د طالبانو پنځه کلن واک؛ د رسنیو فعالیت ټکنی شوی، خو له هېواده بهر نوې رسنۍ رامنځته شوې دي
اصلي پوښتنه اوس دا نه ده چې افغانستان څو رسنۍ لري؛ اصلي پوښتنه دا ده چې له دغو رسنیو څخه څو یې واقعاً خپلواکې، مسلکي، شفافې او د خلکو د معلوماتو د حق لپاره ژمنې دي.
لیکوال: داود جبارخیل
په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د مطبوعاتو ازادي، د بیان حق او د خبریالانو امنیت له جدي ننګونو سره مخ شوي دي.
په تېرو پنځو کلونو کې ګڼ شمېر خبریالان د محدودیتونو، ګواښونو، سانسور، خپلسرو نیونو او د مسلکي فعالیتونو د محدودېدو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي. د همدې وضعیت په پایله کې یو شمېر خبریالان اړ شوي چې افغانستان پرېږدي او په نورو هېوادونو کې خپل ژوند او مسلکي فعالیت ته دوام ورکړي.
د خبریالانو د ساتنې کمېټه (CPJ) هم په خپلو راپورونو کې ویلي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغانستان رسنیز سکټور له ژورو بدلونونو او ستونزو سره مخ شوی او خبریالان لا هم له ګڼو محدودیتونو او امنیتي ننګونو سره مخ دي.
له افغانستانه بهر د رسنیو نوی نسل
له دې ټولو محدودیتونو سره هممهاله، له افغانستانه بهر د افغان رسنیو فعالیت هم پراخ شوی دی. یو شمېر پخوانیو رسنیو خپل فعالیتونه له نورو هېوادونو څخه دوام ورکړی او ورسره یو شمېر نوې رسنۍ هم رامنځته شوې دي.
د دغو رسنیو ډېری فعالیتونه په انلاین بڼه ترسره کېږي؛ خو په منځ کې یې راډیويي، ټلوېزیوني، چاپي او ډیجیټلي رسنۍ هم شته.
د موجودو معلوماتو له مخې، له افغانستانه بهر شاوخوا ۱۹۳ رسنیو خپل فعالیتونه تنظیم کړي دي. د دې لېست ډېری رسنۍ هغه نوي رسنیز بنسټونه دي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته یې د افغانستان له بهر څخه فعالیت پیل کړی او یا یې خپل فعالیت پراخ کړی دی.
دا وضعیت له یوې خوا د افغانستان د رسنیز سکتور د پراخېدو او د خبریالانو لپاره د کار د نویو فرصتونو څرګندونه کوي، خو له بلې خوا د دغو رسنیو د مسلکي معیارونو، مالي سرچینو، تحریري خپلواکۍ او د فعالیت د دوام په اړه هم یو شمېر پوښتنې راپورته کوي.
د نویو رسنیو تر شا پوښتنې
له هېواده بهر د افغان رسنیو پراخ فعالیت د هغو خبریالانو لپاره د کار زمینه برابره کړې چې افغانستان یې پرېښی دی؛ خو د ځینو افغان خبریالانو او رسنیزو فعالانو له لوري پرې نیوکې هم کېږي.
ځینې خبریالان پوښتنه کوي چې د دغو رسنیو مالي سرچینې څه دي، څوک یې تمویلوي، د ادارې او تحریر خپلواکي یې تر کومه حده ده او ایا دغه رسنۍ د افغانستان د خلکو د معلوماتو اړتیاوې په مساوي او متوازن ډول منعکسوي؟
ځینې نور بیا ادعا کوي چې یو شمېر رسنۍ ښايي د مسلکي ژورنالیزم ترڅنګ خپلې شخصي، سیاسي یا مالي موخې هم تعقیب کړي. خو دا ډول ادعاوې باید د مشخصو شواهدو او مستندو مواردو پر بنسټ وڅېړل شي او د ټولو رسنیو په اړه عمومي حکم پرې ونه شي.
د رسنیو د شمېر په اړه هم بېلابېل ارقام وړاندې کېږي. د افغانستان د جلاوطنه خبریالانو د یوې ادارې د ۲۰۲۵ کال د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال وړاندې په افغانستان کې شاوخوا ۵۳۶ رسنۍ فعالې وې چې له هغې ډلې شاوخوا ۲۵۰ رسنۍ تړل شوې او نږدې ۵۰ نوې رسنۍ د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې رامنځته شوې وې.
له بلې خوا، له افغانستانه بهر د رسنیو د فعالیت پراخېدل ښيي چې د افغان خبریالانو یوه برخه هڅه کوي د هېواد له بهر څخه د معلوماتو رسولو بهیر ژوندی وساتي.
د خبریالانو د ملاتړ پر بنسټونو هم نیوکې
په همدې حال کې، یو شمېر افغان خبریالان د خبریالانو د ملاتړ پر ځینو بنسټونو او کمېټو هم نیوکه کوي.
د دوی په وینا، په ځینو مواردو کې ښايي د خبریالانو د نوم او د هغوی د ستونزو له لارې داسې کسان نورو هېوادونو ته انتقال شوي وي چې له رسنیز کار سره یې مستقیم او اوږدمهاله تړاو نه درلود؛ په داسې حال کې چې ځینې مسلکي او له اوږدې مودې راهیسې فعال خبریالان له پامه غورځول شوي دي.
البته دا ادعاوې هم باید د مشخصو اسنادو، شواهدو او پېښو له مخې وڅېړل شي، څو د خبریالانو د ملاتړ له ټولو بنسټونو سره یو شان چلند ونه شي.
خو هغه خبریالان چې دا نیوکې مطرح کوي، ټینګار لري چې د خبریالانو د ملاتړ په نوم د فعالیت کوونکو بنسټونو چارې باید لا ډېرې شفافې وي. د دوی په باور، د مرستو، انتقال، بیا مېشتېدنې او نورو حمایوي پروګرامونو لپاره باید واضح او عادلانه معیارونه موجود وي.
دوی استدلال کوي چې د خبریالانو د ملاتړ په پروګرامونو کې باید د مسلکي تجربې او د رسنیز کار سابقې ته ځانګړې پاملرنه وشي. د دوی په باور، لومړیتوب باید هغو خبریالانو ته ورکړل شي چې کلونه یې په رسنیو کې کار کړی او په مسلکي توګه یې د ژورنالیزم له لارې د خلکو د معلوماتو رسولو خدمت کړی، نه یوازې هغو کسانو ته چې د لنډې مودې لپاره یې د خبریالۍ نوم یا تجربه لرلې وي.
د خبریالانو خوندیتوب؛ لا هم جدي اندېښنه
د خبریالانو د ساتنې کمېټه (CPJ) ټینګار کوي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغانستان خپلواک رسنیز سکټور کمزوری شوی او سلګونه خبریالان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.
د افغانستان له بهر مېشت افغان خبریالانو، په ځانګړي ډول هغو کسانو چې په پاکستان کې ژوند کوي، د امنیت وضعیت هم د اندېښنې وړ دی. د نیول کېدو، له هېواده د ایستل کېدو او افغانستان ته د جبري ستنولو خطرونه د دې ډلې پر مسلکي او شخصي ژوند مستقیم اغېز لري.
په داسې شرایطو کې، د افغانستان د رسنیو اصلي اړتیا یوازې د رسنیو د شمېر زیاتوالی نه دی؛ بلکې خپلواک، مسلکي، باوري او شفاف ژورنالیزم ته اړتیا ده.
د رسنیو ډېرېدل هغه مهال ارزښت پیدا کوي چې د خلکو د معلوماتو حق، د بیان ازادي، د خبریالانو مسلکي حقوق او د ژورنالیزم اصول ورسره پیاوړي شي.
افغانستان داسې رسنیز چاپېریال ته اړتیا لري چې په کې د رسنیو شمېر د کیفیت ځای ونه نیسي، سیاسي او مالي تمویل د تحریري خپلواکۍ پر وړاندې خنډ نه شي او د خبریالانو ملاتړ د شخصي اړیکو پر ځای د روښانه او عادلانه معیارونو له مخې ترسره شي.
د طالبانو پنځه کلن واک ښيي چې د افغانستان رسنیز سکتور له یوه سخت پړاو څخه تېر شوی؛ خو له بلې خوا له هېواد څخه بهر د نوو رسنیو رامنځته کېدل دا هم څرګندوي چې افغان خبریالان لا هم هڅه کوي د معلوماتو رسولو او د بیان د ازادۍ څراغ بل وساتي.
اصلي پوښتنه اوس دا نه ده چې افغانستان څو رسنۍ لري؛ اصلي پوښتنه دا ده چې له دغو رسنیو څخه څو یې واقعاً خپلواکې، مسلکي، شفافې او د خلکو د معلوماتو د حق لپاره ژمنې دي.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.
