د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مدني ټولنې د فعالانو بد حالت

0

Downtown Kabul in August 2023, where male Afghans gather at Sehat-e Ama (Public Health Crossroad). Photo: @AADIL

الهام الدين افغان 

په افغانستان کې  د جمهوريت له پرزيدو او په دویم ځل  واک ته د  طالبانو تر رسیدو وروسته ، د افغانستان هر اړخيز جوړښتونه ګډوډ شول ، قانون معطل شو ،د ولسواکۍ دروازې بندې شوې سیاسي او ټولنيز حرکتونه په ټپه ودريدل .

په افغانستان کې چې کله  د حامد کرزي په مشرۍ د نړۍ والو په ملاتړ لنډ مهالی حکومت جوړ شو ،  اوبيا اساسي قانون تصويب شو په هغه قانون کې ، ولسواکي او دبيان ازادي تسجيل شوه ، هممهاله ورسره ، دهيواد  په ښاري سیمو کې د ټولنيزو ، فعاليتونو ، مدني ټولنو د  جوړولو او دبیان دازادۍ لپاره زمینه برابره شوه ، همدارنګه په ښاري او ښارته نژدې سیمو کې ولسي ، شورا ګانې او  د ټولنيزو فعاليتونو بنسټونه جوړ شول او په بېلابېلو سيمو کې یې فعاليتونه پېل کړل .

په دې پروسو کې ډېری ځوانان ، دټولنيزو فعاليتونو ډګر ته راووتل ، مدني او ټولنيز فعاليتونه يې پېل کړل ، دې فعاليتونو دښې حکومتوالۍ ، د فساد پروړاندې د مبارزې د بشري حقونو د خونديتوب او په  نورو بېلابېلو برخو کې ، تر ډېره حده فعاليتونه وکړل او د افکارو د روښانولو او ټولنيزو فعاليتونو بنسټونه ورغول شول . سره له دې چې دا خوځښتونه هغسې چې تمه کېده پاخه نه وو او د پياوړتيا او اصلاح لپاره یې ډېرو هلو ځلو ته اړتيا وه ، خو بيا هم په نسبي ډول يې خپل رول لرلو ، که څه هم تر يوې اندازې  دا فعاليتونه په خپلو شخصي ګټو را څرخيدل او د ټولنيزې ژمنتیا او د ملي افکارو رڼه هنداره یې نه شوه وړاندې کولی ولې بيا هم ، څه ناڅه هيلې ترې کيدای شوې ،او په حکومتي او غېر حکومتی بنسټونو يې تر ډېره خپل اغيز لرلو . 

خو طالبانو دې هر څه ته دپای ټکی کېښوده . دوی ځينې مدني فعالان ونيول بنديان یې کړل او له ځينو یې ژمنې واخیستې چې دوی به بيا په راتلونکې کې مدني فعاليتونه نه کوی . د افغانستان په يو لرې پروت  سهيلي ولایت کې يو مدني فعال چې طالبانو نيولی وو او څو ورځې یې بندي کړی و د خپل نوم  نه ښودولو په شرط وويل :  ( له  طالبانو سره مې څو ورځې په بند کې تېرې کړې په مرګ یې ګواښلم ، هيڅ ډول انساني سلوک  راسره نه کېده سخت يې په عذابولم او داسې لکه زه چې ددوی دوښمن یم . )   دنيول شوي مدنی فعال په وينا ورته ويل شوي چې نور به له خپلو ملګرو سره ناسته ولاړه نکوي او نه به مدني فعاليتونه کوي ، دی وايي اوس یې هم طالبان تعقيبوي او په هيڅ ډول مدني فعاليتونو کې برخه نه اخلي  . کله چې طالبان واک ته رسيدلي نو له هماغې ورځې یې زيات شمېر مدني فعالان بنديان کړي ، چې ځينې يې وروسته خوشې کړي او ځينې نور یې لا اوس هم په بند کې شپې ورځې تيروي .

ديوې مدني ټولنې مشر د لیکنې ليکوال ته وويل 🙁 په پېل کې زموږ هڅه دا وه چې د طالبانو او د مدني ټولنو داستازو ترمنځ د تفاهم يوه دروازه پرانيزو ، خوکله مو چې وليدل طالبان د هيچا خبره نه اوري ، دوی يواځې د خپل غرور په نيلي سپاره دي ، هيچا ته غوږ نه نیسي ، ددوی فکر دادی چې څوک زموږ په ډله کې نه دي هغوی که هرڅوک وي زموږ دوښمنان دی ، نو موږ هم وپوهيدو چې هلې ځلې مو ځای نه نیسي . 

د شمېرو تر مخه په افغانستان کې تر څلورو زرو زياتو مدني ټولنو او بنسټونو مدني فعاليتونه کول چې د طالبانو له راتګ سره یې فعاليتونه په ټپه ودرېدلي ، نه ازادې غونډې کولی شي ، نه ملي او دوديزې ورځې نمانځلی شي او نه ورته ددا ډول فعاليتونو اجازه ورکول کېږی .

دافغانستان په ختيز کې يو مدني فعال چې د جمهوريت پرمهال به یې پر حکومت تر هر چا زياتې نيوکې کولې خو اوس  د يو راپور لپاره د خپل نوم ښودلو ته هم نه دی حاضر په ښار کې د کريانه توکو هټۍ جوړه کړې هغه وايي 🙁 له ويرې خوله نه شم خلاصولی ، که مې څه وويل دا تور راباندې لګوي چې ته د تېر حکومت جاسوس یې ، نو له همدې امله چوپ يم او که مې څه وويل نو دهغو مدني فعالانو په څېر به مې انجام وي چې طالبانو نيولي چې ځينې یې خوشي کړي او ځينې یې لا هم ددې ډلې په زندانونو کې شپې تېروي )

که څه هم طالبان وايي چې هر څوک د اصلاحي تنقيد صلاحيت لري چې ويې کړي .  دطالبانو د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدلکبير ، څه موده وړاندې پر خپله ایکس پاڼه ليکلي وو چې د مدني فعالانو سره یې د مجلس پرمهال هغوی ته ډاډ ورکړی  چې دروازې يې  ستاسې پر مخ خلاصې دي او هر ډول اصلاحي تنقيد منلو ته مو غاړه ږدي .

خو مدني فعالان وايي طالبانو کې يو فردي بحث دی او بل ددوی افراطي کړنلاره ده ، د محمد زریاب په مستعال نوم يو مدني فعال وايي: (( هغه نادودې او ظلمونه چې طالبان یې کوي کله يې موږ تنقيدولی شو؟ که مو څه وويل ځای به مو د تورو تنبو شا وي نو له همدې له امله موږ غږ نه شو پورته کولی )) .

هغه وايي دمګړۍ په خپل يو شخصي کار روزګا بوخت يم او هيڅ ډول فعاليت ته مې زړه نه کېږي ، که مې تش قدم پورته کړ ورځ به مې بده وي ، نوموړی دا ښه ګڼي چې خپل ژوند په خاموشۍ سره وکړيي .

د بشری حقونو ادارو هم د مدني فعالانو پر وضيعت اندېښنې ښودلي دي دغو ادارو ديو شمېر مدني فعالانو د نيول کېدو په غبرګون کې ويلي وو چې  د طالبانو له واکمنېدو  وروسته د افغانستان  مدنی فعالان په ځانګړې توګه ښځې له سختو ستونزو او ناوړه وضعیت سره مخ دي.

په ۲۰۲۰ کال کې چې کله د امريکا متحده ايالاتو له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړ چې بشپړ جزيات یې نه دي په ډاګه شوي خو په رابرسېره شويو ټکو کې یې د بشري  حقونو دخونديتوب او د نجونو  د زده کړو او د ميرمنو دکار ژمنې تسجيل شوې وې ، خو تر دې دمه  دا ټول هغه څه دي چې طالبانو په پام کې نه دي نيولي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *