له نورو ادارو سره دطالبانو  د امر بالمعروف ادارې کړنې څومره هم غږې دي ؟

0

Kabul, March 2024. Photo by @AADIL for ADN

الهام الدين افغان

د طالبان د امر بالمعروف وزارت چارواکي بيلابيلو دولتي ادارو ته ورځي او له حکومتي مامورينو غواړي چې ږيرې پرېږدي او د مانځه پر مهال د نمونځ کولو لپاره جوماتونو ته لاړ شي .

حکومتي مامورين شکايت کوي چې د امربالمعروف کار کوونکي یې تنګوي او اړکوي یې چې دندې پريږدي .

په ننګرهار کې د  يوې دولتي ادارې يو مامور ګلاب  وويل : څو ورځې وړاندې یې شعبې ته د امر په معروف کارکوونکي ورغلي وو  او له مامورينو یې ژمنه اخیستې ده چې تر دې وروسته به ږيرې نه کموي او که وليدل شول چې ږيرې یې کمې کړې نو  ددوی له مجازات سره به مخامخ شي . 

څه موده وړاندې د امر په معروف ادارې کارکوونکي د احصايې لوی رياست ته ورغلي وو چې کارکوونکو ته یې د ږيرو د پرېښودو او د نمانځه تلقين وکړي ، خو د ياد ریاست کوونکو ورسره فزيکي برخورد کړی وو .

دطالبانو د امر بالمعروف له چارواکو نه شکايتونه کيږي چې په هر څه کې مداخله کوي ،دوی زياتره په لويو لاره کې ولاړ وي سپينې چپنې یې پر تن وي موترونه دروي د چا چې  ږيره کمه وي ورته وايي چې ږيره اوږده کړي دا هم ورته وايي چې که په راتلونکي کې یې دا کار ونکړ له مجازاتو سره به مخ شي .  زياتره افغانان او دين پوهان پر دې باور دی چې هر څوک چې مسلمان وي نمونځ کوي ، که څوک یې ورته ووايي کنه هر څوک پنځه وختونه نموځ خپل مکلفيت ګڼي ، همدارنګه د ږيری مسله هم  دومره جدي مسله نه ده چې څوک پرې سپک او تحقير شی .زياتره ديني پوهان پر دې باور دي چې د انسان مقام ډیر  لوړ دی نو په ږيره یې سپکول يو ناسم عمل دی .

دديني چارو يو کارپوه  او دلغمان ولایت  اوسیدونکی  محمد دين باور  وايي  ( کله چې حضرت پيغبر کعبې ته مخامخ ودرېده ورته یې ويل ای ! د الله کوره زه پردې پوهيږم چې ستا عظمت ډېر لوړ دی خو زما دې د رب پر ذات قسم وي چې د انسان عزت له تا  ځخه لوړ دی ، د اسلام په تاريخ کې څوک په ږيره بې عزته شوي نه دي پر ته له طالبانو چې یواځې دوی دا کړنې شروع کړي دي .دوی د اسلام د بدنامولو لپاره داکار کوي چې نوره نړۍ له اسلام نه متنفره شي )

طالبانو له سقاوو والاو څخه هم غوښتي چې له ږيرې خريلو او کمولو څخه ډډه وکړي دوی نايانو ته ګواښ کړی چې کله وليدل شول چې د چا ږيره یې خريلې یا کمه کړې ده نو مجازات به شي .

د طالبانو له امر باالمعروف ادارې له کار کوونکو نه حکومتي مامورين او ولسي خلک دواړه شکايت لري .

د روان ميلاد کال په جنورۍ کې د طالبانو د يا وزارت کارکوونکو يو شمیر ښځې په دې تور نيولې وې چې ګنې بې حجابه ګرځيدې او محرم ورسره نه و ، د امر بامعروف وزارت وياند عبد الغفار سباوو رسینو ته منلې وه چې  محتسبينو یې يو  شمير ميرمنې يې نيولې وې ، د سباوون په قول د ښځو محرمانو ته بیا بیا ويل شوي وو چې د ښځو لباس او حجاب ته پام وکړي  .

له هغې راهیسې چې طالبان ددويم ځل لپاره پر افغانستان  واکمن شوي دي پر ميرمنو یې بيلا بيل بنديزونه لګولي ،د زده کړو حق یې له ميرمنو او نجونو  اخیستې ،د کار اجازه نه ورکوي تفريح ځايونو  ته یې نه پريږدي طالبان دا يوه اسلامي تګلاره بولي او وايي اسلامي احکام به پلي کوي اوکه  هر څوک یې پر وړاندې  ودریږي يا سر غړونه وکړي دوی به جزا ورکوي .

تر ډيره تبصره داده چې طالبان چې څه کوي او د اسلام په نوم یې کومه تګ لاره روانه کړې ده دنړۍ په هيڅ  هيواد کې یې  بيلګه نه موندل کیږي د  اسلامی علومو  يو شمير پوهان پر دې باور دي چې طالبان ددې لپاره دا کارونه کوي چې پر خلکو خپل اغيز پريباسي او  په خلکو کې ويره خپره دوی چې بيا څه غواړي پر خلکو یې منلی شي .

پر طالبانو دا نيوکه هم ده چې له کوم ځای نه دوی ته دستور ورکول کیږي چې پاکستانۍ مدرسې دي مګر هلته د اسلام او د اسلامي شريعت په نوم ملايان چا ته هيڅ نه وايي ،   په بازارونو کې ښځې بې محرمه ګرځي په ادارو کې کار کوي ، د تلويزون پر مخ لوڅ مخ راښکاره کیږي خو هیڅوک یې پر وړاندې غبرګون نه ښيي . مګر په افغانستان کې بیا دا هر څه سرچپه دي چې دا د ډیرو په وينا  د اسلام او اسلامي عدالت تګلاره نه ده .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *