شتوګارت کې افغانې ښځې؛ د میرمنو د ټولنې نوې لاره

0 1
Screenshot

Maryam Nadri, president of Afghan Women Association in Stuttgart, Germany

عبدالوکیل اټک

مریم نادري د جرمني په شتوګارت ښار کې د افغان میرمنو د ټولنې مشره ده؛ یوه ټولنه چې هغې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانو ښځو د ملاتړ، یووالي او فرهنګي هویت د ساتنې لپاره بنسټ کېښود. مریم نادري په ۲۰۱۳ کال کې جرمني ته د کډوالۍ په توګه راغله، او د ډېرو افغانو ښځو په څېر یې د نوي چاپېریال، ژبې او ټولنیزو شرایطو له سختو تجربو سره مخامخ شوه. خو د همدې ستونزو په منځ کې یې د یو بدلون اراده وکړه او د یوې ټولنې په جوړولو سره یې نه یوازې خپل ژوند بدل کړ، بلکې د ګڼو نورو افغانو ښځو لپاره یې هم د هیلې دروازې پرانیستې.

د افغان میرمنو ټولنه هر کال د اخترونو، نوروز، او د مورنۍ ژبې د زده کړې کورسونه تنظیموي. د دې ترڅنګ د پخلي ګډ پروګرامونه، فرهنګي ناستې، او کله ناکله د کورنیو لپاره تفریحي رحلې هم لري. د دې سفرونو موخه یوازې تفریح نه ده؛ بلکې د کورنیو لپاره د چاپېریال پېژندنه، د ټولنیز انزوا مخنیوی، او د ډیپریسیون د خطر کمول دي. مریم نادري وايي چې ډېری نوي راغلي کډوال د ژبې، کلتور او ټولنیزو توپیرونو له امله له رواني فشارونو سره مخ کېږي، نو دا ډول فعالیتونه د هغوی لپاره د یو مثبت بدیل رول لوبوي.

مریم خپله هم د کډوالۍ په لومړیو کلونو کې له سختو رواني فشارونو سره مخ وه. هغې په کابل کې د شاه دو شمشیره په لېسه کې د کیمیا او بیالوژۍ ښوونکې وه، خو جرمني ته په رسېدو یې د ژبې د نه پوهېدو له امله په کور کې پاتې کېدل اړین شول. هغې وویل:

«زه چې جرمني ته راغلم، موږ ته یې یوه کوټه راکړه. زما زوی هغه وخت ۱۳ کلن و. په کوټه کې یوازې دوه اوسپنیزې چپرکټې وې. زه د یوې ښوونکې په توګه په یوه خونه کې ایساره شوم، نه ژبه وه، نه د کار اجازه. دا حالت راته ډېر سخت و او ورو ورو زه ډیپریسیون ته ولاړم.»

خو د هغې جرمنو ملګرو او ټولنیزو سلاکارانو هغې ته مشوره ورکړه چې د یوې فرهنګي ټولنې په جوړولو سره به هم خپله بوختیا پیدا کړي او هم به نورو ته ګټه ورسوي. مریم وايي:

«زه دومره ژبه نه پوهېدم چې بېرته ښوونکې شم، خو د یوې ټولنې جوړول مې کولای شول. وطن کې مې هم د اتحادیو تجربه لرله. نو د خپلو ملګرو په مرسته مې دا ټولنه جوړه کړه، او تر ننه ښه روانه یم.»

د اختر د نمانځلو په اړه هغې وویل چې د وطن او مهاجرت اخترونه ډېر توپیر لري:

«هلته وطن و، کورونه، خپلوان. دلته موږ یو سالون کرایه کوو، محلي پخلي کوو او یو ځای وخت تېروو. دا زموږ لپاره د یووالي احساس راژوندی کوي.»

د ژبې د زده کړې په برخه کې د هغې کیسه د ډېرو افغانو ښځو د تجربو انعکاس دی. هغې وویل چې د رسمي کورس تر ترلاسه کولو مخکې یې په شخصي هڅو ژبه زده کړه، څو وکولای شي د ټولنې برخه شي او خپل ژوند بېرته په پښو ودروي.

مریم نادري د افغانو نجونو او ښځو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري. هغې وویل:

«نن سبا افغانې نجونې په کورونو کې ناستې دي. د دوی د کار او تعلیم حق تر پښو لاندې شوی. زه د یوې ښوونکې په توګه ډېر خفه یم چې ولې د نجونو ښوونځي تړلي دي.»

هغې د ښځو د ملاتړ یوې غونډې لپاره ویانا ته هم سفر کړی و چې د اکیس ټولنې له لوري رابلل شوې وه. هغې وویل چې غونډه ډېره اغېزمنه وه، د رابعه بلخي تندیسونه وویشل شول، مشاعره او موسیقي وشوه، او د افغانستان د نجونو د ښوونځیو د ملاتړ پروژې معرفي شوې.

عبدالوکیل اټک د لغمان او نورستان پخوانی د اطلاعاتو او کولتور رییس ، لیکوال ، شاعر او مبصر. 

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *