پر شرعي حدودو د هیبت الله ټينګار

0

The inscription reads: "There is no God but Allah, Mohammad (SAW) is the messenger of Allah". Kabul, November 2023. Photo by @AADIL for ADN

الهام الدين  افغان

د طالبانو مشر د کوچني اخترپه  پیغام کې د اسلامي شریعت په تطبیق ټینګار کړی دی هغه خپلو حکومتي مسولينو ته په خطاب کې وويل ،امنيت په سختۍ او د مړو په ډېرېدو نه راځي  بلکې د شريعت په پلې کېدو سره استقرار مومي .

د طالبانو مشر په دغه اختريز  پیغام کې  چې په رسنيو کې خپور شوی ویلي: ( امنیت په دې نه راځي چې سختي وشي او مړي ډېر وشي؛ بلکې امنیت د شریعت په تطبیق او عدالت کې دی او بې امنیتي هغه وخت راځي چي د شريعت مخالفت وشي؛ نو د ځانونو اصلاح ضرور ده د هر مسئول او فرد ګناه په ټول نظام بد اثر کوي) .

هبت الله اخوندزاده په دغه پیغام کې له خپلو مسوولینو څخه غوښتي چې  له خلکو سره د زور او زیاتې له لارې د چلند پر ځای له نرمۍ کار واخلي او دهغه  په وینا : (په زور خلک نفرت در څخه کوي او په تشویق ملګرتیا او اخلاص درسره کوي) . د طالبانو دمشر خبرې ښايي د ځينو هغو شکايتونو په تړاو وي چې په دې وروستيو کې یې ځينې غبرګونونه راپارولي وو ، د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو او د نړیوالو سازمانونو  په راپورونو کې د طالبانو له خوا ددوی له مخالفينو  سره د ناوړه کړنو او د هغوی د شکنجې کولو  راپورونه ورکول شوي وو  . 

تر دې څو ورځې وړاندې د طالبانو نا څرګند مشر په خپل بل پيغام کې تر دې هم سخته لهجه کارولې وه  د طالبانو مشر  ویلي  وو: (د دوی د جهاد سلسله لا پای ته نه ده رسیدلې او دوی به د کابل ښار په منځ کې پر ښځو د زنا حدود جاري کړي)  . 

د هیبت الله اخوند لهجه په دې پيغام کې ډيره تنده وه په دې غږيز پيغام کې هغه ويلي وو:  له  هیچا څخه ویره نه لري، هیبت الله اخوند  غرب ته په خطاب کې زياته کړې وه:  (  چې تاسې یې  د دیموکراسۍ په نوم بې لارې کوئ او موږ به یې د شریعت په نوم مخه ونیسو)  ولې له ډېرو شنونکو سره دا پوښتنه مطرح ده چې  شریعت ددوی د واکمنۍ له لومړيو وختونو څه ولې نه پلی کېده ؟ محمد ولي د تېر جمهوريت پر مهال يو مدني فعال و د ختيز ولايت ننګرهار اوسيدونکی چې اوسمهال له هيواده بهر اوسیږي وايي (  ‏ولې د پاسپورټ د رئیس ورور، د بریښنا رئیس، د کابل بانک د فاریاب څانګې مسول او لسګونه نور چې لاس په لاس له ښځو سره ونیول شول ولې په دورو  ونه وهل شول؟ ‏ولې پرې حد جاري نه شو؟ ‏یا خو ملا هیبت الله په دې خبرو سره له  ولس څخه د تېرو شلو کالو غچ  اخلي او خپله نااعلان شوې دښمني ورسره پالي ، او يا داسې ښيي چې ددوی ډېر رښتيني مسلمانان دي چې عدالت ته ژمن دي په داسې حال کې چې د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي .)

خو ځينې نور بيا پردې باور دي چې :  طالبانو  نور د نړۍ له تعامل او ملګرتیا څخه نهيلي شوي او انګيرنه یې داده چې نور ددوی د رسميت پيژندنې بحث پای ته رسيدلی او ددوی دا هیلې  له خاورو سره خاورې شوي دي . دکابل پوهنتون يو پخواني استاذ د محمد جان په مستعا ر نوم د ليکنې ليکوال ته وویل : ( د طالبانو د مشر  ‏له بیانونو داسې معلومیږي چې د افغان  خویندو ، میندو په تحقیر، زورولو او ذهني شکنجې سره  نړیوالو ته خپل زور ښیي چې نور یې که څه له لاسه نه کيږي نو لږ تر لږه  افغان مېرمنې خو زورولی او شکنجه کولی شي . ‏ ملا هیبت الله په هره وینا کې د ښځو پر ضد خبرې کوي، تعلیم یې پرې بند کړ، د کار حق یې ترې واخیست، پارکونو ته یې نه پریږدي او نور بيلابيل  بندیزونه یې پرې ولګول خو لا یې زړه یخ نه دی، چې نور به لا ددوی پر وړاندې څه ډول پلانونه او پروګرامونه طرحه کوي ) . 

تر ډېره تصور دادی چې  طالبان په دوو ډلو  ویشل شوي دي ، یوه ډله یې د ملا هیبت الله په مشرۍ افراطي ملايان دي او د کابینې یو شمېر غړي دي چې د هیبت الله دريځ یې خپل کړی اوبله  ډله  یې ځوان طالبان  دی چې غواړي له ولس، سیمې او نړۍ سره تعامل او د تفاهم لاره خپله کړي . ‏خو د ځينو په باور  د ملا هیبت الله له وروستیو څرګندونو او  اقداماتو داسې ښکاري  چې هغه په دویمه   ډله زورور دی  او هغوی  یې تر خپل اغېز  لاندې راوستي دي .

هغه څه چې ډېر واضح دي په طالبانو کې په تېرو څه کم دريو کلونو کې هيڅ  بدلون نه دی راغلی  ، ولس ترې خفه دی او هر ورځ د ملت پر وړاندې خفه کوونکي الفاظ کاروي ، پر ځای ددې چې په ښو خدماتو وړاندې کولو د ولس په زړونو کې ځای پيدا کړي ورځ تر بلې په خپلو بېهوده کړنو د ولس په مقابل کې ودريږي او داسې اقدامات کوي چې د خلکو د ناخوښۍ سبب ګرځي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *