د کانونو بې دریغه استخراج

0

Exploring Ai-Khanoum: Unveiling the Hellenistic Splendor at the Confluence of the Amu Darya and Kokcha Rivers, Takhar Province, Afghanistan #AncientWonders #Archaeology Photo: @Ali Ahmad

الهام الدين افغان 

 په افغانستان کې واکمنو طالبانو واک ته له  رسیدو سره سم له  یو شمیر بهرنيو شرکتونو سره  د تړونونو خبر ورکړ و ، دوی  د روان ميلادي کال په اګست کې د اوو لويو کانونو قراردادونه له يو شمېر بهرنيو او کورنيو شرکتونو سره لاسليک کړل ، په دغو کانونو  کې  د سروزرو ، اوسپنې سربو او جستو کانونه شامل دي. په هغو شرکتونو کې چې د استخراج او پروسس تړونونه ور سره لاسليک شوي دي ، افغان ، ترکي ، ايراني او برتانوي شرکتونه ګډون لري ،  چې د طالب چارواکو په وينا شا او خوا شپږ ملياده ډالر پانګونه به پردې کانونو  ددغو شرکتونو لخوا کېږي .  د کانونو د چارو افغان کارپوهان اندېښنه ښيي  چې که دغه چاره په مسلکي توګه ترسره نشي، دا طبیعي زیرمې به زيانمنې شي . که څه هم د طالبانو چارواکي وايي د دې کانونو د سپړلو قراردادونه له داسې بهرنیو شرکتونو سره شوي چې له افغان شرکتونو سره ګډ کار کوي، خو د کانونو د چارو کارپوهان وايي په دې تړونونو کې نړیوال اصول  په پام  کې نه نیول کیږي. 

د کانونو د چارو  د يو کارپوه بخت الله  نوري په وينا ، ددې قراردادونو تر شا سيمه ييزې کمپنۍ دي ، انګلیسي شرکتونه ورته اسناد جوړوي ، او د جوړ جاړي په نتيجه کې ورته قراردادونه  ورکول کېږي همدارنګه ښاغلی نوري اندېښنه ښکاره کوي چې د کانونو استخراج په نافني توګه تر سره کېږي چې په وينا یې دا کار به په راتلونکي کې ډېر لوې زيان پېښ  کړي .

 د افغانستان د کانونو دسرچينو ارزښت په نړۍ او سيمه کې ډېر لوړ نوم لري ، د راپورونو تر مخه د امریکا د جیولوژي ادارې د یوې څیړنې له مخې يواځې د   لیتیم منرال په ګډون د افغانستان د طبیعي سرچينو  ارزښت تریلیونو ډالرو ته رسيږي، چې  کرنه د افغانستان د ثبات،  کانونه او پترولیم یې د هوساینې کيلي بلل کېږي خو په هغه صورت کې چې دا کانونه ، د شفافو تدارکاتي پروسو او دقوانينو په رڼاکې شرکتونو ته ورکول شي .

له طبیعي زېرمو څخه د ټول ملت په ځانګړي ډول د فقر د لمنځه وړلو لپاره ګټه پورته کول د حکومتونو مسوليت بلل کېږي  . خو اوس تر ډېره نظر دا دی چې ، کانونه په افغانستان  کې د هوساینې نه، بلکې د یوه محدود قشر د حاکمیت، شخصي ګټو،  افراط او تفریط د ایجاد وسیله ګرځيدلې ده .

د يو شرکت مسول چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي : د افغانستان په يوه سيمه کې یې د کان قرارداد اخیستی ، د هغه په وينا (( د کانونو د وزير چې څه خوښه وي په هماغه شکل قرارداد ورکوي ، نه اعلان شته ، نه د رسنيو پروړاندې داوطلبي ، نه ارزونه او نه هم نور تدارکاتي پړاوونه ، چې کوم شرکت يې خوښ وي هماغه ته قرارداد ورکوي او خپله برخه په کې په فوق العاده ډول اخلي،  نه له دې ويره لري چې څوک ترې پوښتنه کوي ، نه له دې اندېښمن  دي  چې دا موضوع به رسنيو ته ليک شي ، څه یې چې خوښه وي هماغه کوي .))

يو پخوانی مدني فعال چې اوس په ر سنيو له ويرې غږ نه شي کولی  د محمد اکرم په بدل نوم یې راته وويل  : “د دې پر ځای چې د معدنونو  تل پاتې پايښت ته پام وشي، تر ډېره پام دې ته دی چې طالبان ډېر عوايد لاس ته راوړي  چې دا  کار د کانونو په سکتور کې د فساد او سوء استفادې سبب شوی  چې طالبان او پلويان يې ترې  ګټه پورته کوي . “

نافني کيندنه  یوه بله ډېره  جدي ستونزه ده چې د افغانستان کانونه ورسره مخ دي او له پخوا راهیسې ویستل کېږي  چې دویستلو پرمهال يې  پرمختللې  ماشینري نه کاريږي او د غیر فني پرسونل له لوري دا چاره مخته ځي ، د چاودنو په زريعه  د ارزښتناکو  ډبرو  کيندل چې په پخوانيو قوانينو کې منعه شوي ، خو اوس هم دا چاره ډېره په بيړه  روانه ده .

د معلوماتو تر مخه  دکانونو او پټروليم په وزارت کې د وزير او مرستیالانو په ګډون زياتره مرکزي او ولايتي ولایتي رئیسان غیر مسلکي خلک او ټول له يوې مخې ملايان دي چې په هر قرارداد کې خپلې خپلې برخې اخلي  او په دې سکتور کې یې پراخه فساد ته لار هواره کړې او د کانونو برخليک یې  له خطرناک راتلونکي  سره مخ کړی دی .

په دې اړه زياتره  افغانان په ځانګړي ډول د کانونو د برخې متخصصين ، په ډېر څه پوهېږي ، خو هيڅوک له ويرې له رسنيو سره غږيدو ته نه دي  چمتو .

تر ډېره لوستي او د ملي احساس خاوندان  غواړي چې د کانونو په سکتور کې  د غبن او روان فساد په تړاو  چوپ پاتې نشي ، خو کله چې د طالبانو سخت دريزۍ او بې رحمۍ ته ګوري نو خولې وازولو ته زړه نه ښه کوي . پداسې یو هیواد کې چې ولس یې لا هم د بې وزلۍ په منګولو کې ښکيل دی  په ملي  شتمنیو یې  چور ګډ دی او هيڅوک د څه ويلو جرات نلري .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *