موسیقي حلاله ده که حرامه ؟

0

Captured during th RootsRevival Afghanistan series, "Afghanistan! You are forgotten," in Vienna. @Ali Ahmad for ADN

عبدالوکیل اټک 

ګوره موسیقي له هنرمند پورې اړونده چې یې حلاله ږغوي که یې حرامه ؟ ام کلثوم چې د مصر دیوه نامتو امام لور وه کله چې مړه شوه نو له څلور میلیونو ډیر کسان یې جنازه کې و . زه نه پوهیږم چې د احمد ظاهر په جنازه کې به څومره کسان و په زرګونو او لګونو و خو تره کی د شپې په تیاره کې ښخ شو . همدارنګه زه نه پوهیږم چې د پلار په جنازه کې یې چې صدراعظم و څومره کسانو ګډون کړی و ؟

 که سندرې د اریانا سعید ْپه شان وویل شي خاصتا د جمهوریت نه وروسته دا نو مطلقي حرامې دي دا موسیقي نه دا لیاره او طریقه یې حرامه ده که په دې جامه کې هر کار وشي حرام دی چې نیمه ښکاري او نیمه پټه وي ، که دې جامه کې هټیوالۍ وکړي او یا کوم بل روا کسب هم حرام دی . هیڅوک دا نه شي ثابتولي چې د استاد اولمیر موسیقۍ کې دې حرج وي او یا د ناشناس په شعرونو کې ستونزه شته. ځیني ملیان چې د موسیقۍ خلاف دی هغوې د موسیقۍ نه د هنر مند د کارونه ،جامه او یو بل عمل چې شاید نشه یې توکو استعمال وي حرام ګڼي . مثلا یو سړی نشه کوي او بیا موسیقۍ ته ناڅي دا نو د موسیقۍ کار نه دی، دې ځان د پخوا نه په غم لړلی دی د هغه دافجیع عمل باید په موسیقۍ تحمیل او حمل نه شي .

دموسیقۍ خپل یو ستیج دی. مثلا په اسلام کې لکه مذاهب دي سلفیان شعیه ګان او نور اهل مذاهب موږ ته ټول قابل احترام دي سره ددې چې پوهیږو چې افراط به کې شته خو وایوو چې دا ددوې اجتهاد دی … سمه ده موږ ورسره غرض نه لرو !

 همدارنګه د صوفیانو داسې طریقې هم شته چې د تار ،تال او سر سره د رب یاد کوي او حمد وايي موږ د شعر داغېز او د موسیقۍ د اثر نه انکار نه شو کولای ! که ږغ محرم وي بیا په هر کار کې محرم دی که هغه شعر وي که واعظ وي که حمد وي که نعت وي او حتا که تلاوت هم وي ایا ږغ محرم دی ؟ که یې محرم بولئ بیا کیسه جلاده ، بیا نو دابحث همدلته ودروو .

 که سړی د فرهاد دریا په شان سندرغاړی وي چې ایله ورته پردۍ ښځې ناڅي او یا یې نا محرمې په غیږ.کې نیسي او بیا دخپلو شرابو څیښلو د خپلې درنې میرمنې د سګریتو څښلو کیسې کوي دا ناشائسته ګي په موسیقۍ مه وراچوئ دا د موسیقۍ کار نه دی دا ددې خپل اعمال دی . که فرها دریا او نور سندرغاړې د وطن سندرې ووايي او عبثیات نه وي دا خو په ځوانانو کې د وطن جذبه را ژوندۍ کول دي او دا خورا ښه کار دی سره ددې چې ډیری مذهبې جریانونه شته چې ځوان کول کې د وطن جذبې په ځاي نور مقاصد د دین په نور ور پیچکاري کوي.

شاعر لیکوال او سندرغاړی هغه منوره طبقه ده چې دټولنې په اصلاح او تعالي کې خورا اړین اغېز لرلی شي هغه کسان چې شعر نه لولي ، اخبار نه لولي نو نن سبا ښه لیار یې موسیقي ده چې ډیر په اسانه ا و بې تکلفه یې اوریدی شي ټیلیفون یې جیب کې دی او غوږۍ یې په غوږ دي که کار دی که په مزل کې دی که هر چیرې دی نو کولای شي چې د شاعر کوکي د سندرغاړي د خولې د سر و تال په دنیا کې واوري.تاسې عربان وګورئ په ام کلثوم څومره ویاړي حتا هغه کسان چې عربې ادبیات لولي استادان یې هڅوي چې د ام کلثوم قصدې واوري. د هند په موسیقۍ خو به اصلا بحث نه کوو ځکه چې هلته د مذهب او د خداشناسۍ برخه ده تاسې ولیدل چې څه موده وړاندې میرمن لتا منګشکر ومړه په څومره لوړ حکومتي ا و ولسي اعزاز یې اخري مراسم تر سره شول همدارنګه پنکج ادهاس جسد هم د هند په ملي بيرغ کې تاو شو او عسکري مراسم پرې تر سره شول او بیا یې په خدا یې وسپاره . دا چې هند کې د موسیقۍ څومره اکادمۍ دي او دې کار ته یې کار ویلی دی ټوله نړۍ د هند د موسیقۍ اوریدونکې ده او د هند هنر په نړۍ کې خپل یو خاص مقام او ځاي لري ، همدارنګه د هندوانو ا و سنګهـ برادرۍ سره خواکې مسلمانانو د قوالۍ سیالي روانه کړې چې نامسلمانان چې د موسیقۍ سره اړوند دي خداپرستۍ ته راکش کړی دی چې دا احصایې ډیره ده‌ چې دلته زما د بحث برخه نه ده .

حتا ویل کیږي چې صدر اسلام کې هم ځینو وینځې درلودې چې ورته به یې ددایرې سره سندرې ویلې هغه زمانه کې هم موسیقۍ ږغول او شراب څیښلو ډیر رواج درلودې چې بیا شراب یا خمر په صریح حکم حرام شو خو د موسیقۍ باره کې لا داسې څه نه شته …

د پاچایان په دربارونو کې موسیقۍ ږغول یو دود و او دی لا اوس په عصري علومو کې د ښکلي هنرونو په نوم خاص لوړ تحصیلات لري د موسیقۍ مکاتب هم شته دی . زموږ په کلو ا و بانډو کې هم دا مجالس ښه ګرم دی خانان او نوابان خپلو دیرو هوجرو کې هنرمندان ساتي او ورته غوږ ږدي سندرغاړو ته برخې ورکوي او ددوې هنر ته غوږ ږدي ددوې د ښادیو مجالس په هنرمندانو ګرم وي او اکثر په کې د مینې او وطنپالنې سندرې ویل کیږي سندره مه ملامتوئ سندره د ژوند برخه ده سندره د سر او تال یوه نړیواله ژبه ده هر څه کې سرحد او حد شته خو به سندره کې نه شته اوس سندره ده چې قومونو سره تړلي سندره د ملتونو د وصل کیسه ده نه د فصل او نفاق. 

عبدالوکیل اټک د لغمان او نورستان پخوانی د اطلاعاتو او کولتور رییس ، لیکوال ، شاعر او مبصر

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *