسي او بنديانوي يې چې حجاب یې نه دی مراعات کړی يواځينی اقدام نه دی بلکې  د ميرمنو پروړاندې یې بیلابيل قدامات کړي دي ، د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنځيو ددروازو  بندول ، له ميرمنو د کار حق اخیستل، په پارکونو او عامه ځايونو کې یې په ګرځيدو  بنديز لګول  او ګڼ نور هغه څه دي چې ميرمنې یې له خپلو حقه حقونو څخه بې برخې  کړي دي 

 ملګرو ملتونو ، د بشر حقونو او نورو بيلابيلو ادارو  د طالبانو  له خو له ميرمنو سره بد چلند اوپر هغوی لګيدلي  بنديزونه غندل شوي او له طالبانو غوښتل شوي چې دغو کړنو ته خاتمه ورکړي خو نه  يواځې دا چې ددوی په کړنو کې کمی نه دی راغلی  بلکې هره ورځ د ميرمنو پر وړاندې نوي نوي بنديزونه او اقدامات کيږي .

 نړيوال هم دا ادعا مخې ته کوي چې ددې لپاره چې طالبان ، د خپل حکومت لپاره ولسي مشروعيت او ملاتړ خپل کړي او له نړۍ سره  ښې اړيکي ولري او نړيوال یې په رسميت و پيژني ورته لازم دي چې د بشر حقونو ،او د ميرمنو  زده کړو ته پام ور وګرځوي او پرې لګيدلي بنديزونه لرې کړي .

ډيری د نظر خاوندان دا هم وايي چې طالبانو له امريکايانو سره ددوحې په تړون کې منلې چې ټول ګډونه حکومت به جوړوي ، ښځو ته به بيلابیل حقونه  چې ټولنې او اسلام دين ورکړي ورکوي ، له افغانستان نه به ګاونډيو او سيمې ته ګواښ نه وي ، خو اوس دا سې ښکاري ، طالبانو پر هغو ټولو ژمنو عمل نه دی کړی چې له امله په کور دننه او بهر طالبان له ډېرو نيوکو سره مامخ دي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *