مرغاب سیند د افغانستان هېر شوې خزانه او زموږ تاریخی مسولیت 

0 6
مرغاب سیند د افغانستان هېر شوې خزانه او زموږ تاریخی مسولیت 

انجینر امین ظریف د ننګرهار د پوهنتون کدر دافغانستان د کورنیو چارو لوړ رتبه مامور پاتی شوی او
په کانادا کې د افغان ستراتیژیک مرکز د رهبرۍ غړی .

مرغاب یو هېر شوی سیند نه بلکې یوه هیره شوې خزانه ده. داسې خزانه چې هر کال یې میلیونونه مکعب متره اوبه زموږ له خاورې وځي.

لیکنه:  امین ظریف

ځینې وختونه یو ملت یوازې هغه څه له لاسه نه ورکوي چې ترې غلا شي . بلکې هغه څه هم له لاسه ورکوي چې ارزښت یې هېر کړي. د افغانستان د مرغاب سیند هم همداسې کیسه ده. موږ د کنړ سیند په اړه هره ورځ خبرې کوو . د بندونو برېښنا او اوبو د مدیریت بحثونه پرې کوو . خو د مرغاب سیند هغه خاموش سیند دی چې کلونه کلونه زموږ له خاورې تېرېږي او په چوپتیا سره خپلې اوبه بل هېواد ته وړي.

هغه سیند چې موږ هېر کړ خو طبیعت  یی لا هم یادوي

مرغاب سیند د اوبو خاموشه خزانه او د افغانستان ورک شوی فرصت دی. د مرغاب د سیند کیسه زموږ له لاسه وتونکې طبیعي شتمني ده .هغه نعمت چې د پاملرنې انتظار باسي.

له غور تر ترکمنستانه د مرغاب د اوبو اوږده کیسه روانه ده. دا یو خاموش سیند دی .خو یوه ستره هیله ورسره تړلې ده. کله چې اوبه ځي او فرصتونه پاتې کېږي .د مرغاب سیند کیسه موږ ته دا پوښتنه راولاړوي چې ولې د خپلو طبیعي سرچینو ارزښت نه پېژنو؟

مرغاب د غور له غرونو سرچینه اخلي. د افغانستان د واورو او بارانونو اوبه راټولوي . د بادغیس د دښتو له منځه تېرېږي . خو مخکې له دې چې زموږ د پرمختګ لامل شي د ترکمنستان پر لور روانېږي. هلته یې هر څاڅکی د کرنې اقتصاد او آبادۍ لپاره کارول کېږي . حتا تر دې چې یو څاڅکې اوبه  یی بحر ته نه رسیږی او ټولې اوبه یی  د تر کمنستان  په کرنیزه دښتو کې جذب کیږی خو موږ لا هم د دې سیند په اړه ډېر لږې خبرې کوو.

پوښتنه دا ده چې ولې؟

د کنړ سیند هره ورځ د بحث موضوع وي .خو مرغاب هېر شوی دی؟ ایا د مرغاب اوبه ارزښت نه لري؟ ایا د بادغیس او غور بزګران او د هغوی راتلونکی زموږ لپاره مهم نه دي؟

حقیقت دا دی چې مرغاب یو هېر شوی سیند نه بلکې یوه هیره شوې خزانه ده. داسې خزانه چې هر کال یې میلیونونه مکعب متره اوبه زموږ له خاورې وځي. که موږ د دې اوبو د ساتلو لپاره بندونه زېرمې او د اوبولګولو عصري شبکې جوړې کړې وای نن به د افغانستان په لویدیځ کې زرګونه هکټاره شاړه ځمکه په شنو کروندو بدله شوې وه. زرګونه کورنۍ به پر خپلو پښو ولاړې وې او د سیمې اقتصاد به بل رنګ درلود.

د اوبو نړیوال  قانون او اصول دا نه وايي چې اوبه باید بندې شي او نورو ته ونه رسېږي. خو دا هم نه وايي چې یو هېواد دې خپله شتمني بې له ګټې له لاسه ورکړي. هوښیار ملتونه لومړی خپلې اړتیاوې پوره کوي . بیا پاتې اوبه د ګډو اصولو له مخې له ګاونډیانو سره شریکوي.

ولایتونو له ښکلو درو او شنو سیمو څخه تېرېږي او وروسته ترکمنستان ته داخلیږي. ټول اوږدوالی یې شاوخوا ۸۵۰ کیلومتره دی. 

د غور ولایت د هندوکش له لوړو غرنیو سیمو څخه سر چینه اخلې 

او په افغانستان کې اوږدوالی نږدې ۳۵۰–۴۰۰ کیلومتره دی 

چې وروسته د بادغیس ولایت له لارې ترکمنستان ته داخلیږي

مرغاب هغه سیند چې موږ هېر کړ خو اوبه یې لا هم روانې

مرغاب  سیند موږ ته دا پوښتنه راولاړوي چې آیا موږ د خپلو طبیعي سرچینو ارزښت پېژنو؟ که نن هم دا سیند هېر پاتې شي . سبا به هم د هغه اوبه د نورو د کروندو د شنېدو سبب وي .او موږ به بیا د وچکالۍ، بېوزلۍ او وروسته پاتې والي شکایت کوو.

مرغاب یوازې یو سیند نه دی . دا د افغانستان د لویدیځ د راتلونکي هیله ده. د دې سیند هر څاڅکی د یوه بزګر موسکا د یوې کورنۍ روزي او د یوه ملت اقتصادي خپلواکي پکې نغښتې ده. هغه ورځ به زموږ د بریا ورځ وي چې د مرغاب نوم یوازې په نقشو کې نه بلکې د افغانستان د پرمختګ په کیسه کې هم په زرینو تورو ولیکل شي.

لیکوال او څیړونکی : انجنیر محمد امین ظریف لیکوال او سیاسي تحلیلګر ، په کانادا کې د ستراتیژوکو مطالعات د منځي بنسټګر غړی.

یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقاله کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *