په سیمه ا و افغانستان کې دداعش بريدونه

0

@Ali Ahmad

الهام الدين افغان 

شا او يوه مياشت وړاندې دافغانستان په سهيلي ولايت کندهار کې دداعش ډلې په يو بريد کې لسګونه کسان ووژل شول او تر دې زيات ټپيان شول ، بريد د کابل بانک په نوم ديو خصوصي بانک مخې ته شوی و، چې په کور دننه او بهر یې پراخه غبرګونونه لرل .

د کندهار تر ياد بريد يوه ورځ  وروسته په مسکو کې د راګ موسیقۍ پر يو مرکز په بريد کې تر ۱۴۰ زيات کسان ووژل شول  او ګڼ نور ټپیان شول  چې په دې بريد کې څلور تنه تورن شول ، اسلامي دولت ډلې (داعش)  ددې بريد پړه هم ومنله ، وروسیې له کوم ثبوت پرته په بريد کې د اوکراين د ښکيلتیا دعوه وکړه ، خو کييف دا ادعا بې بنسټه وبلله او لاس لرل یې په کې رد کړل .

که څه هم د وروسيې د بريد د پړې ګوته افغانستان ته نده نيول شوې او طالب چارواکو تل دا اعا رد کړې چې په افغانستان کې دداعش ډله ځپل شوې او ددې توان نلري چې لوی بريدونه وکړي خوداسې ښکاري چې د طالبانو دا ادعا بې ځايه ده او داعش ډله په خپل فعال حضور سره په افغانستان او سيمه کې پراخه بريدونه کولی شي .

د طالبانو حکومت زياتره وختونه   دعوه کوي چې داعش ډله په افغانستان کې کوم ښکاره مرکز نه لري خو وخت په وخت د کابل په ګډون په ننګرهار، بلخ او ځینو نورو ولایتونو کې د دې ډلې د وسله والو خلاف د عملیاتو او وژلو دعوې کوي. 

د ځينو په باور په دې ډول ادعاوو سره طالبان ښيي چې دوی پر افغانستان بشپړ واک لري او خپل مخالفين یې ځپلي خو ددوی دا ډول دعوې بې ځايه دي . يو پخواني جهادي قوماندان د محمد نعيم په مستعار نوم د لیکنې لیکوال ته وويل : (( داعش او طالب دواړه نيابتي ډلې دي نورو جوړ کړي دي ، خپل ماموريت پرې سرته رسوي هره يوه یې چې په ګټه وه هغه پرېږي او بله محوه کوي ))

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي  له دې بريدونو وروسته له رسنيو سره په خبرو کې  ویلي وو  چې د داعش ډلې له خوا په وروستیو بریدونو کې افغانان دومره لاس نه لري څومره چې پکې بهرنیان ښکېل دي .

هغه ويلي وو په افغانستان کې چې دداعش ډلې څومره بريدونه کړي بهرنيان په کې دخيل وو دهغه په ټکو دا د  دې ثبوت دی چې په افغانستان کې داعش او مخالفې ډلې نه شته، که دلته کومه پېښه کېږي دا له بهر نه تنظميږي .

شنونکي پر دې باور دي چې طالبان هسې د خپل بام واورې پرنورو اچوي دا سمه ده چې بهرني وګړي هم په دغو بريدونو کې لاس لري خو دداعش ډلې غړي  زياتره  افغانان دي  دوی همدارنګه دا هم وايي چې که دطالبانو دا دعوه سمه وبولو چې په افغانستان کې شویو بريدونو کې بهرني داعشيان ښکيل دي نو بيا خو یې په افغانستان کې پټنځايونه شته ، او طالبان پر ټول افغانستان د واک او ولکې ادعا لري نو بيا ولې دداعش پر وړاندې اقدامات نه کيږي ؟ محمد سرور يو پخوانی امنيتي کار کوونکی دی چې اوس په مزار کې اوسیږي وايي (( طالب ددې صلاحيت او وړتيا نلري چې دداعش د منځه وړلو پرېکړه وکړه ، د افغانستان په شمال کې دداعش په ګډون چې بيلابېلې ډلې شتون لري ولې یې پروړاندې طالبان اقدام نکوي؟ له دې نه دا معلومیږي چې طالبان هم له نورو دستور اخلي او يو قدم د نورو له حکم نه پرته نشي اوچتولی )) .

د۲۰۲۱ کال په اګست کې چې طالبان واک ته ورسیدل له هماغه پېل څخه دداعش بريدونه پېل شول ،دطالبانو په واکمنۍ کې لومړنی بريد د کابل پر هوايي ډګر و چې د تخليي پر مهال وشو چې د ګڼو افغانانو په ګډون پکې بهرني وګړي هم مړه او ټپيان شول ، تر هغه بريد را وروسته ، په کابل کې د چينايانو پر مرکز د طالبانو د بهرنيو چارو پر وزارت او ګڼو نورو زمکو پراخه بريدونه وشول چې زيات ځانی او مالي تاوانونه یې تر شا پرېښودل . داعش ډله چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال سخته وځپل شوه ، توان یې نه در لوده چې لوی بريدونه وکړي  خو  دځينو په باور ددوی زياترو غړو په طالبانو کې نفوذ کړی او له دې فرصت نه په ګټه اخیستو خپلې چارې او بريدونه تنظيموي . تر ډېره تصور دادی چې طالبانو افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدل کړی نو له همدې امله  د سیمې هيوادونه اندېښنې لري چې مخالفين يې په افغانستان کې پټ دي او له همدې ځايه يې خاوره بريدونه کيږي .    

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.  

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *