سوات کې د ماشومې تښتول؛ مور د ظلم پرده پورته کوي

0 9
سوات کې د ماشومې تښتول Medium

داود جبارخیل

په خیبر پښتونخوا کې د سوات د یوې بې‌وسې مور اعترافاتو سیمه له ژورې اندېښنې سره مخ کړې ده. دې مور رسنیو ته ویلي چې د هغې ۱۱ کلنه لور څو اونۍ وړاندې د کچې سیمې وسله‌والو ډاکوانو تښتولې وه، او له هماغې ورځې راهیسې یې د ژغورلو لپاره هره ممکنه دروازه ټکولې ده.

مور وایي، د لور د خلاصون لپاره یې د خلکو په پور او مرستو ۱۵ لکه پاکستانۍ کلدارې برابرې کړې او د غلو د غوښتنې سره سم ټاکلي ځای ته ورغله، خو هلته د لور د خوشې کېدو پر ځای خپله هم د ډاکوانو له لوري یرغمل شوه. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، نوموړې ښځه اته ورځې د دغو وسله‌والو په ولکه کې ساتل شوې او په دې موده کې پرې د ګڼو کسانو له لوري ډله‌ییز جنسي تېری شوی دی.

راپورونه زیاتوي چې پر نهمه ورځ دغو وسله‌والو د دې مور د سترګو مخې ته د هغې کم عمره لور پر یوې بلې ډلې وپلورله او وروسته یې په زور پرې نکاح هم وتپله. مور وایي، غلو د هغې د خوشې کولو لپاره بیا هم د پیسو غوښتنه وکړه او د ۳۰ لکه کلدارو تر ترلاسه کولو پورې یې د پلورلو هڅه کوله. نوموړې زیاتوي چې له سختو شکنجو او وېرونکو حالاتو وروسته په ډېره سخته وتوانېده چې ځان خلاص کړي او بېرته خپلې سیمې ته راستانه شي.

د پېښې په اړه شنونکي احمد شاه ساحل وایي چې دا یوازې د یوه عادي اختطاف قضیه نه ده، بلکې تر شا یې منظمې او زورواکې کړۍ ولاړې دي. د هغه په وینا، تر هغه چې د دغو ډلو اصلي ملاتړي او پټ ملاتړ کوونکي افشا نه شي، دا ډول دردونکې پېښې به دوام وکړي.

د راپورونو له مخې، کله چې دغه مور د مرستې او عدالت غوښتنې لپاره پولیسو ته ورغله، ورته وویل شول چې دا “پخوانۍ موضوع” ده او باید نور یې تعقیب پرېږدي. د پولیسو دغه چلند د خلکو او د بشري حقونو د فعالانو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.

اوس دا غمځپلې مور په ژړا او فریاد له نړیوالو بشري حقونو سازمانونو، د ماشومانو د ساتنې ادارو او حکومتي بنسټونو غوښتنه کوي چې د هغې ماشومه لور دې وژغورل شي، عاملین دې محاکمه شي او د دې کورنۍ لپاره دې عدالت تامین شي.

یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *