په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ژوند د شپې چاپې او وېره واکمنه ده

0 1
په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ژوند د شپې چاپې او وېره واکمنه ده

افغان کډوال تورخم ته نژدې سیمه ته. عکس @افغان

داود جبارخیل

په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي چې د پولیسو د عملیاتو، اقتصادي ستونزو او د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله یې ژوند له سختو ننګونو سره مخ شوی دی. ډېری افغانان د ورځې مزدوري کوي، خو د شپې د نیول کېدو له وېرې په هديرو، نیمه جوړو ودانیو او پرانیستو ځایونو کې شپه تېروي.

یو افغان مزدور د خپل ورځني ژوند کیسه داسې بیانوي: “سهار وختي د کار په لټه ووځو، که مزدوري پیدا شي نو د ماشومانو لپاره ډوډۍ برابروو، خو د شپې د پولیسو له ډاره په هدیرو، نیمه جوړو ودانیو او یا هم په خلاصو ځایونو کې شپه تېروو. دا ژوند ډېر سخت دی.”

په وروستیو میاشتو کې د پولیسو چاپې او پلټنې زیاتې شوې دي، چې له امله یې ګڼې کورنۍ له دوامدارې اندېښنې سره ژوند کوي. بل افغان کډاول وایي: “کله چې د کار ځای ته ځو، تل وېره راسره وي چې په لاره کې به ونیول شو. ځینې وختونه خو له کاره هم بې برخې کېږو، ځکه خلک د پولیسو له وېرې موږ ته کار نه راکوي.”

یو ځوان افغان چې د ساختماني کار مزدور دی، وایي: “هره ورځ لس یا دولس ساعته سخت کار کوو، خو بیا هم دومره عاید نه وي چې د کور کرایه، خوراک او نور لګښتونه پرې برابر شي. که کرایه ورنه کړو، د کور مالک مو هم له کوره وباسي.”

یو سپین‌ږیری افغان چې له شلو کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، وایي: “زموږ ماشومان همدلته لوی شوي، خو اوس داسې احساس کوو لکه هره شېبه چې د نیول کېدو او شړل کېدو له ګواښ سره مخ یو. نه پوهېږو سبا به زموږ برخلیک څه وي.”

یوه افغانه مېرمن وایي: “زموږ تر ټولو لویه اندېښنه ماشومان دي. کله چې د شپې د پولیسو د عملیاتو خبر واورو، ماشومان له وېرې ژاړي. هغوی نه پوهېږي چې ولې له یوه ځایه بل ځای ته کډه کوو او ولې ارام ژوند نه لرو.”

د کډوالو په وینا، د اسنادو د نشتوالي له امله روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او نورو بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی هم سخت شوی دی، او د کار موندلو فرصتونه ورځ تر بلې محدودېږي.

د پاکستان سخت دریځ او د افغانستان وروستي بمبارونه

په همدې فضا کې د پاکستان دریځ نور هم سخت شوی دی. په وروستیو اوونیو کې پاکستان د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه وکړل چې ملکي افغانان یې ووژل او پراخ غبرګونونه یې راوپارول. افغان کډوال وایي چې دغه بریدونه د هغوی پر ژوند مستقیم اغېز لري، ځکه له دې وروسته د پاکستان په ټولنیز او امنیتي چاپېریال کې د افغانانو پر ضد کرکه، شک او فشار نور هم زیات شوی دی. هغوی وایي چې ځینې خلک افغانان د افغانستان د جګړو او بې‌ثباتۍ مسؤل ګڼي، او دا ډول خبرې د پولیسو چلند لا سختوي. د کډوالو په وینا، دوی اوس د دوو اورونو تر منځ بند پاتې دي: په افغانستان کې جګړه او په پاکستان کې تعقیب، نیونې او سپکاوی.

افغان کډوال له پاکستاني چارواکو غواړي چې د قانون او بشري اصولو پر بنسټ ورسره چلند وکړي. همدارنګه، دوی له ملګرو ملتونو، نړیوالو بشري سازمانونو او د افغانستان له اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د هغو کورنیو لپاره د خوندي او باعزته حللارې په موندلو کې عملي ګامونه پورته کړي چې له کلونو راهیسې له بې‌ثباتۍ، بې‌وسۍ او بې‌سرنوشتي سره مخ دي.

تر اوسه، په پېښور کې ګڼ افغان کډوال هماغه دردمنه ورځنۍ دوره تکراروي: د ورځې سخت کار، او د شپې په هديرو او کنډوالو کې د پولیسو له وېرې پناه اخیستل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *