اماني دوره د افغانو ښځو نیمه خوا طلایي دور!

0

نرګس حسن زۍ
د افغانستان په سیاسي بهیر کې تل د ښځو ګډون دیرې هسکې او ټیټې درلودلې اوتر دي مهاله له اماني دورې او جمهوریت پرته د افغانو ښځو مشارکن د دوی د واقعي نفوس په تناسب په سیاسي بهیرونو کې په نظر کې ندی نیول شوی او افغانه ټولنه تل یوه نرواکه تولنه ګڼل شوي او تل د ښځو سره دوه ډوله چلند شوی نن افغان ښځې د څلورو لسیزو جگړو چې نارینو را پیل کړي تر ټولو زیات و دروند پیټۍ همدا ښځې اوچتوي ددغې ټولو ستونزو سره سره ویلای شو چې  د شاه امان الله خان دوره د ښځو لپاره له هر اړخه یوه زرینه دوره وه.

د شلمي پیړۍ په لومړیو کې د شاه امان الله خان د لومړۍ مشروطه دورې له برکته ښځو یو شمیر انساني حقونه او ازادۍ خپلې کړلې. د شاه امان الله د ډیموکراتیک او ازادي بخښونکي پلانونه چې د حجاب له اختیاري کولو څخه تر زده کړو ته لاسرسي، په ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او کلتوري پروسو کې ښځو ته د گډون زمینه برابره شوه. مگر له بده مرغه د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت له نسکوریدو وروسته چې د مجاهدینو او طالبانو تورې دورې راغلې، افغان ښځو ټولې لاسته راوړنې، حقونه، ارزښتونه او سرچینې له لاسه ورکړلې. شاه امان الله خان او ښځه یې ملکه ثریا د معاصرې نړۍ د تولنیز او سیاسي مشارکت تر ټولو غوره مثال دی، موږ په زغرده ویلای شو چې اماني ریفورم د افغان ښځو د ازادۍ لومړني قدمونه ول چې کیښودل شول.
 ملکه ثریا چې په شاه خانم مشهوره او د علامه محمود طرزي لور وه په ۱۸۹۸ کې د سوریې په دمشق ښار کې سترګې نړۍ ته وغړولې په ۱۵ کلنۍ کې  یې د شهزاده امان الله خان  سره د شهرارا په ماڼۍ کې واده وګړ، دې  په ترکي، فرانسوي او عربي ژبو روانې خبرې کولې او دې ښې مطالعې د لرلو تر څنگ یې د ښځو لپاره لومړنۍ نشریه ارشادالنسوان خپره او د ښځو د بد حالت په اړه به یې مقالې په کې لیکلې، د نجونو لپاره یې لومړنی مکتب (مستورات) جوړ او خپله به یې په کې نجونو ته سبق ورښوده.
 ددې پلان یوه برخه د حجاب اختیاري کول او یا هم ازادول، زده کړو ته د ښځو لاسرسی، او په ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او کلتوري پروسو او پریکړو کې ښځو ته پوره او مساوي برخه ورکول وه.
 شاه امان الله خان د ښځو په اړه ډیر ارمانونه درلودل او د همدغو ارمانونو پوره کولو مسولیت یې ملکه ثریا ته ورکړی و او ښځو ته هر ارخیز ونډه ورکول یې له خپل کوره را پيل کړ او ملکه ثریا یی د افغانستان لومړی ښځه وزیر وټاکله.
د هغو حکمرانانو او باچاهانو شمیراصلا کم نه دی چې د اصلاحاتو او ریفورمونو په تلاښ کې ول، خو شاه امان الله خان دی چې د مډرنیټي ، سمونونو او د ښځو د ازادۍ د بنسټگر په توگه تر ټولو ډېر وړاندي تللی.
امان الله او ثریا نه یوازي د یوه شاه، ملکې او افرادو په توگه بلکې د یوه فکر او جریان په حیث افغانستان بدل کړ، دوی هغه تخمونه وښیندل چې چې تر پیړیو، پیړیو وروسته به هم سر وهي او زرغونېږي به او پالل کېږي به. د افغانستان لپاره د امان الله خان او ملکې ثریا طرحه په انساني ازادۍ، حقونو او ارزښتونو ولاړه وه. د هغوئ میراث اوسني افغانستان ته زرین سرمشق دی.
د امان الله خان په وخت کې افغانستان لومړنۍ هیواد وه چې ښځو ته یې د رایی ورکولو حق ورکړ د ازادۍ او ابادۍ په دواړه مبارزو کې یې ښځې له نارینو سره اوږه په اوږه روانې کړې امان الله خان تر نور هر چا د ښځو ته د زده کړو اړتیا لیدله او دیرۍ ښځېنه کدرونه یې هغه دور کې وروزلې په همدغه وخت کې یې ښځې ته کابینه کې وڼده ورکول ته هوډ وکړ او د ښځو وینځه ګرځول یې منع کړل، د ولور خلاف او په  وادو کې د ښځو خوښه یې لازمي وګڼله، د ښځو لپاره د لومړي ځل لپاره په اوونۍ کې یوه ورځ وتاکله چې ښځې به خپلې ستونزې د دربار له خلکو سره شریکوي اود شکایتونو اړوند یې ګړندي اقدمات تر سره کړل او د دغه ټولو مشري هم خپله ملکه ثریا کوله په همدغې وخت کې د لومړي ځل لپاره د پغمان لویي قومي جرګې ته د ښځومسایل د ملکه ثریا له خوا راجع شول.
دا هغه وخت دی چې ملکه ثریا په ازاده توگه د اروپا او آسیا د شاهانو په دربارونو او سیاسي مجالسو کې څرگندیدله او د شاهانو په مذکراتو او خبرو اترو کې یې په پراخه کچه گدون کاوه او د ملکه ثریا پر نفس باندې اطمینان او په خانګړې توکه د دې لوړ جرات خلک هیواد د ننه او بهرپه پراخه کچه تر اغیز لاندې راوړې وه .
ملکه ثریا د ښځو لپاره پرمختللې مجله پرانیسته ترڅو میرمنې و هڅوي او سیاست کې برخه واخيستلای شي او همدا ملکه ثريا وه د افغان ميرمنو لپاره د هويت او تاريخ پيلامه وگرځېده!
ملکې ثريا به ويل: خپلواکي په موږ ټولو پورې اړه لري او له همدې کبله يې موږ هم لمانځو. آیا تاسو فکر کوئ، چې زموږ ملت د پیل څخه بيا تر ننه یوازې د نارینو خدمت ته اړتیا لري؟ ښځې هم باید پوره گډون ولري هغسي چې زموږ د ملت او د اسلام په لومړیو کلونو کې فعاله ونډه درلوده. د ملکې ثريا په مرسته و يوه ځانگړې محکمه رامنځته شوه تر څو د هغو ښځو غږ واوريدل شي چا چې طلاق اخستی وي يا د طلاق غوښتنه کوي. د قانون د پلي کېدو لپاره هغې د ښځو يو مخفي اداره رامنځته کړه تر څو پر هغو نارينه‌و څار وکړي چې د طلاق اخستلو پر وخت په ښځو زور زياتی کوي او ناوړه گټه ترې پورته کوي.

افغانستان کې د ښځو د حقونو د مبارزې تاریخ لیکل کېږي، پیل به یې له ملکه ثریا کېږي او نن چې کومې ښځینه ډاکټرانې او ښوونځيو او پوهنتونونو کې دیرش سلنه نجونې لرو د دې اساس ملکه ثریا ایښی دی. په هغه عصرکې ملکه ثریا به د شاه سره په عامه توګه ګرځیدله تر څو نورو ته سرمشق وګرځي.

دا هغه وخت وه چې دا هرڅه خپل لومړي ګامونه ترسرکول خو د ښه راتلونکې لپاره ډیرې هچې کیدلې، هیلې او ارمانونه یې درلدل ددې تر څنګ دافغانستان ډیموکراتیک جمهوریت د ښځو لپاره د ازادیو، ژورو بدلونونو، برخه ورکونې او د نه تبیعض دوره وه، د نجونو و ښځو لاسرسی او برخه اخستنې کې یې د پام وړ کامونه واخیستل، د نجونو د خرڅولو او په زوره واده ته اړ ایستل له منځه ولاړل، او ښځې د انتخاب د حق څخه برخمنې وي. دولتي ادارې، ښوونځي او پوهنتونونه د ښځو له گڼې گوڼې مالامال ول. د ښځو د ډیموکراتیک سازمان په څیر د ښځینه مبارزو بنسټونه او ادارې رامنځته شوې او ښځې له سیاسي بن‌بست څخه راووتلې. د اناهیتا راتبزاد او معصومه عصمتي په څیر زړورو ښځو پکې د انقلابي مشرانو او وزیرانو په حیث تر سترو پریکړو صلاحیت درلود.
هیره دې نه وي چې یو کال مخکې په افغانستان کې د ښځو پراخه وڼده، د روښان او پرمختگ غوښتونکي پاچا غازي امان الله خان او ملکې ثريا هيلې او ارمانونه چې د افغانستان لپاره یې په فکر کې درلودل وه، د نن د نړۍ په کچه د افغانو نجونو پیږندل د روبوټ جوړونکو نجونو ټيم، د افغانستان د نجونو د فوټبال ټيم، د افغانستان د زهرې ارکسټرا ، په دولتي و خصوصي برخو کې د ښځو کاميابي تجربې، په پوهنې او لوړو زده کړو او نور ټولو برخو کې بې ساري نوښتونه او پرمختگونه  دا تول هغه څه دي چې کلونه مخکې یې خوبونه لیدل شوې وه .
په ټوله کې د شاه امان الله خان دوره دښځو د پرمختگ لپاره تر ټولو زرینه دوره وه او یو لوی علت یې دا هم انګیرل کیږی چې شاه امان الله خان د لوستې او جهان‌دیده ثریا طرزي سره یې واده وکړ چې ملکې پر شاه ډېر تاثیر وکړ او یو رومانتیک او ايډیالست شخصیت یې درلود؛ لږ تر لږه دا خبره د شاه امان الله خان په اړه صدق کوي چې وايي “د هر کامیاب نارینه تر شاه د یوې ښځې لاس وي” د هغه شاته هم د ملکه ثریا په څیر یوه هوښیاره، مدبره او ځیرکه میرمن ولاړه وه او په ټولو پرمختیايي او مترقي خپرونو کې یې ورسره لاسنیوه کوه. د امان الله او ملکې ثريا ظهور او زوال يوې تراجيډۍ ته پاته کېږي چې د لسیزو لپاره يې پر نړۍ خپل سيوری غوړولی پرېښود.
غرص دا چې د غازي دوره د افغانو ښځو لپاره مثالي دوره وه چې نه په کې ښځه مال وکڼل شو بلکې مالکه وبلل شوه، نه یې په حقونو سیاست وشو بلکې د حقونو لپاره یې سیاسي اقدامات وشول او نه یې ښوونځی وتړل شو، بلکې ښووتځی ورته ایجاد شو، نه ښځه په اولاد مړه شوه بلکې روغتون ورته ایجاد او ښځه ډاکټرۍ ته واستول شوه.

نرګس حسن زۍ د پوهنتون استاده او د ښځو د حقوقو فعاله

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *