په افغاني ټولنه کې کولتوري بدلونه: د شعور د کچې لوړوالی

0

الهام الدين افغان*

افغاني ټولنه يوه رواياتي  ټولنه ده چې تل يې په خپلو کولتوري رواياتو ټينګار کړی او دغه کولتور چې کله که   ناسم او خرافاتي هم بلل شوی   نو درناوی کول ورته يوه معززه چاره بلل کېده .خو  داسې نه ده چې ګنې ددوی ګڼې  کولتوري چارې خرافات وو ، دافغاني ټولنې زياتې  کولتوري برخې ، ددوی د يوې ښې سلیقې ، او ښه فرهنګ استازولي کوي ، مېلمه پالنه ، ښه سلوک  او چار چلند ، مېړانه او ګڼې نورې چارې یې د لوړ او عالي فرهنګ ښکارندوی دي .

د تاريخ په اوږدو کې افغاني ټولنه له  زياتو لوړو ژورو او ناخوالو سره مخامخ شوې ده  ،  کله چې دپرديو لخوا پرې جګړې راغلي نو ولس يې پر وړاندې ودرېدلی ،  په  زغرده يې مقابله کړې او دوښمنان يې مات کړي دي .

خو دتاريخ په اوږدو کې يې په سوله ييز ډول  خپل حق غوښتنې ته تر ډېره لبيک نه دی ويلی .

دپرمختګ او د زده کړو پر  وړاندې خو ځينې وختونه یو شمېر خلک  ودرېدلي دي او مخالفت يې کړی .

په افغاني قبېلو کې ځينې داسې هم وې چې نه يې غوښتل په سر شمېرنه کې راشي ، تذکرې يې نه اخيستې چې  د عسکرۍ د مکلفيت دوره تر سره نکړي ، يايې نه غوښتل چې لونې يې ښوونځيو ته لاړې شي دا چاره ورته کلتوري انحراف یا د اسلامي مقدساتو پر وړاندې سرغړونه بلل کېده ، حکومت چې ځينو سیمو ته سرکونه ويستل نو ځينو قبيلو يې مخالفت کاوه ،ځکه چې پر ارزښت يې نه پوهيدل . يو پخواني سپين ږيري چې عمر يې تر (۹۰)نوي کالونو اوښتی و  د ليکنې ليکوال ته  کېسه کوله:(  ځکه مو  له  سرک ویستلو سره  مخالفت کولو چې بیا به د موټرونو پر سرونو خلک ناست وي او زموږ مېرمنې به ګوري)  .دا او دې ته ورته ډېرې بېلګې په بېلابېلو سیمو کې موندل کېږي چې ښايي کتابونه پرې وليکل شي دا دهغو سیمو دفوکلور او عنعناتو يوه برخه ګرځېدلې وه اوښايي لاهم په ډېرو وروسته پاتو سیمو کې دا دود پياوړي وي . په افغانستان کې   ډېرې لرې پرتې غرنۍ سيمې اوس هم   شته چې ښځې  په کې د څارويو په مقابل کې ودېږي ، دپلار کور يې دخسر له کورنۍ نه ګډې بزې اخلي او خپله خور، لور ورکوي .په هغو لرو پرتو سیمو کې  مېرمنې له خپلو حقونو ناخبره دي هغه حق چې اسلام ورکړی ، نه يې پلار ورکوي نه يې خاوند او خسر ګنۍ  ورکوي ، د زده کړو او دعامه پوهاوي کچه پکې بيخي ټېټه  څه چې د نشت برابره ده .

 خو د څو لسيزو په تېرېدو سره اوس حالاتو په ډېرو  سيمو او قبيلو  کې بدلون موندلی او د هغه څه پروړاندې مبارزه کوي چې پخوا یې پر وړاندې مخالفت کولو   البته دا  د لرو پرتو سيمو حالت و په ښاري سیمو کې بیا د شعور کچه لوړه وه خلکود زده کړو او نورو پرمختګونو خوند ليدلی و او په خپلو هرډول حقونو پوهيدل .

د افغانستان وروستيو حالاتو وښوده چې دافغانانو دشعور کچه لوړه شوې او دخپلو حقه حقوقو د لاسته راوړلو لپاره مبارزه کوي . د بېلګې په توګه  ډېری  افغانان غواړي چې په هېواد کې يې روانې نا امنۍ او  پردۍ  نيابتي جګړې نورې ختمې شي ، ځکه  دپرديو لخوا په را تپل شويو  جګړو کې افغاني ټولنې  هر ډول  ځاني، مادي ، معنوي،  ټولنيز ، سياسي ،اقتصادي او کلتوري زيان وليده  . دخلکو ژوند و ګواښل شو ، فردي او ټولنيزې ګټې يې  زيانمنې شوې ، معنوي ارزښتونه يې  له خاورو سره خاورې شول  وګړې نالوستي  پاتې شول او له سیمې او نړۍ سره يې  د سیالۍ ځواک له لاسه ورکړ او  په ټوله کې افغان ملت د تباهۍ او بربادۍ په لورې ټيل وهل شو . خو که  کوټه وسوزېده نو ديوالونه يې پاخه شول .

دطالبانو په بیا واکمنېدو سره چې ددې ډلې له لوري کوم محدوديتونه په ځانګړي ډول  په مېرمنو لګول شوي دي  نو پر وړاندې یې په کور دننه او بهر غږ پورته شوی دی . د پکتيا ولايت د لرو پرتو سیمو خلکو د نجونو د زده کړو پر بنديز غبر ګون وښوده ، اتيا کلنو سپین ږيرو  چې یو مهال يې نه غوښتل  لوڼې يې  ښوونځيو ته لاړې شي  خو د خپلو نجونو لمسيانو لپاره زده کړې غواړي دا یو لوی کولتوري بدلون دی چې د افغاني ټولنې دنن او پرون انځور وړاندې کوي .

په دوحه کې د ملګرو ملتونو غونډې ته دافغانانو په ځانګړي ډول په کور دننه او بهر د  افغانو مېرمنو تېز  غبر ګونونه وښودل او  پر دغه غونډه د همدې غبرګونونو  فشار تلقي شو دا ددې څرګندونه کوي چې اوس هغه وخت راغلی چې افغانان خپل حقوق  په سوله ييز ډول غوښتی شي او هغه افکار تر ډېره له منځه تللي چې دوی نه غوښتل پر مختګ وکړي . دغه کولتوري بدلونونه تر ډېره  د ټکنالوژۍ په پرمختګ او عامه پوهاوي پورې هم اړه نیسي ، په تېرو دوه لسيزو کې چې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې حضور درلوده ، ددوی په مالي مرسته د بېلابېلو اقشارو  په ځانګړي ډول  دمېرمنو د حقونو په برخه کې زيات پوهاوی شوی ، په دولتي کچه د مېرمنو لپاره ځانګړی وزارت او د بشرحقونو مستقله اداره جوړه شوه چې  د حقونو په پوهاوي کې ګټور تمام شوي دي . د لوړو زده کړو په برخه کې په تېرو دوو لسېزو کې پام وړ کار شوی دی ددولتي پوهنتونونو  تر څنګ د لوړو زده کړو شا او خوا (۱۵۰)  موسسې او پوهنتونونه جوړ شوي دي چې د ټولنې  په پوهاوي او د خلکو د ذهني  او شعوري کچه په لوړولو کې يې پام وړ رول لوبولی دی .

ښاغلی افغان مستعار غوره کوي. هغه د افغانستان په ختیځ کې ځایی خبریال دی.    *

یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقاله کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *