ښځه، ژوند، ازادي

0

بولان یوسفزئ

د وې اې ډې سي لخواتنظیم شوی یو ورځني کانفرانس کې دایراني او افغان میرمنو باندې د طالبي او اخوندي مظالمو غندنه  او د حق غوښتنې مبارزه ، مینه خا ترنۍ او تهمینه سالک حضوري   او  مژګان کشاورز، پرستو حکیم په انټیرنټي کرښو خپل اندونه شریک کړل . 

تهمینې سالک وویل په دې وروستیو خوځښتونو کې چې د ایرانې او افغان میرمنو لخوا کومې هڅې او خپلو حقوقو نارې وهل شوي دي  د ستاینې وړ دي ، د ټولو محدودیتونوسره  طالبان ونه توانیدل چې ددوې د لاریونونو مخه ونیسي ان تردې چې ددوې خپل خپلوان  یې تهدید او شکنجه کړل خوبیا یې  هم ونه شوکړای چې ددوې دمبارزې مخه ونیسي، د یوې مبارزې کیسه یې شریکه کړه چې له ده یې لاسلیک اخیستی و که دې په لاریونونوکې  برخه واخلي  نو دده پلار او ورور به ووژل شي ده وویل چې اوس هم په افغانستان کې مدني ټولنې فعالې دي او هغوې باید په دې پوه شي چې یوازې نه دي په نړۍ کې پراخ ملاتړ لري .

د ایران د ښځو د حقوقو فعاله مینا خانۍ وویل  کلونه کلونه کیږي چې په ایران کې  د ښځو حقوقو لپاره مبارزه روانه ده خو دا یو اسانه کار نه دی د ایران اخوندي رژیم د ښځو په وړاندې ډیر سخت دریځ لري او د ژوند په هره برخه کې پرې څار لري او ددوې ازادي یې د منځه وړې ده ،ستر اجباري ده او دوې نه شي خپل سر او غاړه لوڅه کړي همدارنګه د انټر نټي کرښې دلارې مژګان کشاورز وویل ، ښځه باید به خپل بدن خپله کنترول ولري او ده ټینګار وکړ چې د ښځو ږغ ته باید اهمیت ورکړل شي ، ښځې هم باید غلي نه شي او خپلې حقه مبارزې ته ادامه ورکړي .

 ده د ډیرو ښځو سره خبرې کړي او دوې یې مبارزې ته هڅولې ده د ۲۶ کلنې مهسا یاد ونه وکړه چې هغې  د حجاب نه انکار وکړ پولیسو وه نیولي دومره یې ډبولې وه چې د کوما په حالت کې یې ورور ته ورکړه چې بیا مړه شوه سره ددې  اخوندي رژیم وویل چې دې د زړه د حملې له وجهې مړه شوې ده خو وروسته جوته شوه چې نوموړې د شکنجې له وجهې وژل شویده .په ایران کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه اسانه کار نه دی ډیرۍ ښځې د رژیم لخوا نیول شوي شکنجه شوې او وژل شوي دا کیسه اوسنۍ هم نه ده د خمیني د راتګه یې نیولې تر ننه ، ددې کانفرانس یوه بله د ښځو د حقونو  فعاله پرستو حکیم هم د انټرنټي کرښې د لیارې په افغانستان کې د ښځو او انجونو د زده کړې په بهیر خپلې خبرې، اندیښې او کاري فعالیتونه شریک کړل هغې وویل ، کله نه چې طالبان واک ته رسیدلي دي د ښځو او انجونو سره توپیري چلند کوې او په دوې یې سخت محدودیتونه تحمیل کړي دی ،کلونه کلونه کېږي چې په افغانستان کې د جګړې له امله ښځې  او انجونې د مختلفو کړاونو او دردونو سره مخ دي خو دوې پرې بیا دزده کړو او تحصیل لارې وتړلې او برعکس  هلکانو ته د بنسټپالنۍ د ښونځیو لارپرانیزي، دې په هغه ښونځیو هم خبرې وکړې چې افغانستان کې یې پټ پیل کړي دي او هم د پوهنتوني انلاین زده کړو خبر ورکړ. 

ددې کانفرانس په پای کې ګډونوالو پوښتنې وکړي او خپل ځوابونه یې واویدل.

په ټولیزه توګه داسې کانفرانسونه خورا ګټور دي او هغه مبارزینو ته چې عملا د ایران اخوندي او د افغانستان طالبي نظام کې اوسیږي ښه ملاتړ دي او په ځانګړي ډول هغه افغان انجونو ته چې د طالب ظالم رژیم پرې د زده کړو لیارتړلې ده .

نړۍ او نړیوال باید ددې استبدادي نظامونو په وړاندې چپ پاتې نه شي او د ښځود حقونو په زغرده ملاتړ وکړي ځکه ښځې د ټولنې نیمه او یا  تر نیمایې هم ډیره برخه جوړه وي دا دې دوه کاله وشول چې افغانستان کې د نجونو په وړاندې توپیري چلند روان دی او دا داسې زیان دی  چې  جبیره یی ګرانه ده ،  لازمه ده چې د اوتریشي مدني او ټولنیزو اورګانو هم مننه وشي چې افغان او ایرانۍ ډیاسپورا ته یې  د ږغ پورته کولو شرائط برابروي. 

لیکوال: د حقوقو او سياسي پوهنو له پوهنځي فارغ ، د لغمان او نورستان داطلاعاتو او کلتور پخوانی رييس ،د‌ننګرهار د سولې دارالانشاء پخوانی رييس د ننګرهار او د ختيځ زون د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پخوانی رييس د ختيځ اونیز ې موسس او نورستان هیندارې پخوانی مدير . 

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *