د زوال او ظهور ترمنځ د احمدشاه بابا د دولت جوړونې سیاسي شالید

0 8
د زوال او ظهور ترمنځ د احمدشاه بابا د دولت جوړونې سیاسي شالید

لیکوال او څیړونکی : انجنیر محمد امین ظریف لیکوال او سیاسي تحلیلګر ، په کانادا کې د ستراتیژوکو مطالعات د منځي بنسټګر غړی .

محمد امین ظریف

د اتلسمې میلادي پېړۍ په لومړیو لسیزو کې هغه پراخه جغرافیه چې نن د افغانستان، ایران، منځنۍ آسیا او د هند د لویې وچې د یوې برخې په نوم پېژندل کېږي، د ژورو سیاسي بدلونونو شاهده وه. په ایران او روم کې د عیش پالنې، مصنوعي تهذیب او د غولونې ډک ژوند دود شوی و؛ داسې سیلاب و چې واکمنان یې په بشپړه توګه په ځان کې ډوب کړي وو. رومي او فارسي شاهان د غفلت په خوب ویده وو، د هغوی د عیاشۍ اندازه نه اټکل کېده. د پارس د مورخ شاهین په لیکنو کې راغلي چې د هغوی د عیاشۍ سامان دومره ډېر و چې عقل ورته حیران پاتې کېږي. د رومي او پارسي شاهانو په دربارونو کې دولس زره ښځې، شپیته زره اصیل اسونه او بې شمېره جواهرات موجود وو، چې شمېرل یې ناشوني وو.

د واکمنانو چلند له خلکو سره ظالمانه و؛ د رعیت په مال او ځان یې هېڅ پروا نه لرله. نه یې د حیا او عزت خیال ساته، تر دې چې خلکو باور پیدا کړی و چې دا تیاره د دوی په تقدیر کې لیکل شوې او د خلاصون هېڅ لار نه شته. له اسلامي فتوحاتو وروسته چې عراق له ایران څخه بېل شو، د سیمې جغرافیه په چټکۍ سره بدله شوه. د رومي حکومت په زمانه کې د شام وضعیت هم ورته و؛ له تاریخي روایتونو ښکاري چې خلک په مزو چړچو او نفاست کې ډېر پرمخ تللي وو. دا ټولې پېښې ښيي چې د سیمې وضعیت څومره ژور بدلون موندلی و. دا سیمه د آسیا د سترو تمدنونو، سوداګریزو لارو او پوځي سیالیو د تقاطع نقطه ګڼل کېده. د هندوکش غرونو، د آمو سیند حوزې، د ایران فلات او د هند د حاصلخېزو میدانونو ترمنځ دا جغرافیه د تاریخ په اوږدو کې د سترو امپراتوریو د عروج او زوال ډګر پاتې شوې ده.

په همدې وخت کې د سیمې دوه ستر سیاسي قدرتونه، یعنې د صفوي دولت په لویدیځ او د مغولي امپراتورۍ په ختیځ کې، د کمزورۍ له جدي بحران سره مخ وو. صفوي دولت چې نږدې دوه پېړۍ یې پر ایران او شاوخوا سیمو واکمني کړې وه، د رومي او پخواني پارس د شاهانو په څېر د عیاشۍ او داخلي شخړو ښکار شوی و. اقتصادي ستونزې او بهرني یرغلونه یې د زوال لور ته بیول. له بلې خوا مغولي امپراتوري چې یو وخت یې د هند نیمه وچه تر خپل واک لاندې راوستې وه، د اداري فساد، سیمه‌ییزو پاڅونونو او د مرکزي اقتدار د کمزورۍ له امله خپل پخوانی ځواک له لاسه ورکاوه. په سیمه کې عجمو تر ټولو سخت، تنګ او مسخ شوی ژوند تېراوه.

په شمال کې د بخارا او خیوې خانۍ خپل سیمه‌ییز نفوذ درلود، خو د یوې سترې او باثباته سیاسي قوې د رامنځته کولو توان یې نه درلود. په همدې حال کې د نادر افشار پوځي ظهور د سیمې د قدرتونو توازن لنډمهاله بدل کړ، خو د هغه دولت هم تر ډېره د شخصي پوځي ځواک پر محور ولاړ و او د نادر له وژل کېدو وروسته د تجزیې له خطر سره مخ شو.

د همدې سیاسي بې‌ثباتۍ، د قدرت د تشې او د زړو امپراتوریو د زوال په منځ کې افغان غیور قوم د هغه ناروغ، غیر واضح او بې‌روحه وضعیت څخه راووته او یوې ژورې او واضحې عقدې ته ورسېد چې په زړه، فکر او ټول وجود یې واکمنه شوه. په همدې شرایطو کې احمد خان ابدالي د تاریخ ډګر ته راڅرګند شو. هغه نه یوازې د نادر افشار په پوځ کې د یوه تکړه قوماندان په توګه تجربه لرله، بلکې د سیمې له سیاسي واقعیتونو، قومي جوړښتونو او ځواکمنو سیاسي لوبغاړو سره هم ښه بلد و.

د ۱۷۴۷م کال د تحولاتو په پایله کې، کله چې د نادر افشار امپراتوري له ړنګېدو سره مخ شوه، احمد خان د کندهار په تاریخي جرګه کې د مشر په توګه وټاکل شو او د یوې نوې سیاسي اتحادیې بنسټ یې کېښود؛ داسې اتحاد چې وروسته د دولت او د معاصر افغانستان د سیاسي هویت د لومړني چوکاټ په توګه وپېژندل شو.

خو د احمدشاه بابا د ظهور اهمیت یوازې په دې کې نه و چې یوه نوې واکمني یې رامنځته کړه، بلکې په دې کې و چې هغه د قبیلوي جوړښتونو، سیمه‌ییزو قدرتونو او امپراتورۍ د ادارې ترمنځ د اړیکو نوې بڼه تعریف کړه. له همدې ځایه د دې پوښتنې اهمیت راولاړېږي چې احمدشاه بابا د دولت په اړه څه ډول سیاسي تصور درلود او د هغه واکمني د قبیلې او دولت ترمنځ د اړیکو په تحول کې کوم ځای لري.

لیکوال او څیړونکی : انجنیر محمد امین ظریف لیکوال او سیاسي تحلیلګر ، په کانادا کې د ستراتیژوکو مطالعات د منځي بنسټګر غړی.

یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقاله کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *