په پاکستان کې د افغان کډوالو د پراخو نیونو تازه څپه

0 7
په پاکستان کې د افغان کډوالو د پراخو نیونو تازه څپه Medium

An Afghan refugee in his shop in Peshawar. Photo: @Dawood Jabarkhail

داود جبارخیل

د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو پر ضد د روانو عملیاتو په ترڅ کې، د راپورونو له مخې، له ګڼو کډوال کمپونو څخه شاوخوا ۱۵۰۰ افغان مهاجرین نیول شوي دي. سرچینې وایي چې عملیات په ځانګړي ډول په پېښور او شاوخوا سیمو کې چټک شوي دي.

د معلوماتو له مخې، یوازې د خزانه کمپ په سیمه کې نږدې ۱۰۰ افغانان هغه مهال له یوه جومات څخه نیول شوي چې هلته موجود وو. ځايي اوسېدونکي وایي، دغه پېښه د خلکو ترمنځ سختې اندېښنې او غبرګونونه راپارولي دي.

افغان کډوال وایي چې په وروستیو اونیو کې پولیسو او امنیتي ځواکونو د کورونو پلټنې، د اسنادو چک کول او ډله‌ییزې نیونې زیاتې کړې دي. د دوی په وینا، ډېری کورنۍ د نیولو له وېرې خپل ورځني کارونه نه شي ترسره کولای او ماشومان یې له ښوونځي او عادي ژوند څخه پاتې شوي دي.

په پاکستان کې مېشت یو افغان کډوال وایي:

“خلک اوس آن جومات ته هم په ډاډه زړه نه شي تللی. هره شېبه وېره وي چې پولیس به راشي او خلک به له ځان سره یوسي.”

ځینې نور کډوال ادعا کوي چې حتی هغه کسان هم ځورول کېږي چې د اقامت قانوني اسناد لري. د دوی په وینا، د نیولو پر مهال له ځینو کسانو څخه د خوشې کېدو په بدل کې د پیسو غوښتنې هم کېږي.

بلخوا، د بشري حقونو فعالان او د کډوالو ملاتړي سازمانونه خبرداری ورکوي چې د پراخو عملیاتو دوام به د زرګونو کورنیو بشري وضعیت نور هم خراب کړي. د دوی په باور، د جوماتونو، کورونو او کمپونو څخه ډله‌ییزې نیونې د وېرې او بې‌باورۍ فضا پیاوړې کوي او د بشري اصولو او نړیوالو قوانینو په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.

شنونکي وایي چې پاکستان له یوې خوا د امنیتي او اقتصادي فشارونو یادونه کوي، خو له بلې خوا د افغان کډوالو ناڅرګند برخلیک، د درېیمو هېوادونو د ویزو ځنډ، او په افغانستان کې د اقتصادي او امنیتي ستونزو دوام زرګونه کورنۍ له سخت بحران سره مخ کړې دي. د دوی په باور، د کډوالو مسئله باید د زور او فشار پر ځای د سیمه‌ییز تفاهم، قانوني چوکاټ او بشري اصولو له لارې حل شي.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *