ویانا کې د افغان نجونو د راتلونکې ږغ او انديښنه
د کابل پوهنتون پخوانۍ استاده په جرمني کې جلاوطنه ده نرګس مومند حسنزۍ
عبدالوکیل اټک
د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په لسمه، د ویانا ښاروالۍ تاریخي تالار د افغان ميرمنو د حقونو لپاره د یوې مهمې غونډې کوربه و. دا کنفرانس د افغان کلتوري ټولنې (AKIS) له لوري جوړ شوی و، چې په کې د اتریشي سیاستوالو، ټولنیزو او رسنیزو فعالانو، او د اروپایي هېوادونو څخه راغلو د افغان ډیاسپورا غړو ګډون کړی و، څو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ميرمنو او نجونو د روان انديښمن وضعیت په اړه بحث او د اندونه شريک کړي.
“اقرأ”—هغه کلمه چې نن یې میلیونونه نجونې له معنا بېبرخې شوې دي.
د کنفرانس يوه ویناواله، د کابل پوهنتون پخوانۍ استاده په جرمني کې جلاوطنه ده نرګس مومند حسنزۍ وه. هغې خپله وینا د قرآن له لومړي حکم “اقرأ” څخه پیل کړه. د هغې په وینا د وحې پیل د زور، سیاست یا واک په اړه نه و، بلکې د زدهکړې په اړه و. هغې وویل چې دا کلمه موږ ته لارښوونه کوي چې زدهکړه د انسان د کرامت، مسؤلیت او راتلونکي بنسټ دی.
خو نن، لکه څنګه چې حسنزۍ وویل، په افغانستان کې میلیونونه نجونې له همدې حقه محرومې شوې دي. دا محرومیت یوازې د ښوونځي د دروازې تړل نه دي، بلکې د راتلونکې بدمرغه پیل دی. هغې د یوې نجلۍ خوږمن ږغ وړاندې کړ چې ویل یې: “زه به هر سهار د ښوونځي لپاره په هیله پاڅېدم. مګر اوس چې پاڅېږم، نهيلی شم ….”
هغې د یوه پلار خبرې هم راوړې چې شپږ لوڼې لري او هره ورځ یې لوڼې ورته وايي:
“پلار جانه! ښوونځي ته به کله ځو؟” .
خو هغه هېڅ ځواب نه لري.
نرګس وویل چې دا یوازې دوه کیسې نه دي، بلکې د میلیونونو افغانو کورنیو ګډ درد دی.
هغې په خپله وینا کې وویل چې له ۲۰۲۱ کال وروسته افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې یې له ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو څخه په سیستماتیک ډول محرومې کړي دي. د هغې په وینا، په ډېرو سیمو کې رسمي ښوونځي د مدرسو په محدودو درسونو بدل شوي، او د نصاب بدلونونه د علمي تنوع، انتقادي فکر او ټولنیز پوهاوي کچه ټیټوي. دا بدلونونه یوازې د زدهکړې کیفیت نه کموي، بلکې د ټولنې د راتلونکي بنسټونه کمزوري کوي.
نرګس ټینګار وکړ چې د زدهکړې بندیز یوازې تعلیمي ستونزه نه ده، کله چې نجونې له ښوونځي پاتې شي د وخت نه مخکې ودونه ډېرېږي، اقتصادي فرصتونه محدودېږي، او د روغتیايي خدماتو کیفیت ټیټېږي. هغې د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو د کمښت یادونه وکړه او ویې ویل چې “کله چې ښځې زدهکړه ونه کړي، د مور او ماشوم روغتیا په مستقیم ډول زیان ویني.”
سره له دې ټولو محدودیتونو، نرګس د افغان نجونو د متين عزم ستاینه وکړه. هغې وویل چې ګڼې نجونې لا هم په پټه زدهکړې کوي، آنلاین ټولګیو ته ورځي او یو بل سره مرسته کوي. د هغې په باور، “د زدهکړې هیله د فرمانونو په زور نه مري.”
هغې د افغان ډیاسپورا پر رول هم ټینګار وکړ. د هغې په وینا، د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د افغان نجونو د راتلونکي لپاره حیاتي ده. هغې وویل چې د ډیاسپورا پوهه، سرچینې او شبکې کولای شي د زدهکړې بدیلې لارې رامنځته کړي او د افغان ميرمنو ږغ نړیوالو ادارو ته ورسوي.
خو نرګس په غْڅه وویل چې یوازې خبرې او غونډې د افغان نجونو وضعیت نه بدلوي. هغې د دوامدارو اقداماتو غوښتنه وکړه—لکه د زدهکړې بورسونه، ډیجیټلي بدیل پروګرامونه، او د افغان ښوونکو ملاتړ د هغې په باور، نړیواله ټولنه باید له اعلامیو هاخوا عملي ګامونه واخلي، ځکه چې د زدهکړې د حق له منځه وړل د افغانستان ګانده تیاره کوي.
د نرګس وینا د ویانا د کنفرانس خورا غوښينه وينا وه . هغې نړۍ ته یادونه وکړه چې د افغان نجونو ږغ باید واورېدل شي، او د هغوی د زدهکړې حق باید بیا اعاده شي. هغې خپله وینا په دې ټکو پای ته ورسوله:
“پوښتنه نوره دا نه ده چې ایا موږ خبر یو. اصلي پوښتنه دا ده چې موږ به څه کوو؟.” !
د ویانا کنفرانس یو ځل بیا وښودله چې افغان ميرمنو که په کور دننه وي او که په جلاوطنۍ کې، خپله مبارزه نه پرېږدي. د هغوی مبارزه روانه ده، او د زدهکړې د حق غوښتنه یې د “اقرأ” د پیغام دوام دی.
عبدالوکیل اټک د لغمان او نورستان پخوانی د اطلاعاتو او کولتور رییس ، لیکوال ، شاعر او مبصر.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.
