په پاکستان کې د افغان محصلانو راتلونکی له ژورې ناڅرګندتیا سره مخ شوی
Saima and her family after being deported back to Afghanistan. Photo: @Dawood Jabarkhail forADN
داودجبارخیل
د افغانستان د پکتیا ولایت اوسېدونکې صائمه بيبي له هغو افغان محصلانو څخه ده چې غوښتل یې خپلې لوړې زدهکړې په پاکستان کې بشپړې کړي او بیا خپل هېواد ته ستنه شي، څو د خپلې ټولنې خدمت وکړي. خو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د پاکستان د حکومت د تګلارې له عملي کېدو سره، د هغې او ګڼو نورو افغان زدهکوونکو د زدهکړو راتلونکی له جدي ناڅرګندتیا سره مخ شوی دی.
صائمې وایس پيکې ته ویلي:
“زما هیله دا وه چې خپلې زدهکړې په پاکستان کې بشپړې کړم او بیا افغانستان ته ستون شم، څو د خپل ولس خدمت وکړم. خو له بده مرغه زما زدهکړې نیمګړې پاتې شوې او اوس وېرېږم چې زما ټول خوبونه به نیمګړي پاتې شي. دا یوازې زما کیسه نه ده؛ ډېرې نورې افغانې نجونې هم له همدې ستونزې سره مخ دي. زما خویندې او د تره لوڼې هم دلته زدهکړې کولې، خو د هغوی زدهکړې هم په نیمایي کې ودرېدې.”
پاکستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی دی. د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د پاکستان حکومت د ناقانونه بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو پروګرام پیل کړ، چې له مخې یې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په پړاوونو کې دوام لري. د پاکستان حکومت وایي، دا اقدام د هېواد د قوانینو، ملي امنیت او د کډوالۍ د نظام د پلي کولو لپاره ترسره کېږي.
د رسمي شمېرو له مخې، یوازې د جولای دمیاشتې په ۲۷مه نېټه د تورخم له لارې ۲،۴۸۳ افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. همدارنګه، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر او د ۲۰۲۵ کال د مارچ ترمنځ لږ تر لږه ۴۷۰ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته تللي دي.
د صائمې تره، سعید خان احمدزي، وایي:
“موږ غوښتل خپل هېواد ته بېرته ستانه شو، خو دلته د زدهکړو امکانات ښه وو، ځکه مو پاتې کېدل غوره کړل. یوازې د ماشومانو د زدهکړو لپاره مو د حکومت د پرېکړې عملي کول وځنډول، خو اوس د هغوی د زدهکړو هیله هم نیمګړې پاتې شوه.”
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، افغانستان له اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخ دی. همدې وضعیت د ډېرو افغان کډوالو لپاره د بېرته ستنېدو پرېکړه لا ستونزمنه کړې ده.
صائمه بيبي له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر زدهکړو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي او ویلي یې دي:
“په ټوله نړۍ کې د نجونو زدهکړو ته ارزښت ورکول کېږي. که طالبان غواړي افغانستان د پرمختللو هېوادونو په کتار کې وویني، باید د نجونو پر زدهکړو بندیزونه لرې کړي.”
هغې همداراز د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د افغان زدهکوونکو لپاره د ویزو د ترلاسه کولو او غځولو په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو وکولای شي خپلې زدهکړې بشپړې او خپل مسلکي ارمانونه پوره کړي.
د یادونې وړ ده چې طالبان په افغانستان کې د ښځو پر ډېرو کاري فعالیتونو محدودیتونه لګولي او له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو پر ښوونځیو، پوهنتونونو او طبي زدهکړو بندیزونه هم نافذ کړي دي. طالبان وایي، دا محدودیتونه به تر هغه وخته دوام ولري چې د دوی په وینا، مناسب تعلیمي چاپېریال او اړوند تګلارې برابرې شي.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.
