دسینګارتونونو د تړل کېدو پرېکړه اندېښنې او غبرګونونه

0

Kabul May 2023, Photo: @AADIL

الهام الدين افغان   

څو ورځې دمخه د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په شفاهي ډول د ښځو د ښکلا پر مرکزونو يا سینګارتونو بنديز ولګوه او دوی ته يې يوه مياشت وخت ورکړ چې په دغه موده کې خپلې چارې پای ته ور سوي .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما وايي دا بنديز د ښځو پر حقونو نوی محدوديت دی اوپه وينا يې  د مېرمنو پراقتصاد به منفي اغېز پرېباسي یوناما له طالبانو غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي . 

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت رسنيو  ته منلې، چې په افغانستان کې یې ټولو سینګارتونونو ته په یوه میاشت کې د سالونونو د تړلو امر کړی دی.

په افغانستان کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوې سرچینې رسنيو  ته ویلي، چې د طالبانو د حکومت له خوا د سينګارتونونو د تړل کېدو پرېکړې له امله به په افغانستان  کې شاوخوا ۶۰ زره ښځې بې روزګاره شي.

دې سرچینې دنوم نه ښودو په شرط  زیاته کړې، چې  پلازمېنه کابل کې د ښځو د ښکلا ۳۱۰۰ او په ټول افغانستان  کې ۱۲ زره سالونونه فعال دي چې په هر یوه کې یې په منځني ډول ۵ مېرمنې  پر کار بوختې دي.

يو شمېر هغو ښځو چې په دغو سینګارتونونو کې کار کولو رسنیو ته ويلي چې (( که نه شي کولی دوی ته کاري فرصتونه پېدا کړي نو لږ تر لږه دې ددوی  له خولې تياره مړۍ نه اخلي  ))  يو شمېر ارایشګرو مېرمنو په هغو ويډيوګانو  کې چې د افغانستان انټر نېشنل په نوم يو تلويزون ته لېږلې ، د طالبانو پر دغه پرېکړه نيوکه کړې او ويلي دې چې دغه اقدام به دوی زيانمنې کړي ځکه ددوی د عايد سرچينه هم همدا ده .

د طالبانو په بیا واکمنۍ سره د ښځو بنسټيزې ازادۍ او حقونه ورځ تر بلې محدودېږي ، له شپږم ټولګي پورته له زده کړو نجونې محرومول ، هممدارنګه پوهنتون ته  له تلو منعه کول ، د لوبغالو او پارکونو دروازې یې پر مخ بندول ، په دولتي ادارو او موسسو کې ترې د کار حق اخيستل او ګڼ نور هغه څه دي چې د ښځو پر  وړاندې د طالبانو ښکاره دوښمني په ګوته کېږي .

طالبان که څه هم وايي چې دوی ښځو ته د شريعت په چوکاټ کې حقوقو ورکولو ته ژمن  دي خو ډېری کارپوهان د طالبانو دې دريځ ته د حقيقت په سترګه نه ګوري او وايي شريعت د ښځو د زده کړو مخالفت نه دی کړی خو طالبان يې کوي .

د اسلامي چارو يو کارپوه محمد عالم وايي (( د قرانکريم لومړی ايت د لوست په اړه دی ، دا چې طالبان یې نه مني دا په ښکاره له شريعت نه سرغړونه ده )).

په تېر جمهوري دولت کې د افغانستان  د خوست  ولایت والي حليم فدايي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې (( واده ، کار ، ارایشګاه ، پوهنتون ، ښوونځی ، بازار پارک ، سفر /حضر کې له ښځو سره دوښمني ددې ډلې لومړيتوب دی ، اوس یې په ودونو کې د ( mp3) له لارې د مېرمنو خپل منځي سندرې هم بندې کړې ددې ډلې په ولس هيڅ خوشحالي نه لوريږي دا ډول کړنې /شخصي ژوند کې مداخلې د اسلام ددعوت له اصولو سره په ټکر کې دي .

د ټويټر یوبل کاروونکي  او دطالبانو سخت منتقد رحمت الله  اندړ پر خپله پاڼه ليکلي (( تقریبا درې لسیزې کېږي چې دوی د نجونو د زده کړو لپاره ميکانيزم جوړوي خو نه يې دی جوړ کړی .

د جلالزۍ په نوم يوې مېرمنې خپل تاثر په دې الفاظو په خواله رسنیو کې خپور کړی دی .

‏(هر انسان چې هرکار کوي، په نهایت کې غواړي چې ژوندی پاتې شي.  موږ ټول هڅه کوو چې ژوندي پاتې شو

‏په افغانستان کې د ارایشګاه بندیدل په دې معنی دي چې زر هاوو ښځې چې د ارایشګاه په کار کې یې حلاله روزي ګټله ، بې کاره کېږي.

‏مثلا، زموږ همسایه کونډه ده ، څلور اولادونه لري او ارایشګاه یې کوله د دې ښځې د ارایشګاه تر بندېدو وروسته به دا څه شی خوري؟ اولاد ته به ډوډۍ له کومه کوي؟  هیڅ‌ بله چاره نه لري دې ښځو ته به امارت ډوډۍ څنګه ورکوي؟

‏‏‏دا ښځه مجبوره ده چې فحشا ته مخ کړي ځکه څلور کوچنیان ډوډۍ ورڅخه غواړي، د ارایشګاه  بندېدل لوږه زیاتوي لوږه فحشا پیدا کوي.

‏ په دې ٦٠ زره ښځو کې که يوه  هم له مجبوریت څخه فحشا ته مخ کړي، مسولیت به يي د چا وي؟  

‏زه فکر کوم چي  په دواړو جهانونو به  د امير المؤمنين او د طالبانو د امارت غاړه بنده وي.

‏که زموږ د همسایه اولاد يوه  شپه هم وږی ویده شي، د امارت غاړه به بنده وي او خامخا به يي جواب ورکوي.))

د طالبانو مېرمن ضد اقداماتو او په ټوله کې د بشر حقونو پر وړاندې ددوی کړنو ته په غبرګون کې عام نظر دادی چې دا ډله ، هيڅ ډول ، حقونو ، بشري کراماتو او نورو ارزښتونو ته قايله  نه ده . زياتره د نظر خاوندان پر دې باور دي چې طالبان داسې يوه ډله ده  چې حکومت يې د نورو پر مټ په زور نيولی او هيڅ ډول مسوليت نه مني او نه هم د چا پر وړاندې ځواب وونکي دي . ځينې د نظر خاوندان  نړيوال هم ګرم بولي او وايي چې دريځ او خبرې يې يواځې په الفاظو کې د شعار په بڼه دي او نور هيڅ ډول عملي بڼه نلري ، دوی زياتوي پر طالبانو باید سخت فشارونه راوړل شي چې د بشر حقونو ته ژمن شي او دافغان ملت ارادې ته غاړه کېږدي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *