وبه د ژوند دویم نوم دی خو ایران د سوال په ځای اخطار ژبه استعمالوي

0

@Ali Ahmad

بولان یوسفزئ

تاسې تل ګاونډې سره په جنګ یاست ، عراق تاسې د تباهۍ کندې ته وټل وهه 

اتڼ پیژنې  

کله چې ابرهیم علیه السلام د مکې سوې او وچې زمکې ته راغي او سارا انا ورسره وه او هغه اومیندواره وه ، اسمعیل علیه السلام وزیږید نو روایت دی چې د هغه مبارکو پښو په ښورولو سره د زم زم کوهی جاري شو او دا دی تاسې یې ګورئ چې لا هم موږ ته د تقدس مقام لري زموږ عقیده ده  چې دا اوبه شفا لري .

د زمکې وچې ته که وګورئ د اوبو برخه د وچې ډیره ده ، کله چې زمکه  په اوبو کېښودل شوه نو لکه ټال ښوریده نو ځکه پرې رب العالمین غرونه میخونه کړل او د اهتزازه او ښوریدا  خلاصه شوه او زمکې استقرار ومېنده دا خبره  هم د قران کریم په بنسټ کوم همدارنګه د اوبو د اهمیت په باب قرانکریم بل ځای لارښونه لري .

و ما أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّماءِ مِن ماءٍ فَأحيا بِهِ الأَرضَ بَعدَ مَوتِها و بَثَّ فيها مِن كُلّ دابَّةٍ 

رب په موږ احسان کوي ، نه  یوازې انسان اوبو ته اړتیا لري بلکې هر موجود په اوبو ژوندی دی که هغه ژوې دي او که نباتات دی او ان تردې چې ځینې نباتات او ژوې په اوبو کې ژوند کوې که له اوبو دې راوکیښ نو ژوند یې پای مومي چې موږ یې ښه بیلګه کب بللی شو دا چې رب چینګښې ته په اوبو او وچه دژوند کولو عنایت کړی دایې بل ښه مثال کیدای شي نو خلاصه یې کلام چې اوبه نه وي ژوند نه شته 

خوږ هېواد افغانستان په وچه کې ایسار دی خو بیا هم رب ورته طبیعې ذخائر ورکړي دي هغه که فلزات دي ، او که غاز او تیل دي خو د اوبو ستر نعمت یې هم ورکړی دی سره ددې ایران او پاک ستان د بحرونو ګاونډیان دی خو بیا یې هم د سوال کچکول د خوږ هیواد په دروازه کې نیولی دی او زموږ خیرات ته ناست دي دا چې موږ به پیړیو ، پیړیو کې یو داسې مشر ونه مېنده چې اوبه مهار کړي دا نوزموږه بدمرغي ده ولسمشر اشرف غني یوازې د کمال خان د اوبو بند ورغاوه ایران چیغې نن سبا ووتلې، ایران د ډیر تملق له مخې دایران سفارت او ټوله ډیپلوماتیکه استازي ااا ته وسپارله او ګومان یې کاوه چې ددې په بدل کې به د ااا نه د هیلمند او کمال خان اوبه واخلي خو نن سبا هر څوک  په دې خبره پوه دی  چې تل پاتې بد نامي ځانته نه راولي نن سبا د ټولنیزو شبکو دور دي او د هر چا په جیب کې یوه تبلغاتي دستګاه پرته ده او په خپل واک یې کارولی شي نو له دې ویرې هیڅوک د غلط قدم کېښود جرئت نه شي کولای او بل ااا هم په دې پوه دی چې د اوبو اهمیت څه دي . 

اوس د اوبو اهمیت له تیلو او نورو زیات دي لکه څنګه چې تاسې د قران کریم ایات ولوسته چې اوبه مړه زمکه راژوندۍ کوي او نوي ژوند بخښي که د ااا غړي په ساینسي کیسو نه دي پوه خو په قراني لارښونو تر هر چا ښه پوهیږي چې د اوبو اړتیا او اهمیت څه دي 

په ۱۳۵۱ کې چې د شهید محمد موسا شفیق او اميرعباس هویدا د ایران صدراعظم تر منځ د نړۍ والو مقرراتو سره سم کوم ژمنلیک ښکلل شوی و لاهم مرئ الاجرآ دی خو د ۵۱ نه د غني ولسمشر د اخري کال تر جمهوریته چې ایران ټولې اوبه هضمول چایې پوښتنه وکړه ؟ 

چا ورته وویل چې زموږ دومره اوبه درروانې دي موږ ته یې بدل او عوض راکړه؟

ایاد په خوږ هېواد کې  کومه مرجع وه چې دې کار ته متوجه شوی وای ؟ 

زموږ د اوبو او بریښنا وزیر په امریکاکې د بیمې دغلا په تور ایله خپله جریمه تحویلوله، زموږ اوبو متخصصین ایله په دې اخته و چې څنګه د غني حکومت اره کړي او دې ځان ته په راتلونکې نظام کې ځای پیدا کړي اخیر هم مظلوم سلاکار شو خیر دا خو یو دوه معترضي جملې وي خبره دایران د  وارخطا کیدو ده .

په تاریخې لحاظ زموږاو ایران د جګړو خط مالوم دی 

د ایران ولسمشر ښاغلي رییسي تیره ورځ د ااا مسؤلینو باندې اخطارامیزه لهجه ږغ کړی دی چې اوبه راایله کړئ که نه بیا به سره کسو او همدارنګه یې د زمکنیو قواوو مشر هم ویلی چې تالب چارواکي زموږ د زوره نه دي که وغواړو نو ګوشمالي ورکولای شو ؟

ښاغلي رییسی !

لومړی خو دې ډیره سپکه لهجه کارولي ده ، دویم  شاه حسین هیر دی ، شاه حسین ددې اوسنیو حاکمانو سکه نیکه دی، زه باوري یم چې تاسې په خپله دې خبرې پیښمانه یاست ولې چې دا خبرې تا به هوښ نه دي کړي بلکې دا به ځوښ کې کړي د اخطار حق زموږ دی ستانه دی ، خو دا  څه کم شپيته کاله دا اوبه بې عوضه تاسې  اخیستې څوک یې د پوښتنې نه و ځکه چې زموږپه سر نور درانه بارونه پراته و دایخوانیانو کورنۍ جګړه د روس سره د ولس مبارزه او دناټو د اشغالګرو سره جګړه او بیا د پاک ستان سره د کرښو او قام جګړه ، په کوردننه د پردیپالو د امنم او دا نه منم او نور په کار خودا وه چې تاسې زموږ سره وروري کړای واي زموږ کډوال مو نه وای ځوروالای هغوې ته مو د بې کورۍ او بې وطني پیغورونه نه وای ورکړی خو برعکس تاسې اخطارونه ورکوئ دا د ګاونډیتوب اخلاق نه دي او دااخلاق لا تاسې ډیر پخوا تر پښو لاندې کړي دي د عراق سره جنګ او هغه دومره تضعیف کول چې بیا د امریکا په  دوه ګوزاره ولاړ او دامسلمان او ګاونډي ورور تا   د انهدام کندې ته ګوزار کړ 

رابه شو د زمکنیو قواو د قومندان خبرو ته :

قومندان صیب لومړی دې د ااا سره هغه د ډیپلوماتانو کیسه پاکه کړه هغه څه شو ایا تا یې پوښتنه وکړای شوه بلکې نه او نه یې کولای شي تاد ډيپلومات په نوم سپاه لیږلې وه او داسې یې درته د تیغه تیر کړل چې بیا یې نوم به نومونو کې نه شي اخیستی داسې پرې غلی یې چې خوله دې پرې نه شې ښورولی یاره 

دوېم هغه ستا دویم نمبر اعلی سر قومندان حاج قاسمی چرته دی ؟ د هغه پوښتنه یوځل وکړه بیا راځه افغان ولس ته ګوشمالي ورکوه 

ورشه دعراق نه دې مړي راوړه بیا افغان ولس ته ګوشمالي ورکوه !

بچیم چې خوردي که هضم نه میشود

تاټول عمر  داسلام سره په اختلاف کې تیر کړی دی او ته ټول عمر د استعمار او استکبار ملګری یې ته د اسلام په نوم ولاړ او د کفر کارونه کوي ستا تاریخ د اختلاف او تشنج دی او په کار کې دې ګټه نه د ه کړې یوازې د کفري طاقنوتو مرستیال وې اوبس 

ستا د منبرنه  د پبغمبر صلواعلیه وسلم د خوږ وملګرو پسې څومره بد اورد ویل کیږي 

د عراق د تباهۍ مسؤلیت ستا دی د سوریې په بد بخته کولو کې ستالاس دی د افغانستان په کورنیو جګړو کې ته دخېل یې اخر کله به ته د ایران په شریف ملت رحم کوي  او دوې به هوسا او مرفه ژوند ته پریږدې 

د لوې پارس او خوږ ایران دروند ملت دې یرغمال کړی او د تشنج او اختناق چاړه دې ورته په ستونې ایښې ده، لکه  لیونی  سپې کله دین ته خوله اچوې او کله ګاونډیو ته

موږ دبده مرغه د جنګ او جګړو ښه تجربه لرو موږ ته اخطارونه هیڅ اهمیت نه لري ، موږ د روس او امریکاد جګړې ویره ونه کړه  خو له تا یې  هیڅ نه کوو ځکه ستا خو د تښتې لیار هم نشته 

او اخیرې خبره سمه ده چې امکانات په جنګ کې ډیر اړین دی خو د جنګ لپاره مرال اړین دی او ته پوهه یې چې افغانان دجنګ څومره لوړ مرال لري افغانان جنګ ته په ګډا او اتڼ ځي 

اتڼ خو پیژنې ؟

که نه پیژنې د امریکا د هنرهای زیبا پوهنتونونو کې پوښتنه وکړه.

بولان یوسفزئ: د حقوقو او سياسي پوهنو له پوهنځي فارغ ، د لغمان او نورستان داطلاعاتو او کلتور پخوانی رييس ،د‌ننګرهار د سولې دارالانشاء پخوانی رييس د ننګرهار او د ختيځ زون د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پخوانی رييس د ختيځ اونیز ې موسس او نورستان هیندارې پخوانی مدير . 

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *