د نارنج ګل مشاعره ترټولو مشره مشاعره ده

0 13
نارنج ګل مشاعره

عبدالوکیل اټک

د ویاړ ځای دی چې ننګرهار او زموږ نیکونو داسې یو بنسټ ایښی چې موږ پرې نن هم ویاړو. خو دا ویاړ باید لا نور هم د معنوي معیارونو سره برابر شي.

کله چې ګلاب منګل د ننګرهار والي شو، له بده مرغه زه له وطنه وتلی وم. ما هغه مهال یوه طرحه ده ته واستوله او ورته مې لیکلي وو: “راځئ چې د نارنج ګل مشاعره د اوسکار ادبي جایزې په شان اعلان کړو. هر کال دې غوره شعر، غوره کتاب، یا یو وتلی ادبي شخصیت ته جایزه ورکړل شي. دا جایزه دې د نارنج ګل مشاعرې په ترڅ کې وړاندې شي. د هر چا شعر چې د جایزې وړ وګڼل شي، باید انعام ترلاسه کړي.”

ما د دې لپاره یوه لاره هم وړاندې کړې وه: د ننګرهار د کلتور ریاست، مستوفیت، ګمرک، سوداګر، هنرمندان، او د لیکوالانو اتحادیه دې په دې پروسه کې شامل شي. همداراز، یو بانکي حساب دې پرانیستل شي، له سوداګرو دې د مرستې غوښتنه وشي، او دا مرستې دې یوازې د انعامونو لپاره وکارول شي، نه بل څه. دا نقدي مرستې دې د روڼې لارې له مخې وویشل شي، یعنې یوازې د تشویق او انعام لپاره دې مصرف شي.

فکر کوم دا طرحه د وخت والي ته هم رسېدلې وه، خو د واليانو رسمي بوختیاوې دومره زیاتې وي، چې د عمل وخت نه پیدا کېږي.

 زما وړاندیز اوس هم هماغه دی: هیله لرم چې اوسني حاکمان دا کار پرمخ یوسي، لکه څنګه چې هغوی د لومړي ځل لپاره د کرکټ لوبه پیل کړه او نن یې د راشد خان په څېر اتلان نړۍ ته ور وپېژندل. نو تمه شته چې دغه شان یو ابتکار او اقدام دوی د فرهنګي برخو لپاره هم وکړي.

ما تېره ورځ د نارنج ګل مشاعرې یو شعر واورېد، چې پکې د هاخوا پښتنو پر ضد د کرکې او مخالفت ژبه کارول شوې وه. دا ډول شعرونه او نفرت ته اجازه ورکول، زموږ ملي شخصیت او ملي داعیه ته زیان رسوي. که څه هم موږ د هاخوا پښتنو په کړنو نیوکه لرو، خو دا ډول اظهار باید د ادبي او فرهنګي محافلو برخه نه وي. دا به ځوانان د کرکې لور ته بوځي، نه د یووالي.

دغه ډول کرکه نه یوازې زموږ ملي یووالي ته زیان رسوي، بلکې دا موږ د هغه خطرناک پړاو پر لور وړي چې د وطن د تجزیې فکر پکې پټ دی. که هغوی (هاخوا پښتانه) هر ډول نیمګړتیاوې لري، موږ باید هغوی ته دا ووایو چې تاسو قوي خلک یاست، تاسو دومره کلک مقاومت کړی دی. او دا یوه ریښتینې خبره ده چې په پاکستان کې ژوند او سیاست کول د اور نینې چیچل دي.

تاسو وګورئ، د ملي فکر یا د لوی افغانستان د یووالي پلویان کوم برخلیک لري؟ د ګیله من، مفتي شاکر،  ملا ریحان، ظاهر حقاني، ایاز نیازي او نورو برخلیکونه زموږ مخې ته پراته دي. حتی د هغو ځوانانو غږ هم خاموشه کېږي، چې یوازې ملي روحیه لري—یا وژل کېږي یا بدنامېږي.

ما غوښتل د نارنج ګل مشاعرې پر ګټو او زیانونو څه ولیکم، خو د  سید اصغر هاشمي استاد لیکنه پدې برخه کې ډېره ښه ده. هیله لرم چې تاسې دا لیکنه په سړه سینه ولولئ او دې ټکو ته ژور پام وکړئ.

د نارنج ګل مشاعرې ګټې

زما د یوې بلې لیکنې (د نارنج ګل مشاعرې زیانونه) خبرې که په پام کې ونیول شي، لاندې ګټې هم درلودای شي:

۱. د شعر، ادب او لیکوالۍ سره مینه پیدا کېدل.

۲. له خپل فرهنګ، تاریخ او د ژبې په اړه پوهه تر لاسه کول.

۳. د بېلابېلو ټولنو له لویو شاعرانو او لیکوالو سره لیدل او له هغوی څخه زده کړه کول.

۴. د معنوي ځواک پیاوړتیا لپاره يوه ښه، تفریحي او علمي پروګرام رامنځته کول.

۵. د انساني همدردۍ، یو والي، ملي وحدت، اخلاق، انسانیت او د ټولنیز پرمختګ لپاره یو ښه فکر تر لاسه کول.

۶. لوی لوی شاعران او لیکوال پېژندل او د هغوی له فکر او نظر څخه پوهه تر لاسه کول.

۷. له داسې غونډو څخه زده کړه کول او یو نوی فکر پیدا کول.

۸. له ادب سره مینه پيدا کېدل، د ادبیاتو پوهنځي ارزښت لوړېدل، په دې برخه کې لیسانس، ماسټري او دوکتورا کول او ژبې او ادب ته علمي کار کول.

۹. په نورو هېوادونو کې د پښتو ژبې لیسانس، ماسټري او دوکتورا په اړه فکر پیدا کېدل.

۱۰. او داسې نور….

د نارنج ګل مشاعرې زیانونه

۱. ګډونوال د شعر په اړه ناسمه پوهه او نظر پیدا کوي.

 د شعر په نوم چې له ډېرو ويناوالو څخه اورو، هغه ته شعر ویلای نه شو، په داسې مشاعرو کې شاعران بې ځایه تشویقېږي، له همدې امله اکثره ځوانان مو نظم لیکلو ته مخه کوي او هر څه چې یې خوله ته راشي، بیا یې لیکي. له علتونو يې یو علت همدا دی چې د نثر لیکلو ځای نظم نیولى.

۲. ګډونوال د پياوړي شاعر او د یو عادي نظم لیکونکي تر منځ توپیر کولای نه شي. د نارنج ګل په مشاعره کې له استثنا پرته شاعران د ګوتو په شمېر وي. عام خلک به فکر کوي چې همدا به شعر، زموږ فرهنګ او ژبه وي.

۳. شعر د مینې، همدردۍ، انسانیت، عاطفې او د ژوند کولو یوه ښه وسیله ده، خو په دې او دې ته ورته مشاعرو کې دښمني ګانې پیدا کېږي. خپلو ګاونډیو هېوادونو ته کنځلې کوو. پټه دښمني په ظاهري توګه ښکاره کوو چې دا موږ ته ستونزې جوړوي. (اسمان چې څومره غورېږي، هومره نه ورېږي.) خپلې موخې ته په چپه خوله او فکري پوهې ځان رسولای شو.

۴. د نارنج ګل په مشاعره کې لوی لوی شاعران او لیکوال بې حیثیته کېږي. د مشر او کشر ځای پکې معلوم نه وي. شاعرانو ته د شعر ویلو نوبت او انتخاب هم د فکر او تأمل وړ دی.

۵. د نارنج ګل مشاعره د پسـرلې په موسم کې تر سره کېږي چې په ننګرهار کې د نارنجانو ګلونه غوړېدلي وي او ښکلي بویونه یې هرې خوا ته خواره  وي، نو اړتیا لیدل کېږي چې په دې مشاعره کې د طبیعت ستاینه، د الله تعالی شکر ګزاري، د پسـرلي یادونه، د نوي کال د پیل کېدو حکمت او په لسکونو داسې نورو مسایلو ته ځانګړې شوې وي، نه دا چې هر څه پکې بې باکه وویل شي. د دې مشاعرۍ منځپانګه باید څرګنده وي او یا هر کال دې مخکې له مخکې د مشاعرې لپاره یوه موضوع غوره شي او شاعران دې ورته شعرونه ولیکي.

۶. د دې مشاعرې شعرونه باید له ارزیابۍ وروسته د سټج پر سر وویل شي او ارزونه یې تر سره شوې وي. هر شعر یې باید یو پیغام ولري او د ټولنې د لارښوونې سبب وګرځي. د شعرونو له اورېدلو څخه معلومېږي چې دا کار نه تر سره کېږي.

۷. په شعرونو کې باید د یو چا پر شخصـي حریم تېری ونه شي او د ملي وحدت لامل وګرځي. په ځینو شعرونو کې بدې ردې ویل کېږي او ناست خلک ورته چک چکې وهي او فکر کوي چې دا به ښه کار وي، په راتلونکي کې اکثره ځوان شاعران هم دا کار کوي چې دا به د ټولنې اخلاقو او زموږ فرهنګ ته زیان ورسوي.

۸. شعر د حقیقت بیانولو وسیله ده، که چېرې په شعرونو کې له حد څخه زیاته ځان ستاینه او په ماضي باندې بې ځایه افتخار وشي، نو په حال کې به مو ځوانانو ته بې بنسټه غرور پیدا شي او د ماضي پر بستر به پراته وي او له حال څخه به ناخبره وي.

۹. په لسګونو کلونو مخکې د نارنج ګل مشاعرۍ بنسټ کېښودل شو. د لسګونو کلونو وروسته باید دغه مشاعره ورځ تر بلې علمي، هنري او د اصولو پابند شوی وای، ترڅو د سیمې هېوادونو لوی شاعران ورته راغلی وای او نویو ځوانانو له هغوی څخه زده کړه کړی وای، شعرونه یې اورېدلای وای او د فرهنګیانو او لیکوالو تر منځ به راشه درشه پیدا شوې وه. 

د فرهنګ، پوهې او د شعر او شاعرانو معنوي انتقال په همدې ډول مشاعرو او علمي غونډو کې تر سره کېدای شي، خو دا هم د فکر او تأمل وړ موضوع ده.

عبدالوکیل اټک د لغمان او نورستان پخوانی د اطلاعاتو او کولتور رییس ، لیکوال ، شاعر او مبصر. 

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *