استقلال، د ملت د ارادې کرښه؛ څو ارزښتي بحثونه!
ډاکټر وحيدالله مصلح، د طب ډاکټر ليکوال او مبصر، افغانستان جلال اباد
که غازي امانالله خان د اروپا له سفرونو او نااشنا اصلاحاتو ډډه کړې وای او د ټولنې ديني او اجتماعي حساسیتونو ته یې پام کړی وای، ښايي د هغه د روښانتیا دوره دوامداره پاتې شوې وای او افغانستان به نن د اسیا له سیالانو سره په یوه کتار کې وای
وحيدالله مصلح
۱۰۷ کاله مخکې افغانستان په لويو حادثو کې مهمې پرېکړې وکړې، د ۱۹۱۹ کال په فبرورۍ کې امير حبيب الله خان ووژل شو او بيا د شاهي کورنۍ تر لنډې سيالۍ وروسته سردار نصرالله خان له واکه شاته شو او ځوان شهزاده امان الله خان امير وټاکل شو. شاه امان الله خان چې د خپل پلار د سياستونو منتقد و ډېر ژر يې د انګليس پر ضد د جهـ اد اعلان وکړ، نوموړي د ازادۍ ليکونه انګليس ته ولېږل خو هغوی ورته ځواب نه ورکولو، نوموړي بالاخره د کابل په ارګ کې غونډه راوبلله او هلته د انګليس سفير هم راغوښتل شوی و، دا چې هلته امير امان الله خان څه وويل دا نو لودویگ دبلیو. آدامک داسې نقلوي:
ما خپل هېواد له کورني او بهرني پلوه بشپړ خپلواک اعلان کړ، تر دې وروسته زموږ هېواد د نړۍ د ټولو دولتونو او قدرتونو په شان خپلواک دی، او هېڅ ځواک ته د سر د يوه ويښته قدر اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان په کورنيو او بهرنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او که چا له دې کاره سرغړونه وکړه نو سر به يې په دې توره غوڅ کړم. بيا يې د انګرېزانو سفير ته مخ ور واړولو او ويې ويل؛ څه مې چې وويل پرې پوه شوې؟ د انګليس سفير په تعظيم سره ځواب ورکړ؛ هو پوه شوم (لوديګ ډبليو آدامک، تاريخ روابط سياسی افغانستان، ژباړه: پوهاند علی محمد زهما، اتم مخ)… او بيا د دې پوهاوي په تعقيب د ازادۍ جګړه پيل شوه.
د خپلواکۍ او بلواکۍ په منځ کې انتخاب!
په کومه جګړه کې چې ځوان امير غازي شو، دا د هغه مهال په منظر کې يو خونړی انتخاب و، د شاه امان الله خان نه مخکې که په يوه تاريخي سلسله کې د افغانستان مهمې سيمې انګليس له شاهي بېواکانو شکولې وې نو له بله پلوه بيا د کابل په ارګ کې داسې شاهان کېنول شوي وو چې ځانونه يې د انګليس تحت الحمايه ګڼل، د هندي کلدارو او شلخي ټوپکانو په کلنيو رشوتونو يې ځانونه بند په بند تړلي وو، دوی په دغسې تړلي ماحول کې بيا په همدې ټوپکونو خپل ملت بند ساتلی و، هيچا د ارګ په وړاندې زغرده خبره نه شوه کولای، هغه مشروطه غوښتونکي او اصلاحګران چې د شاه په واکمنۍ کې پټ بوخت وو د هغوی زېلۍ يې هم داسې وچې کړې چې د سر سړي يې يو يو ورته په توپونو پورې تړل او په هوا کې به يې غوښې الوتلې. په تړلي افغانستان کې د بهرني سياست اجازه د ارګ پر ځای د برېتانوي هند له وايسرای سره وه.
افغانستان له هيڅ هېواد سره د برېتانيا له اجازې پرته اړيکې نه شوای جوړولی او نه يې له هېوادونو سره د سولې او جنګ ګډون کولای شو. په همدغسې يوې تپل شوې استعماري مرحلې کې چې عثماني سلطنت له برېتانيې سره د لومړۍ نړيوالې جګړې په تقابل کې وه، عثمانيانو او جرمني خپل لوړپوړي هيئتونه دلته د افغانستان د ننګې سوال ته رالېږلي وو، دې ګډون ته په کابل کې د مشروطه غوښتونکو پټې زېلۍ ډېره لابي وکړه خو پای يې دا شو چې امير حبيب الله خان په کې هغوی بېنوا خپلو وطنونو ته ولېږل، د ازادۍ او بلواکۍ په منځ کې د بلواکۍ د استمرار انتخاب د هغه مهال په نړيواله جګړه کې سم انتخاب نه و.
شاه امان الله بيا په داسې يوې مرحلې کې خونړۍ خپلواکي غوره کړه چې انګليس په کې د ترکيې په پرتله له هغې جګړې جوړ راوتلی و، له دې جوړې او دمه شوې برېتانيې سره د ازادۍ اعلان د همدغسې يوه غازي حنجره، توره او اراده غوښته، هغوی چې وايي چې امان الله خان په کوم محاذ کې جنګېدلی چې غازي بلل کېږي؟ سره له دې چې په دا پورته تناظر کې يې د ځواب متره شته، خو دا وضاحت په کار دی چې غازي په خپله د انګليس څخه د بغاوت اعلان د جهـ اد په تعبير سره وکړ، هغه توره راواخېسته او د انګليس سفير ته يې کتل او ويل يې چې که څوک له دې اعلان څه سرغړونه وکړي نو سر يې غوڅوم او بيا يې چې له انګليس سره د جګړې څلور محاذونه جوړول دا د همدې مجموعي جګړې هغه اعلی سرقومانده وه چې دی په کې د غازي پر مقام ولاړ و.
واقعيت دا و چې د خپلواکۍ ملي اراده له پيله موجوده وه، خو دې ملي ارادې يو ممثل او رهبر غوښته، هغه چې په تېرو لسيزو کې يې تشې ملت په نهيلۍ کې ستومانه کړی و.د تاريخ دا مرحله ډېره ښاغلې وه چې د شاه امان الله خان د ازادۍ ارادې ولسي ريښه درلوده، د ارګ او ملت د ارادو وحدت يو ملي غبرګون رامنځته کړ او جګړه په همدې ملي حماسه او اراده کې وګټل شوه.
د ګټې او زيان توند مزلونه!
تر ګټلو وروسته افغانستان د يو خپلواک هېواد په توګه وپېژندل شو، سفارتونه يې خلاص کړل، په ازاده اراده يې له هېوادونو سره د سولې، تعامل، ډيپلماسۍ او همدارنګه د جنګ صلاحيتونه لاسته راوړل، په همدې صلاحيتونو کې يې که په مسکو، واشنګټن او اروپايي هېوادونو کې رسمي استازي ښاغلي ګرځېدل، نو له بله پلوه يې د همغه مهال په وړتياو د بخارا د امير سيدعالم خان او ځايي مسلمانانو په ننګه له همغه شوروي سره د مقابلې لپاره توپونه، فيلان او نظاميان ولېږل چې له لېنن سره يې ډيپلماټيکې ليکنې او اړيکې درلودلې. په دې مرحله کې د افغانستان د ابادۍ مزل په ډېرې تېزۍ پيل شو، د رېل ګاډي پټلۍ، د موټرو توريد، د هوايي ډګر جوړښت او د الوتکو پېر، د شکرې کارخانې، د بندونو جوړول، د روغتيايي مرکزونو جوړول، د اردو منظم کېدل، د قانونمندۍ هڅې، او ډېر نور پرمختګ پال لوی کارونه په تېزۍ ترسره کېدونکي وو.
د شاه غازي امان الله خان ازادي غوښتونکې واکمني د لويو او جوهري لاسته راوړنو په تسلسل د يو لړ ژورو او ريښه يي عواملو له امله سخته ولړزېده او پای همغه پولادي واک په يو بل داخلي خونړي تقابل کې ونړېده. دې تقابل خپل کلتوري، ديني او اجتماعي شاليد درلود. که شاه غازي امان الله خان د پېنډۍ او ميسور تړونونه نه وای کړي، که نوموړی د اروپا پر اوږده سفر نه وای تللی، که هغه د اروپا او ترکيې څخه په الهام سره بېګانه فرهنګي ريفورمونه نه وای وړاندې کړي، که يې د خپلو ريفورمونو په وړاندې مخالف غږونه اورېدلي وای او که يې د خپلې ټولنې ديني رمزونو او حساسيتونو او اجتماعي جوړښت ته پام کړی وای نو ښايي د هغه روښانه دوره به دوامداره پاتې شوې وای او افغانستان به په اسيا کې د سيالانو په کتار کې وای.
کاشکې له غازي سره داسې منلې مخوره او منوره مشاوره حلقه وای چې هغه يې له داسې ديني او فرهنګي مداخلو راتم کړی وای، په کابل کې د مېرمنو له سرونو برقعې لرې کول، پر مامورينو د شپو خولۍ او پتلونونو جبري کول، د جمعې ورځې رخصتي لغوه کول او دې ته ورته نور غربي رنګه ريفورمونه د ځيرکتيا کارونه نه وو. که دا نن هم د اسلامي هېوادونو دکتاتوريو په ځانګړي ډول عربي استبدادي حکومتونو ته وګورئ؛ دا چې هلته ولې خلک د ژورې نارضايتۍ سره سره نه راپورته کېږي، د نورو لويو عواملو تر څنګ يې يو عامل دا هم دی چې هلته حکومتونه د خلکو د شخصي ژوند په چارو کې ګوتې نه وهي، د خلکو شخصي کړه وړه د هغوی خپل انتخاب ته پرېښودل شوي، او په دې ډول هغوی په شخصي ژوند کې ځانونه مقيد او بند په بند تړلي نه حسابوي.
د خپلواکۍ د جوهر تطور!
د خپلواکۍ کومه جګړه چې د غازي په مشرۍ بري ته ورسېده، او موږ چې نن ورسره د ۱۰۷ کلونو واټن لرو نو په دې واټن کې موږ ته په پرون کې اوسېدل نه دي په کار، په عاطفي لحاظ دا ده چې د يو وړ حالت تشه به وي، او له همدې امله کله چې ذهنونه په خپل حالت کې ستومانه کېږي نو د تاريخ په تېرو شېبو کې نسټالژيکه دمه اخلي او ذهني کړاو ټکوروي. پرون که زموږ نيکونو د غازي په مشرۍ د ازادۍ مبارزه کوله او د اشغـ ال ځنځيرونه يې ماتول، نو د هغه زمانې نسل بايد په همغه زمانه کې د نن او پرون مرحلو ته مزبوت ګامونه اخېستي وای، نو نن به موږ په يوه پرمختللې خاوره کې اسوده او مرفه ژوند درلودی.
نن هم کېدلای شي چې د پرون سياسي او نظامي خپلواکۍ ته درناوی وشي خو هملته تمېدل نه دي په کار، د هېواني پرمختګ او ابادۍ لپاره تحرک ته اړتيا ده، موږ د خپل اوسني چاپېريال او حالتونو وابستګيو باندې فکر په کار دی، تر نظامي اشغـ ال د فکري، علمي، فرهنګي، مصنوعي ځيرکتيا او ټکنالوژيکي سلطې او وابستګۍ حالت ډېر خوړونکی او تړونکی دی. که موږ هر څومره په نظامي لحاظ سوچه افغانان پاتې شو خو چې د پرمختګ ستنې او چاپېريال مو خپل نه وي او په پردو پورې تړلي يو نو دا تړون ازادي لکه وياڼه خوري. موږ بايد د همدې اقتصادي، علمي، فکري، فرهنګي، ټکنالوژيکي او مصنوعي ځيرکتيا په خپلولو او خپلواکيو سره خپله اينده وټاکو، که داسې نه وي نو موږ به د ماضي په تيارو کې لارې ورکې کړو.
سخته سياسي خپلواکي او نرمه داخلي واکمني!
واقعيت دا دی چې ازادي په زور اخېستل کېږي، هيڅ اشغـ ال او نظامي تېری په لاريونونو، غونډو، پرلتونو او کنفرانسونو له منځه نه ځي، دا هر څه د اشغـ ال په وړاندې فکري ټکر پياوړی کوي خو که د نظامي اشغـ ال په وړاندې فکري ټکر يو نسل په سيال ډول فزيکي ټکر ته چمتو نه کړي نو بيا اشغـ ال په يو نرم مزاحمت کې نور هم وده کوي او خپلې ريښې غځوي.
دا هم واقعيت دی چې خپلواکي په زور اخېستل کېږي خو په نرمۍ او مدارا ساتل کېږي، له همدې امله تر اشغـ ال وروسته مرحله کې بيا د نرم تعامل وار دی، د ازادۍ تر هرې کاميابې مبارزې وروسته له خپل ملت او د ملت له تنوع سره ناکام په کار دی، زغم او تسامح په کار دی، په سياسي او ورسره تړلو اقتصادي، ټولنيزو، علمي او ټکنالوژيکي سېسټمونو کې د ملت او نورو خواو شريکول په کار دي، داسې يوه دولتي بڼه په کار ده چې د هېواد هر تن په کې ځان وګوري او د شراکت او مالکيت حس په کې ولري، او د قانونمندۍ سېسټماټيکې هڅې په کار دي.
د تاريخ او هويت خپل روايت!
د ملت په ارزښتي تراث کې دا ډېره مهمه ده چې هغه د خپل فکر، تمدن، تاريخ او هويت په اړه خپل روايت ولري، له بده مرغه موږ په ځانګړي ډول د فکر، تاريخ او هويت په برخه کې د خپل روايت له ستونزې سره مخ يو. موږ د خپلې خاورې د بېلابېلو تمدني پېرونو او واکمنيو په اړه ډېر لږ تاريخي شواهد لرو، خپلې پېښې په خپل ظرف، خپلو شواهدو، خپلو تحليلونو او خپلو تعبيرونو کې نه را اخلو، د خپلې ژبې، کلتور او ټولنيزو موضوعګانو لپاره داخلي پوهه او شننه نه لرو او تل مو خپلې پېښې د پرديو په مراجعو کې لټولي دي.
د غازي امان الله خان د واکمنۍ مراندې چې کله غوڅېدې نو يو لوی لامل يې د تمدن او هويت د روايت په ورکه کې و، دا د خپلې ټولنې د تهذيبې اډانې، ديني ټينګښت، او هويتي توکو په مقابل کې د اروپا او په ځانګړي ډول د ترکيې د اتاترک بېلګه روايت راواردول وو. که د غازي په شاوخوا کې د ملي روايتونو ساتونکي او پالوونکي شخصيتونه راټول وای او هغه يې د ترکي له نوي تحول نه د افراطي اغېزمنې ځوانې حلقې څخه لږ په څنګ ساتلی وای نو غازي به د روايت په دې ازمون کې هغسې نه بندېده.
د روايت دا بده سناريو نن هم په خپله بدله بڼه شته، نن هم د هغو ځوانانو کمی نه شته چې د تاريخ په ازاديپالو مرحلو ملنډې وهي، او خپل بسته تاريخ د څو جګړو او وژنو په پلمه مسخه کوي، دوی چې کله د ازاديو او هېوادنۍ پراختيا په تاريخي بحثونو کې تمېږي نو داسې ګڼي چې له دې ازاديپاله جګړو د غلامۍ طوقونه ښه و. اصلاً دوی په نړيوالو او سيمه ييزو عصري ځغاستو کې پر خپلې مانده سيالۍ د کمترۍ احساس اخېستي او دې احساس دوی د خپل هويت او تاريخ مسخره کولو او د روايتونو توريد ته اړ کړي دي، د دوی په روايت کې دا ده چې د پرمختګ لپاره اړينه ده چې بايد بادار هم ولرې او غالب تمدن به هم د هغوی له ټولو معنوي او مادي توکو سره را اخلې، د دوی په اند نيمګړې او انتخابي اخېستنه دوی ته ترقي نه شي ورکولای، د افغانستان معاصرې جګړې په همدې ټول تقليد او توريد کې تودې شوې دي.
خپلې سرچينې او خپله لار، خو د علم ګډه لار!
د استقلال د ساتنې لپاره اړينه ده چې خپله لار په خپله سيخه شي، د هېواد د ابادۍ لپاره خپل ظرفيتونه او سرچينې ولټول شي، د نورو هېوادونو کټ مټ تقليد ونه شي، په ځانګړي ډول په فکري، فرهنګي او ټولنيزو برخو کې تقليد د ملت له تقابل سره مخ کېږي او بيا په دې تقابل کې بسته واکمنۍ راپرزېږي. د نورو ملتونو تقليد د دې لامل هم ګرځي چې د هېوادونو راتلونکی د هغوی پسې غوټه وخوري او هغوی بيا د نورو هېوادونو د راتلونکي پرېکړې کوي.
د وروسته پاتې هېوادونو يوه لويه خاصه دا ده چې دوی د پرمختللې نړۍ له علمي سرچينو داسې ګټه اخلي چې په هيڅ ډول خپله علمي ونډه په کې نه لري، که موږ غواړو چې د افغانستان استقلال تداوم ولري نو موږ ته په کار ده چې په علمي ډګر کې د خپل نسل داسې علمي نخبه ګان ولرو چې هغوی په علمي ميدان کې خپل توليد ولري او يوازې مصرفوونکي نه وي، کله چې موږ منحيث ملت د علم په نړيوالې سيالۍ کې خپل توليد ولرو نو بيا به موږ د علم شريکان يو، په مصرفي علم يو ملت خپل استقلال په پرله پسې ډول نه شي ساتلی.
واقعيت دا دی چې يو ملت او هېواد تل په ټولو کچو ستونزې لري، د هېوادنيو ستونزو لپاره ملي حل لارې په کار دي، هېواد بايد هېڅکله داسې مرحلې ته لاړ نه شي چې خپل خلک يې له ستونزو په ډکو لمنو سره په نورو هېوادونو کې وي، دا ستونزې د نورو په لمسه نورې پېچلې کېږي او هېواد له يوې خاموشې او دوامدراې نارامۍ سره مخ کوي.
په پای کې!
په پای کې د يو ملت په توګه موږ ته په دې فکر په کار دی چې که زموږ د خپلواکۍ جګړې په مېړانه ګټل کېږي نو نن يې وار دی چې موږ مسئوليت ته راوړاندې شو او د استقلال ساتنې ته په اړينو ظرفيتونو ودرېږو، دا هلته کېږي چې ملت د استقلال نه وروسته مرحله کې همغسې ملاتړې پاتې شي لکه د استقلال په مرحله کې يې چې بچيان، کلی، کور، حجره او مسجد د ازادۍ د مبارزې په خدمت کې وو، دا هلته کېږي چې تر استقلال وروسته د ملت او خلکو په خدمت کې نه يوازې سربازي وشي بلکه خلک له ځان سره راګډ کړای شي، له فقر سره مجادله وشي، ناپوهي وشړل شي، روزګارونه ايجاد شي، علمي په شاتګ د پرمختګ په لور توجيه شي، او بالاخره اقتصادي او تجارتي وابستګۍ له منځه يوړل شي. دا هغه مسئوليت دی چې ټول ورته په کار ښه ښکارېږو او په همدې کې د حريت او استقلال د ساتنې رمز پټ دی.
ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد وايي:
د مجنون ژوندون به څه وي چې لیلا مري
څه په کار دی تش کالبوت چې زړه د چا مري
حریت د هر ملت د بدن زړه دی
که دا نه و، هم ملت مري هم بقا مري
ډاکټر وحيدالله مصلح، د طب ډاکټر ليکوال او مبصر، افغانستان جلال اباد
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.
