طالبان  د افغانانو ددنيا او اخرت مسولين؟

0

Kabul April 2024. Photo by @AADIL for ADN

الهام الدين افغان

له کله نه چې طالبان په افغانستان کې په دويم ځل واک ته رسيدلي دي ، له هماغې ورځې یې خپلې هغې کړنلارې ته ادامه ورکړې چې په خپله لومړۍ واکمنۍ کې یې پرې ټينګار کولو . دبېلګې په توګه د نجونو د ښوونځيو تړل کيدل ،په ادارو کې د هغوی د کار مخنيوی ، په درو د خلکو وهل او ګڼې نورې بشري ضد کړنې چې افغانان ورسره په  تنګ راغلي دي ، دوی دې خپلو ټولو کړنو ته اسلامي توجيه لټوي .

تازه د  طالبانو د لوړو زده کړو وزير ، ندامحمد نديم په يوه غونډه کې چې د کابل په پولې تخنيک پوهنتون کې جوړه شوې وه  وويل :نظام یې د خلکو ددنيا او اخرت په فکر کې دی، وايي طالبان دخلکو  د نمونځ ، ايمان او عزت په فکر کې دي او دوی مسوليت لري چې خلک په برياليتوب د الله حضور ته لاړ شي .

خو د  طالبانو  د يو مسول مقام  له دې  خبرو سره د نظر خاوندان او داسلامي علومو پوهان څومره په يوه خوله دي ؟ د اسلامي علومو يو ډاکتر چې اوس مهال په کابل کې اوسيږي ، د ابراهيم مظهر په مستعار نوم د ليکنې ليکوال ته وويل : (طالبان د افغانانو د هوسا ژوند او د خدماتو د برابرولو مسوليت لري ، چې د ژوند ټولې اسانتياوې ورته برابرې کړي ، دوی ددې مسوليت نلري چې د اخرت غم یې وخوري ، همدا اوس خلک بې روزګاره دي په ګيډه وږی دي ، فقر په ټولنه حاکم دی دوی یې پر وړاندې مسول دي ، طالبان بايد درک کړي چې  دوی به د الله په حضور کې ځوابوونکي وي ځکه د خلکو حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي دوی بايد د واقعي مسوليت احساس وکړي .)

  د ټولنيزو شبکو يو فعال او پخوانی چارواکی  محمد حليم فدايي بيا د طالبانو د مسولينو دا ډول څرګندونې يوه غولونکې هڅه بولي(  دا یوازې غولوونکې او دولس د ګمراه کولو هڅه ده؛  ترڅو د صحابه وو له اقوالو څخه په استفادې خپل فرمانونه اسلامي وښیي  ‏ستاسې یوازې فرمانونه نه، بلکې ټولې کړنې د شریعت خلاف دي. )  کچيرې طالبان دا ادعا کوي چې دوی د افغانانو پروړاندې مسول دي نو بايد ټول بنيادي حقوق یې ورکړي .

ښاغلي فدايي پر خپله ايکس پاڼه ليکلي : ( پر  خلکو په زوره او جبر مستحب او سنت کارونه کول ‏،انتحار ته روا ویل او ځان وژنه کول او دځان وژنې کنډکونه جوړول د ځان وژنې د سنت تشویقول ، کوم چې د شریعت خلاف عمل دی. «نر اوښځې» له لورې د زعیم نه ټاکل او د ولس پر وړاندې ځان مسول او حسابده نه ګڼل ‏ له امارت پرته نورو ټولو اسلامي فرقو او حزبونو باندې بندیز لګول او یوازې خپل ځان په حق ګڼل )  د هغه په ټکو دا ټولې هغه کړنې دي چې له اسلام سره په ټکر کې دي خو طالبان  خپلو کړنو ته اسلامي توجيهات ورکوي چې دا له اسلام او اسلامي مقدساتو سره زياتی دی .

 دطالبانو مسوليتونو ته په اشاره سره ځينې د نظر خاوندان وايي چې که دوی خپل مسوليت ګڼي او ځانونه د الله له عذاب نه ساتل غواړي نو خپل مسوليت دې ادا کړي .

د ټولنيزو چارو يو پوه چې د کابل اوسیدونکی دی او ځان یې د ليکنې  ليکوال ته د محمد اسلم واک په نوم وپيژنده وايي(  له افغانستان څخه چې هره ورځ خلک په ځانګړي ډول ځوانان په خرابو لارو اروپايي او نورو هيوادونو ته د تګ کوښښ کوي او په لاره کې له ستونزو سره مخامخ کيږي ، وژل کيږي ، د ايران او ترکيې د پولیسو له لوري شکنجه کيږي طالبان ولې خپل مسوليت نه ګڼي ؟ ) د هغه به ټکو د افغانستان ، زياتره علمي کادرونه ، له هيواد نه د فرار او تيښتې په هڅه کې دي دوی ولې خپل مسوليت نه ګڼي ؟چې د هيواد په داخل کې ورته د کار او روزګار زمينې برابرې کړي ، طالبان خلک غولوي د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي ، دوی د نه د اسلام غمخواره دي ، نه د ملت پروړاندې مسولیت ادا کوي ، دوی چې د اسلام کومه څېره نورو ته وړاندې کوي هغه يوه ويروونکې څېره ده ، چې بيرونی نړۍ ترينه نفرت کوي .

په ټوله کې د طالبانو کړنې د عام ولس تر کلکو نیوکو لاندې دي ، خو دا چې  ازاد مطبوعات نشته ،  نو څوک خپل غږ نشي پورته کولی ، نو همدا لامل دی چې طالبان د ولس پر وړاندې هر ډول اقدامات کوي څوک یې د ممانعت نشته .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *