له يو پنځوس زره ملايانو نه د ازموينې اخيستل

0

Photograph sourced from the X account of the Taliban Ministry of Education.

الهام الدين افغان

څه موده وړاندې په کابل او د افغانستان په لويو ولايتونو  کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا له  يو پنځوس زرو ملايانو نه د ماسترۍ د سندونو  دتر لاسه کولو په موخه  ډله ييزه ازموينه واخيسته شوه  . په دې ازموينه کې زياترو هغو ملايانو ګډون کړی وو چې د پښاور له اکوړي ، حقانيه او نورو مدرسو نه فارغ شوي دي .

د لوړو زده کړو  وزارت له لوري ددې ازموينې د اخیستو په تړاود طالبانو ترمنځ  خپل منځي اختلاف هم را پورته شوی دی . د ملي ازموينو اداره چې په تېر جمهوري نظام کې جوړه شوې وه او د لوړو زده کړو د وزارت له چوکاټ نه بهر یې دعمومي کانکور او نورو ټولو ازموينو اخیستو مسوليت په غاړه دی اوس هم فعال ده . ديادې  ادارې چارواکی هم شکايت لري چې د طالبانو د لوړو زده وزير په خپل سر دا ازموينه له ملایانو اخیستې او د ملي ازموينو اداره یې په جريان کې نه ده اچولې .

په ياده اداره کې سرچينو رسنيو ته ويلي چې دا ۵۱ زره  ملایان بایومټریک شوي ندي  او نه هم د دوی د مدرسو اسناد څېړل شوي، دي  چې په ازموینه کې د ګډون وړتیا لري او کنه؟

تر ډېره وړاندويينه داده چې دا ملايان چې د ماسترۍ معادل سندونه واخلي دوی به د پوهنې وزارت په چوکاټ کې دديني 

چارو د معنيت په ټولو برخو کې جذبيږي ، همدارنګه به د لوړو زده کړو وزارت  په چوکاټ کې  د شرعياتو او اسلامي علومو په پوهنځيو کې پر دندو ګمارل کېږي او ښايي دوی دهغوخلکو ځای ونیسي چې دمګړۍ په يادو علمي او اکاډميکو مرکزونو کې پر دندو بوخت دي زياترو یې د نړۍ او سيمې  په معتبرو پوهنتونونو کې زده کړې کړي او د ماسترۍ او دکتورا سندونه یې ترلاسه کړي  دي  . 

د کابل پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي يو پخواني استاد د شمس الدين په مستعار نوم د ليکنې ليکوال ته ويل : ( له اکاډميکو چارو سره چې په  هر مسلک کې وي ټوکې او سطحي برخورد کول نه دي پکار ،د زده کړو هر مسلک خپل منهج او کريکول لري  ،چې د نړۍ او سیمې په کچه د هيواد د ددينی ارزښتونو او کولتوري چارو په رڼا کې تفسیریږي ، دغو ملايانو به په مدرسو کې ديني زده کړي وي مګر  هغه مضامين یې نه دي لوستي چې د افغانستان په کريکولم کې شامل دي ) . نوموی زياتوي په تيرو دوو لسيزو کې د افغانستان په تحصلي نصاب کې  بې حده زيات کار شوی دی ، دنړۍ او سیمي په معتبرو پوهنتونو نو کې د کريکولم په تړاو غونډې شوي همدارنګه په کوردننه هم د بيلابيلو پوهنتونو نو خصوصا د شرعياتو او قوانينو په تړاو بحثونه شوي په تحصلي نصاب کې ډېر اصلاحات رامنځته شوي دي .د استاد شمس الدين په وينا ګڼو ادارو چې د افغانستان په حقوقي سیستم باندې یې کارکولو له پوهنتونونو سره په دې برخه کې مرستې کړي دي حقوقي کلينيکونه یې ايجاد کړي وو چې په کې د قانون اواصولو او د حقوقي او جزايي چارو په تړاو تمثيلي محکمې دايرې کړي دي .

دقوانينو او اصولوخلاف  داسې يو چلند چې تر مخه یې په يو ځل يو پنځوس زره ملايان لوړ تحصيلي سندونه تر لاسه کوي د يو هیواد پر تحصيلي سیستم  لوی ګذار دی . د هرات پوهنتون يو استاذ چې نه غواړي نوم یې ذکر شي وايي:( له هر څه سره که بابيزه چلند وشی ښايي جبيره شي اما له علم او پوهې او بيا له اکاډمیکو مرکزونو سطحي برخورد  او غير معیاري خلکو ته سندونه ورکول ، دهيواد له تحصيلي بهير او سیستم سره لويه جفا ده ) د هغه په ټکو دا په واقعيت کې يو لوی ظلم دی چې له پوهنتونو سره کیږی ، دا هيڅ بقا هم نلري ، که بل نظام راشي نو هيڅ داسې يو سند به ورته د منلو نه وي چې په غېر معياري ډول ورکول شوی وي ، او هيڅ قانونی حیثيت ونلري .

تر ډېره نظر دادی چې طالبانو ته نه علم ارزښت لري ، نه دافغانستان لوړې ملي ګټې،  دوی يواځې پر ځان او خپله ډله ټپله فکر کوي او  همدوی ته ارزښت ورکوي ، په ادارو کې  له نورو خلکو او طالبانو جوت توپير دی، که يو څوک معتبر اسناد ولري په  حکومت کې نه مقرريږي خو طالب که  بلکل بیسواده هم  وي معيار یې طالبي ، انفجار ، ځانمرګی بريد او د بوشکو الوځول دي .

د قران کريم حفظ ددولسم په اسنادو ، وړه  دوره په لیسانس او غټه دوره په ماسترۍ منل کیږي ، په داسې حال چې ، د زده کړو هر دوره خپل ټاکلی وخت لري او د تعليمي او تحصيلي نصاب او ټاکلي کريډيټونه په کې تدریسيږي خو اوس دا هر څه له پامه غورځول شوي ، معياریې  مدرسه او ددیني علومو مرکزونه دي .  

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *