د ملګرو ملتونو پر ښځينه کارکوونکو بنديزونه او غبرګونونه

0

A UN car in Kabul. Photo: @SS Ahmad

الهام الدين  افغان

وروسته تر  هغې چې ، طالبانو د ملګرو ملتونو پر ښځينه کار کوونکو دفترونو ته په ورتګ او کار کولو بنديز ولګولو ، ددوی دې پرېکړې که  په بهر کې پراخه  څرګند غبرګونونه را وپارول خو په کور دننه يې هم  دافغانانو په منځ کې هم خواشيني رامنځته کړې ده  .

په نړيواله کچه دطالبانو دې عمل ته د امريکا د متحده ايالاتو او  د ملګرو  ملتونو جګ پوړو چارواکو غبر ګون وښوده او ددوی دا پرېکړه يې نا عادلانه او غېر منصفانه وبلله .

د امريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزير  انتوني بلنکن دا پرېکړه له شرمه ډکه ياده کړه او ويې ويل : ( دطالبانو دشرم وړ يوې بلې پرېکړې چې ښځې د ملګرو ملتونو په سازمان کې له کارکولو منعه کوي اندېښمن کړی يم ) ښاغلي بلنکن زياته کړې چې دا پرېکړه به زيانمن شوي افغانان نور هم زيانمن کړي .

په ملګرو ملتونو کې دامريکا استازې ، هم رسنيو ته په خپل غبرګون کې څرګنده کړې ده  چې: امريکا له ملګرو ملتونو سره کار کوي چې دې موضوع ته غوره لارې چارې پېدا کړي ، هغې زياته کړې ده چې له خپلو افغان شريکانو سره نژدې کارکوي او هيڅکله دوی يواځې نه پرېږدي .

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی تو ماست وېست  وايي : واشنټن دملګرو ملتونو دښځينه کارکوونکو د کار دبنديز په اړه داسلامي امارت دپرېکړې په غندلو کې د خپلو شريکانو تر څنګ  ولاړ دی .

خو دامريکايي چارواکو پورته څرګندونې هغه څه دي چې ډېر شمېر  افغانان ور ته د شک په سترګه ګوري ،افغانان په دې باور دي چې دغه حالت دافغانستان پر وړاندې د امريکا د متحده ايالاتونو د ناسمو پاليسيو په پايله کې را منځته شوی دی.

يو مشر ليکوال اود نظر څښتن وويل  : ((امريکا اوس د افغانانو دنظر بدلولو او په افغانستان کې د رامنځته شوي حالت نه د اوږو سپکولو په خاطر دا نظر وړاندې کوي  او وايي چې ، دطالبانو وروستۍ پرېکړې چې د افغان مېرمنو پر وړاندې يې کوي له شرم نه ډکې دي ، د شرم دې کندې  ته په واقعيت  کې افغانان  امريکا وغوځول ، طالبان خو له تاريخي پلوه  دوی ته معلوم وو چې  نه يې د ښځو حقونه منل ، نه يې دکار او زده کړو اجازه ورکوله او نه په سياست  کې ددوی ونډې ته قايل وو نو بيا ولې؟ په يوه شرمناکه معامله کې دوی  دڅلويښت ميلونو افغانانو برخليک دداسې چا په واک کې ورکړ چې ، دبشر هيڅ ډول حقونو ته نه دي قايل .))

يو ځوان قلموال د ليکنې ليکوال ته ويل :(( ډېرې خبرې را سره دي خو په خپل سر وېرېږم او نه يې شم کولی ، د بيان ازادي  زما حق دی څه چې مې په زړه او ذهن کې  دي چې پرته له سانسوره يې د يو سالم نقد په توګه وړاندې کړم نه يې شم اظهارولی ،دا هغه درد دی چې زوروي مې خو دومره به ووايم چې دا حالت چې نن په افغانانو راغلی هيڅ د تحمل وړ نه دی ،له  يوې جنګي ډلې سره چې امريکا معامله کوله دا له هماغه پېله ددې ستر ملت په حق کې ظلم او زياتی و ، اوس که دوی هرڅومره ووايي چې د طالبانو پرېکړو انديښمن کړي دي ددوی اندېښنه ، افغانانو ته څه ګټه رسولی شي ؟.ددوی دا خبرې هيڅ د توجيې وړ نه دي ، ځکه ددې حالت مسولين امريکايان دي او کله هم دوی په دا ډول څرګندولو ځان نه شي خلاصولی .))

يو بل ځوان وويل : ((په افغانستان کې د بشري حقونو بحث بيخي منتفي دی دلته يواځې د ښځو بحث نه دی تر هغو زيات دنارينه و بحث مطرح دی ځکه د  کارحق تش په نوم د نارينه و شته خو په حقيقت کې د کار حق هغه چا ته حاصل دی چې ، طالب وي ،ډزې يې کړي وي ، بمونه او بوشکې يې الوځولي وي ، په ټولو چارو کې هغوی مخته دي  ، نن چې له افغانستان نه ځوانان په قاچاقي لارو اروپايي هيوادونو او نورې نړۍ ته تښتي او دا بهير په چټکۍ سره پرمخ روان دی  په سختو لارو کې له مرګ ژولې سره مامخ کېږي لامل يې دا دی چې له هيواده  يې زندان جوړدی ، کارو روزګار په کې نشته ، امنيتي اندېښنې دی ، د فېس بک په يو پوست يا ليکنه ځوانان د تورو تنبو شاته اچول کېږي ، څوک له وېرې غږ نه شي کولی .))

له يو شمېر خلکو سره چې مې خبرې وکړې هغوی په داسې حال کې چې په زغرده او ډاډه ډول خپل نظرونه  نه شي ښکاره کولی ، پر دې باور دي چې ، امريکا او متحدين يې تر هغې چې په طالبانو فشارونه نه وي وارد کړي تر هغې به طالبان د افغانانو( ښځينه او نارينه و ) اساسي حقونو ته کله هم قايل نشي .

دوی پردې باور دي چې هر اونۍ چې لسګونه ميليونه ډالر افغانستان ته راوړل کېږي که په هر نوم وي نو طالبان ترې په مستقيم او غېر مستقيم ډول ګټه پورته کوي ، همدغه پېسې له دوی سره ددوی د حکومتولۍ په چارو کې مرسته کوی .

ډېری افغانان پردې باور دي چې تر څو امريکا ،  شريکان يې او ملګري ملتونه ، دافانانو د اساسي حقونو په برخه کې يو لوی بحث رامنځته نه کړي يواځې په غندلو نه کېږي ، په تېرو څه کم دوو کلونو کې چې کوم محدوديتونه پر افغانانو او په ځانګړي ډول افغانو مېرمنو طالبانو لګولي ، د نړيوالو له جدي غبرګونونو سره نه دي مخامخ شوي، يواځې دغندنې الفاظو ګټه نه ده کړې او تر هرې غندې وروسته ، بل داسې عمل مخې ته راغلی چې تر پخواني ډېر بدتر دی .

دملګرو ملتونو په اداره کې افغان مېرمنو ته د کار د اجازې نه ورکول ، دطالبانو وروستی محدوديت دی چې پر مېرمنو لګيږي ، دا چې په دې تړاو کوم نړيوال غبرګونونه مخې ته راغلي دي ، راتلونکی به يې ثابته کړي چې دا غبرګونو نه دنورو په څېر يواځې په الفاظو کې پاتې کېږي او که په عمل کې به داسې څه رامخې ته شي چې طالبان به هغه څه ته غاړه کېږدي چې د افغانانو او نړيوالو هيلې  او غوښتنې دي . 

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *