د پاکستان او افغانستان د پولې تړل کېدو د افغانستان پر سوداګرۍ څه اغېز کړی؟
Crowds gather at a Durand Line crossing, highlighting the human and economic costs of recurring transit restrictions between Afghanistan and Pakistan.
افغانستان چې د خپلې بهرنۍ سوداګرۍ یوه مهمه برخه یې د پاکستان له لارې ترسره کوله، اوس د بدیلو سوداګریزو لارو، نویو بازارونو او سیمهییزو اړیکو د پراختیا هڅې زیاتې کړې دي.
په اقتصادي تاریخ کې کله ناکله داسې پېښې رامنځته کېږي چې په لومړي سر کې د یوه هېواد لپاره زیانمنې ښکاري، خو په اوږدمهال کې د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو لامل هم کېدای شي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې تړل کېدل او سوداګریزو محدودیتونو هم افغانستان اړ کړی چې پر خپلو اقتصادي لومړیتوبونو، سوداګریزو لارو او سیمهییزو اړیکو له سره غور وکړي.
افغانستان په تېرو کلونو کې د بهرنۍ سوداګرۍ، په ځانګړې توګه د وارداتو او صادراتو لپاره، د پاکستان پر لارو د پام وړ تکیه لرله. د جغرافیایي نږدېوالي، لنډو ځمکنیو لارو او تاریخي سوداګریزو اړیکو له امله ګڼو افغان سوداګرو د پاکستان له بندرونو، په ځانګړې توګه کراچۍ، څخه د خپلو توکو د لېږد لپاره کار اخیست.
خو د پولې تړل کېدو او سوداګریزو خنډونو د افغان سوداګرو پر فعالیتونو فشار زیات کړ او دا پوښتنه یې راپورته کړه چې ایا یو هېواد باید د خپلې بهرنۍ سوداګرۍ دومره لویه برخه د یوه ګاونډي هېواد پر لارو پورې وتړي؟
له همدې امله افغانستان د بدیلو سوداګریزو لارو د پراختیا هڅې زیاتې کړې دي.
د ایران له لارې د چابهار بندر او میلک بندر، د منځنۍ اسیا له لارې ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان، د شمال په لور د حیرتان بندر او د روسیې بازارونو ته د لاسرسي لارې د افغان سوداګرو لپاره زیات اهمیت پیدا کړی دی. له چین سره سوداګریزو اړیکو او نورو سیمهییزو اقتصادي پروژو ته هم پاملرنه زیاته شوې ده.
دا بدلون یوازې د سوداګریزو لارو د بدلولو موضوع نه ده، بلکې د افغانستان د سوداګرۍ د تنوع او د یوه مسیر پر وړاندې د اقتصادي زیانمننې د کمولو هڅه هم ده.
افغانستان هڅه کوي چې د رېلپټلیو، سړکونو، سرحدي لارو، سیمهییزو دهلېزونو او انرژۍ پروژو له لارې له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي. د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره نښلېدل او د چابهار بندر ته لاسرسی د افغانستان د راتلونکې سوداګرۍ لپاره مهم فرصتونه بلل کېږي.
خو د دې بدلون بهیر له ستونزو خالي نه دی. د پولې تړل کېدو افغان سوداګرو او عامو خلکو ته اقتصادي زیانونه اړولي دي. د توکو په لېږد کې ځنډ، د ترانسپورټي لګښتونو زیاتوالی، د بیو لوړوالی او د اکمالاتي بهیر ګډوډېدل د دغو محدودیتونو له مهمو پایلو څخه دي.
له بلې خوا، دغو ستونزو د افغانستان د سوداګرۍ پر یوه مسیر د زیاتې تکیې خطر هم څرګند کړی او د بدیلو لارو د پراختیا اړتیا یې نوره هم محسوسه کړې ده.
په دې وضعیت کې پاکستان هم له یوې مهمې اقتصادي پوښتنې سره مخ دی. جغرافیایي موقعیت یو هېواد ته د سوداګرۍ طبیعي فرصت برابروي، خو له دې فرصت څخه د دوامدارې اقتصادي ګټې اخیستلو لپاره د سوداګریزو اړیکو ثبات، متقابل باور او د وړاندوینې وړ پالیسۍ ته اړتیا ده.
که سوداګریزې لارې په دوامداره توګه د سیاسي اختلافونو او امنیتي ستونزو له امله تړل کېږي، سوداګر د بدیلو لارو په لټه کې کېږي. دا چاره په اوږدمهال کې د هغو هېوادونو د سوداګریز اهمیت د کمېدو لامل کېدای شي چې پخوا یې د ترانزیټ په برخه کې مهم رول درلود.
