له داعش د طالبانو ويره

0

Taliban supporters celebrate the second victory anniversary in Kabul, August 2023. Photo by @AADIL for ADN

الهام الدين افغان

داعش ډله  اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو يوه له سرسختو مخالفو ډلو څخه شمېرل کېږي . دې ډلې تر طالب دويمې واکمنۍ وړاندې هم  لوی لوی بريدونه کول  خو واک ته د طالبانو تر دويم ځلي رسيدو وروسته داعش د اصلي او سرسختې مخالفې ډلې ځای خپل کړ .

د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو ورځو کې پر کابل هوايي ډګر بريد چې مسوليت یې داعش ومنه په ياد بريد کې لس ګونه افغانان او بهرني اتباع ووژل شول .

تر هغه راوروسته په بهرنيو سفارتونو  ، مرکزونو ، عبادت ځایونو او ګڼو ادارو بريدونه وشول چې پراخه مرګ ژوبلې یې تر شا پرېښودې .

سره له دې چې طالبان تل هڅه کوي وښيي چې ګنې داعش يوه کمزورې شوې ډلې ده او د طالبانو پر وړاندې د مقاومت توان نلري خو د چارو شنونکی وايي داعش ډله په خپل ټول توان سره پياوړې ده او هروخت چې وغواړي د طالبانو واکمني ننګولی شي .

که طالبان وکولی شي چې د اسلامي دولت ډلې داعش مخه ونیسي دا به ددوی لوی بری وي او دوی به وتوانيږي چې افغانستان ته  ټيکاراولي ، خو د ډېرو په اند  دا ددوی له توانه وتلې ده او نه  شي کولی مخه یې ونیسي .

 دافغانستان په ختيز کې يو پخوانی پوځي کارکوونکی چې خپل نوم یې غلام محمد  وښوده  دليکنې ليکوال ته وويل:  ( له داعش ډلې سره په ننګرهارکې جنګيدلی يم ددې ډلې دجګړې تکتيک را ته معلوم دی ، هغه مهال چې داعش په ننګرهار کې ظهور وکړ طالبان یې په ننګرهار کې بيخي ختم کړل له هغه مهال حکومت سره جګړه يواځې داعش کوله او طالبانو یې پر وړاندې د جګړې توان نلرلو ، دوخت حکومت په ډېر زور هغه مهال داعش و ځپه او پراخه مرګ ژوبله یې ور واړوله داعش په جګړه کې ډېر بې رحمه دي هڅه یې دا ده چې په بې رحمۍ سره انسانان ووژني ).

د طالبانو دا ادعا ناسمه ده چې دوی په تمامه معنا داعش ځپلی او نه شي کولی چې بريدونه وکړي که داعش له منځه تللی وي نو بیا دا بريدونه څوک کوي ؟ د پوځي چارو کابل میشتی پوه چې د احمد شا په مستعار نوم د ليکنې له ليکوال سره غږيده وويل : طالبان ځانونوته کاذب اطمینان ورکوي د هغه په ټکو دوی پر دې پوهيږي چې طالب ددوی لپاره څومره ګواښ دی خو دوی ځانونه دوکه کوي او په دې سره ځانونو ته روحي اطمنان ورکوي . 

داعشيان  څوک دي؟ او د چا لخوا تمويليږی ؟

په ټوله کې پوښتنه داده د ډيرو په اند داعش هم يوه نيابتي ډله ده چې د طالب او نورو ډلو په څير د نورو د اهدافو لپاره جګړه کوي بهرنی تمويل لري که داسې نه وی دوی دا امکانات له چااو له کومه ځايه تر لاسه کوي ؟

داعش ډلې دلومړي ځل لپاره له ننګرهار نه سر راپورته کړ هغه مهال داسې نظريات موجودوو چې پر بهرني ملاتړ سربيره ځایی زورواکانو او محلي صرافانو هم دا ډله تمويلوله .

د نعمان لطيف په نوم يو لیکوال په خپله يوه ليکنه کې په ننګرهار کې ددې ډلې فعاليتونو او ملاتړ ته اشاره کړې ده ، د هغه په ټکو داعش هغه مهال د يو شمير امنيتي چارواکو ، د سنا او ولسي جرګې د غړو او د جلال اباد ښار د صرافانو لخوا تمويليده د هغه په ټکو  ځينو صرافانو به دزورواکانو له ويرې ورسره مرستې کولې او ځينو ورسره مخامخ اړيکي لرلې ، هغه مهال يو شمېر صرافان د حکومت لخوا ونيول شول پر کورونو یې چاپې وغوځيدې او ځينې د ځانګړو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې ووژل شول .

چين  غواړي د پاکستان په مرسته د یوه کمربند له لارې اسیا او افریقا سره ونښلوي او که دا کار وشي، نو چین به یو ستر اقتصادي ځواکشي او ترڅنګ به یې د افغانستان اقتصادي زیرمو ته ځان ورسوي.

د حیدري په وینا، امریکا او ځینې نور هيوادونه نه‌غواړي، چین د نړۍ په اقتصادي قدرت بدل شي، نو له همدې امله د چین او روسیې پر ضد دداعش پروژه جوړه شوې او دا نیابتي جګړه به د پاکستان په مرسته له افغانستان څخه عملي کيږي چې افغان ولس به سخت په کې زیانمنشي.

حیدري وايي، د داعش په رامنځ ته کيدو کې پاکستان ستر رول لري او دغه هيواد چې هر لوري څخه ګټه ترلاسه کړي، په پلوي یې کار کوي، نودغه نیابتي جګړه کې هم په میلیاردونو ډالر ترلاسه کوي او د طالبانو حکومت کمزوری ساتي.

داعش چې په دې وروستيو کې په أفغانستان کې لوی لوی بريدونه وکړل ، طالبان یې هم ور خطا کړي او دداعش له ويرې یې خپل امنيتيخونديتوب ته پام وراړولی دی ، خو د ډیرو په باور داعش ډلې طالبانو په ليکو کې ځای پيدا کړی چې دا ددوی لپاره ډيره خطرناکه ده .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *