د مدرسو دجوړيدا د بهير چټکوالی

0

Kabul, Afghanistan

الهام الدين  افغان

له کومې ورځې نه چې طالبان په افغانستان کې ددويم ځل لپاره واک ته رسيدلي دی له هماغې ورځې يې  د مدرسو جوړولو  لړۍ پېل کړې ده  . زياتره طالب چارواکي هڅه کوي چې په خپلو ، خپلو ولايتونو کې مدرسې جوړې کړي . دوی کوښښ کوي چې هم په رسمي تشکيل مدرسې ور زياتې کړي چې په جوړولو کې یې له حکومتي امکاناتو کارواخلي او هم  له سوداګرو او شتمنو نه دپيسو په راټولو کې یې خپل کوششونه ګړندي کړي چې په شخصي امکاناتو مدرسې جوړې کړي .

يو سوداګر چې نه غواړي نوم  یې ذکر شي ، د ليکنې ليکوال ته وويل : “   طالبان  او په دوی پورې تړلي خلک کوښښ کوي چې مدرسې جوړې کړي ، دا ددوی تجارت ګرځيدلی دی ، او فکر يې دا وي چې مدرسه ولري ، زياتو طالبانو له ما هم غوښتنه کړې چې مدرسې جوړوي او  مرسته ور سره وکړم . “  دمګړۍ د طالبانو ترمنځ په مدرسو جوړولو سیالۍ روانې دي د يو لرې پروت ولایت  يو اوسیدونکی ګل محمد  وايي  : ((  زموږ په ولايت کې په تېر يو نيم کال کې تر لسو زیاتې  مدرسې جوړې شوي او لا په نورو کار روان دی ، زموږ د سیمې طالبان لګيا دي بل کار یې نشته او مدرسو جوړولو ته يې کار ویلی دی، دوی دا کار د الله د رضا او ددين په خاطر نه کوي ، دوی ددې لپاره دا کار کوي چې خپل پلويان پېدا کړي او په راتلونکي کې یې ملاتړ وکړي  ))  دپوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو مرستيال کرامت الله اخونزاده څه موده وړاندې  رسنيو ته ويلي وو چې  په حکومتي بوديجه د مدرسو جوړيول ددوی په کاري لومړيتوبونو کې دي . 

دطالبانو د پوهنې وزارت په وينا دمګړۍ په افغانستان کې ، تر ۱۲۰۰ زياتې مدرسې او د اسلامي زده کړو مرکزونه موجود دي خو دا هغه مدرسې او مرکزونه دي چې له پوهنې وزارت سره ثبت دي ، ډېر شمېر مدرسې او بیا ثبت نه دي او په شخصي امکاناتو او فیسونو چليږي .

دتېرې جوزا په میاشت کې  په ارزګان  ولایت کې طالب مسوولینو رسنيو ته ويلي وو  ، د خپل مشرتابه په لارښوونه يې په هغه  ولایت کې د زر کسانو لپاره یوه جهادي مدرسه جوړه کړې ده ..

طالبانو دا زر کسيزه  مدرسه په هغه ودانۍ کې جوړه کړې چې پخوا ترې د پوهنتون استادانو او محصلینو د لیلې په توګه کار اخيسته .د طالبانو حکومت د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم دغه ډول مدرسې جوړې کړي او په نورو ولايتونو کې يې د جوړولو تکل لري  چې نوي ځوانانو پکي زده کړې وکړي.

ولې طالبان د عصري زده کړو مخالف دي اود مدرسو جوړولوته يې مخه کړې ده  ؟

 زياترو طالبانو د پاکستان په دیني مدرسو کې زده کړې کړي دي، په خپله لومړۍ دوره کې یې (  ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱) له مکتبي او پوهنتوني  زده کړو سره مخالفت درلود. دې ډلې په خپل تېر حکومت کې د نجونو پرمخ د ښوونځيو در وازې تړلې وې او د هلکانو په ښوونځيو کې دیني مضمونونو تدریس زيات کړی و ..

داسلامي علومو يو کارپوه دعبدالحی په مستعار نوم د ليکنې ليکوال ته وويل :  (طالبان کوښښ کوي خپل  سنتي ارزښتونه وساتي  له ښاري او ټولنیز ژوند سره يې ډېره نه ده جوړه نو ځکه کوښښ کوي چې طالبي ذهنيت پر ټولنه حاکم وي د پرمختګ او ترقۍ مخه نيول شوي وي او ددوی چې څه خوښه وي هغه کوي .) .

د پوهنتون يو فارغ  محصل محمد نعيم وايي 🙁 په افغانستان کې د پوهنې د سیستم دطالبي کولوهڅې روانې دي ، طالبانو ډيرو ریاستونو او د ښوونځیو مدیرتونو ته ملایان راوستل، چې عصري زده کړې نه لرې او د عصري زده کړو په اړه په څه نه پوهیږياوس چې د مدرسو د جوړيدو زياتې هڅې کېږي مانا یې داده چې په راتلونکي کې پر هیڅ څوکۍ او بست له ملا پرته بل څوک ونه ګمارل شي دا ددوی موخه ده نو ځکه د مدرسو جوړيدو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده .)

د ځينو په اند مدرسه او ښوونځی دواړه  دپوهې او زده کړو مرکزونه دي ، په مدرسه کې چې اسلامي علومو په حقيقي مانا ولوستل شي او  له افراط او تفريط نه خالي وي ، نو زده کوونکي ته سالم فکر ورکوي او د خپلې ټولڼې او ملت خدمتګاريې روزي خو چې په مدرسه کې يو زده کوونکی په افراطي بڼه وروزل شي نو بيا له ځان پرته ورته نور مسلمانان نه ښکاري په ښوونځي د کفر ټاپي لګوي انساني کراماتو ته درناوی نلري ، په يوه وړه خبره هم نور د لویې سزا مرتکب ګڼي ، او د رښتيني اسلام تمثيل نه شي کولی .

ډېری افغانان پر دې باور دي چې د طالبانو اوسنۍ کړنې چې د مدرسو د افراطي نظرياتو استازولي کوي ، زياتره پر عدم مسوليت راڅرخي، داسلام دپيغمبر رښتيني استازولي نه شي کولی ، د الله ج له مخلوق سره د لورينې او خواخوږۍ نيت نلري ، سیرت یې د الله تعالی درښتيني بندګانو نه دی او په ټوله کې د الله اورسول پر لاره نه دي برابر . په اجتماعي معاملاتو کې د حرامو او حلالو توپير نه کوي ټولنيز عدالت يې خپله تګلاره نه ده ګرځولې او هغه څه کوي چې د انساني او اسلامي ارزښتون خلاف دي .

دا چې طالبان زياتره له پاکستانيو مدرسو فارغ دي اوس غواړي په کوردننه ( افغانستان ) کې زياتې مدرسې جوړې کړي ، چې له يوې خوا دوی نور پاکستانيو مدرسو ته اړ نه شي او بل لوري ته دوی چې د راتلونکي لپاره کوم خپل بشري ځواک روزي په داخلي مدرسو کې یې وروزي او د راتلونکی لپاره هغه کمی چې په امنيتي ، او نورو برخو کې احساسيږي تشه په همدغو طالبانو ډکه کړي چې دوی یې په خپل فکر په دغو مدرسو کې روزي .

انديښنه  دا ده چې دغه مدرسې د افراطيت په خپرولو کې ډېر رول لري ، همدا اوس افغانستان د ترهګرۍ او افراطيت په لوی مرکز بدل شوی ، دا مدرسې چې په زيات شمير کې افراطي طالبان په کې روزل کېږي په راتلونکي کې به لا نوره هم د افراطيت کچه لوړه  او افغانستان د افراطيت په يو ستر مرکز بدل شي . 

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *