له پاکستانه د افغانانو وتل؛ نه سرپناه شته، نه د کاروبار راتلونکی

0 2
په پاکستان کې د افغان کډوالو د پراخو نیونو تازه څپه Medium 2

Afghan refugees are packing to be deported to Afghanistan. Photo: @Dawood Jabarkhail

داود جبارخیل

د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستلو روان کمپاین زرګونه افغانان له کلونو ژوند، کار او پانګونې وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي. دا ناڅاپي فشار نه یوازې پر کډوالو، بلکې پر سوداګرۍ او بازارونو هم دروند اغېز کړی دی. د افغان سوداګرو د اتحادیې مشر سید نقیب باچا وایي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانانو د وتلو له امله په پاکستان کې د افغانانو اړوند کاروبارونه نږدې ۸۰ سلنه کمزوري شوي دي.

نقیب باچا وايي، ډېری هغه افغانان چې بېرته افغانستان ته ستنېږي، هلته د اوسېدو لپاره مناسب ځای نه لري. د کلونو مهاجرت وروسته ګڼې کورنۍ د کور جوړولو توان نه لري او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. هغه له افغان حکومت غواړي چې راستنېدونکو ته سرپناه، لنډمهاله کمپونه او د اوسېدو مناسب ځایونه برابر کړي، څو دغه کورنۍ له سرګردانیو وژغورل شي.

نوموړی زیاتوي چې یوازې عام کډوال نه، بلکې ګڼ شمېر افغان سوداګر هم له پاکستانه په وتلو دي. د هغه په وینا، افغان سوداګرو په پاکستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې کړې وې او د بازار مهمه برخه یې جوړوله، خو اوس د فشارونو، نیونو او ناامنۍ له امله خپل کاروبارونه محدودوي یا افغانستان ته انتقالوي.

نقیب باچا ټینګار کوي چې افغان حکومت باید سوداګرو ته د پانګونې او تجارت لپاره ځانګړي سهولتونه برابر کړي، د اسنادو، ویزو او راجسټریشن په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو هغوی وکولای شي خپل فعالیتونه په منظم ډول پر مخ یوسي.

هغه خبرداری ورکوي چې که د راستنېدونکو کډوالو او سوداګرو ستونزو ته جدي پاملرنه ونه شي، زرګونه کورنۍ به له اقتصادي او بشري بحران سره مخ شي او د سیمې سوداګري به لا زیانمنه شي.

یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *