افغانان د طالبانو تر دوه کلنې واکمنۍ وروسته له بې باورۍ سره لاس او ګریوان دي

0

بازار لیسه ی مریم در شمال کابل عکس: @AADIL

الهام الدين افغان 

په افغانستان کې د طالبانو ددویم ځلي واکمنۍ دوه کاله او پنځه مياشتې پوره شوې ، په ياده موده کې لس ګونه زره افغانان له هيواد څخه  ووتل او لا هم د وتلو جريان روان دی . افغانان لا پردې نه دي باوري چې راتلونکی برخليک به یې څه ډول وي ؟

هر څوک هڅه کوي چې په يو شکل نه يو شکل خپل هيواد پرېږدي او خپې سپکې کړي .

زياتره افغانان بې روزګاره شوي  هغوی چې په حکومتي ادارو کې یې دندې تر سره کولې له دندو ګوښه شوي دي او ځينو نورو چې حکومتي دندې یې نلرلې د اقتصادي پرشا تګ له امله بې روزګاره دي .

دافغانان په منځ کې داسې خلک هم شته چې  وایي، شل کاله يې د طالبانو د بيا واک ته رسېدو لپاره دعاوې کړي خو اوس شپه او ورځ ښیراوې کوي چې دغه ډله بېرته له واکه وغورځېږي .

طالبانو په تيروڅه د پاڅه  دوو کلونو کې په  کوردننه  دستونزو  د هواري  په موخه کوم کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي او د دداخلي مشروعيت تر لاسه کولو لپاره یې کومه هڅه نه ده کړې  همدارنګه یې له  نړيوالې ټولنې سره  هم د اړيکو د رغولو او د رسميت پېژندلو لپاره کوم داسې اقدام نه دی کړی چې تر مخه یې دوی له نړۍ سره دتفاهم ژبه پېدا کړي .  اساسي قانون  چې د ټولنې اهم ضرورت دی د جوړولو لپاره یې تر اوسه کومه اراده په طالب واکمنۍ کې نه ليدل کېږي ، د واک انحصاري بڼه لا هم په خپل حال ده ، د اهليت پر بنياد لا په څوکيو د غېر طالب افغانانو ، د شريکولو کومه اراده نشته .

دميليونو انجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل په حکومتي ادارو کې د مېرمنو  په کار کولوبنديزونه هغه څه دي چې افغانان يې په پراخه کچه نهيلي کړي دي  د سياسي ګوندونو پر فعاليتونو بنديزونه  اود رسنيو او  د بيان ازادي له منځه وړل هغه څه دي چې طالبان یې د افغانانو او نړيوالو په ذهنونو کې بد انځور کړي دي او ښايي همدا لاملونه وي چې  د طالبانو پر وړاندې یې مخالفتونو ته  لاره هواره کړي ده   چې همدا لاملونه د  طالبانو حکومت په منزوي کيدو کې ستر رول لري او افغانان ددوی په حکومت کې ځان نه ګوري .

محمد نور يو افغان دی چې دمګړۍ په ترکيه کې  اوسیږي نوموړی د خپلې استوګنې لامل د خپلو لورګانو زده کړې په ګوته کوي هغه  وايي ( زه يواځې ددې لپاره ترکيې ته لاړم چې د لورګانو پرمخ مې د ښوونځي در وازې تړلې وې او د خلاصيدو یې کوم څرک نه لګېده نو مجبور شوم چې وطن پرېږدم )

يو بله لويه ستونزه د طالبانو د نه زغم سیاسیت دی دوی دخپلو سياسي مخالفينو  په وړاندې له  سخت چلند څخه کار اخلي  او د سیاسي  مخالفت پر وړاندې ډېر جدي دي یا په بله وينا  د سیاسي مخالفت پر وړاندې هيڅ   زغم نلري. دوی پر سياسي ګوندونو بنديز لګولی ، او که څوک د يو جزوي مخالفت غږ په رسنيو کې هم پورته کړي ګواښل کېږي ،  نو زياتره سياسي مشران يا له هيواد نه بهر تللي يا او که په هيواد کې دننه هم دي د طالبانو پر کړنو د نيوکې جرات نه شي کولی  .

نو له دې امله د سياسي ګوندونو زياتره غړي او د نظر خاوندان ، په دې باور دي چې له طالبانو سره په داسې يو حالت کې چې د نه زغم سياست يې غوره کړی په خپل راتلونکي باوري نه دي .

ديو سیاسي ګوند غړی محمد علي هيواد يار وايي (  ګوندونو په نسبي ډول خپل فعاليتونه کول ، خو د طالبانو په راتګ سره یې د فعاليتونو مخه ونيول شوه موږ باوري نه يو چې دوی به نور احزاب ومني او د فعاليت اجازه به ورکړي )

همدا لامل دی چې د سیاسي ګوندونو غړي د طالبانو په موجوديت کې خپل راتلونکی روښانه نه ويني .

 مخکې له دې نه چې طالبان  واک تر لاسه کړي ددوی د مشرانو له څرګندونو داسې برېښېده چې ګنې دوی به د افغانانو حقوق ور کوي، نجونې او مېرمنې به ددوی د تېرې واکمنۍ بر خلاف زده کړې کوي او په حکومت کې به یې د کارکولو پر وړاندې ممانعت نه وي . مګر دا هر څه سرچپه راوختل  طالبانو له افغانانو دا ټول حقوق وتروړل . د طالبانو له لوري  افغانانو ته ددوی دحقونو نه ورکول  پر دوی  نړيواله ټولنه هم بې  باوره کړه او په  کور د ننه  يې افغانان هم خوابدي پرېښودل   .

د طالبانو د ناسمو تګلارو له امله پر  دوی باندې بنديزونه ولګيدل چې دوی یې انزوايي حالت ته بوتلل، دې حالت په افغانستان کې  شديد اقتصادي بحران  رامنځته کړی ، د بيکارۍ کچه لوړه شوې  ، دولتي او خصوصي سکتورونه  له مشکلاتو  سره مخامخ دي او د افغانانو ژوند له نهايت زياتو ستونزو سره مخ دی ، د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم د نړۍ هيڅ هيواد نه دی حاضر چې طالبان په رسميت وپېژني ، نو دا يو مبهم حالت دی چې افغانان يې  پر خپل راتلونکي بې باوره کړي دي. ډېری افغانان، افغانستان ته  د يو باثباته هيواد په سترګه نه ګوري او نه ورسره په ډاډه زړه خپل راتلونکی با ثباته ګڼي   .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *