په کابل کې د ماشومانو د ورکېدو په اړه د کورنیو اندېښنې زیاتې شوې
Photo: @AADIL for ADN
داود جبارخیل
په کابل کې یو شمېر کورنۍ وايي، ماشومان یې په وروستیو اوونیو کې نادرکه شوي او له پراخو پلټنو سره سره تر اوسه د خپلو ماشومانو د برخلیک په اړه کره معلومات نه لري.
د دغو کورنیو له ډلې د سید بهرام کورنۍ وايي، نوموړی شاوخوا درې اوونۍ مخکې د کابل ښار له نهمې ناحیې څخه ورک شوی دی. د کورنۍ غړي وایي، له هغې ورځې راهیسې یې په بېلابېلو سیمو کې د هغه د موندلو هڅې کړې، له خلکو او اړوندو ادارو سره یې اړیکې نیولې، خو تر اوسه یې د هغه د ځای او برخلیک په اړه کومه روښانه نښه نه ده موندلې.
د سید بهرام کورنۍ وايي، د ماشوم له ورکېدو وروسته د هغوی ورځنی ژوند له سختې اندېښنې او رواني فشار سره مخ شوی او هره ورځ د هغه د بېرته موندلو په تمه دي.
د کابل یو شمېر نورې کورنۍ هم د ورته پېښو له امله اندېښمنې دي. هغوی وايي، د ماشومانو نادرکه کېدل یوازې د یوې کورنۍ ستونزه نه ده، بلکې د ماشومانو د خوندیتوب په اړه د جدي اندېښنې وړ موضوع ده.
د دغو کورنیو په باور، که د ماشومانو د ورکېدو پېښې په جدي ډول ونه څېړل شي، ممکن د تښتونې، قاچاق او یا نورو جرمونو زمینه برابره شي. دوی له طالب چارواکو غواړي چې د نادرکه ماشومانو لپاره ځانګړې پلټنې وکړي، د امنیتي کمرو او نورو شته معلوماتو له لارې د ورکېدو څرنګوالی معلوم کړي او د ماشومانو د موندلو لپاره له کورنیو سره همکاري زیاته کړي.
د ماشومانو د ورکېدو په اړه اندېښنې داسې مهال زیاتېږي چې کورنۍ د ښار په بېلابېلو برخو کې د خپلو ماشومانو د امنیت په اړه د لا ډېرو اقداماتو غوښتنه کوي.
د سید بهرام کورنۍ هم له اړوندو امنیتي ادارو غواړي چې د هغه د ورکېدو قضیه په جدي توګه تعقیب کړي او که د تښتونې یا قاچاق احتمال موجود وي، د پېښې عاملین پیدا او قانوني چلند ورسره وشي.
کورنۍ وايي، د یوه ماشوم ورکېدل یوازې د هغه د کورنۍ غم نه دی، بلکې د ټولنې لپاره د اندېښنې زنګ دی او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د مسوولو ادارو جدي او پر وخت اقدام ته اړتیا لري.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقاله کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.
