ګلبدین حکمتيار د غرور د ګدۍ او د مېنې تر تخليې

0

Gulbuddin Hekmatyar, shown left with a black turban, a prominent figure among Afghan jihadi leaders in the nation's violent history. Photo: @Private

ایلبند عمر  
کله چې د داود خان په وړاندې مزاحمتونه پیل شول نو یو ګروپ کسان پاکستان ته وتښتیدل چې هغوې کې احمد شاه چې وروسته ورته پاکستان استخباراتو مسعود لقب ورکړ٬ و ، چې بیا یې کورنی تخلص هم شو ګلبدین حکمتیار هم ددې ډلې یو ځوان او جنګي او زړه ور غړی و چې د اوریدو له مخې بیا دوې د همدې استخباراتو دلیارې فلسطین ته د همدې لپاره ولیږل شول چې چریکي یرغلونه زده کړي د لمدو خټو لږې اوبه دارو وي . 

افغانان خو زړور دي یوازې د نورو وسلو او لویو چریکي یرغلونو تکنیکونه یې پرې زده کړل او هم یې پرې د فلسطین جهاد فرضیت ادا کړ ، داود خان یو قوی مسلمان او مترقي شخص و او بې نهایته په وطن مین و د وطن لپاره یې وینه ډیره توده وه او د روسانو سره هم ډیر جوړ نه و او متقابل احترام باندې ولاړې اړیکې یې غوښتلي. په هیڅ صورت یې کومونستي او الحادي اندونه نه درلود سره ددې چې د پاکستان دهغه وخت مشر بوتو و او ذوالفقار بوټو یو کومونیست اوکاملا سیکولار انسان و حتي ویل کیږي چې سخت د الکهولو معتاد هم و د چین د جامه یې کومونستی زهر څښل او د غرب د جامه یې استخباراتي دزهرو پیالې اخیستي نو په دې لحاظ یې قوي ایخوانی بهیر غیږ کې ونیوه ، چې د یوې خو ا دغرب استخبارات خوشاله کړي او د بل پلوه داودخان ته کورنی اړی ګړی جوړ کړی چې د پښتونستان دعوه او سل کلن قرار داد له پامه وغورځوي ، له دې به لا پاکستان کوم زرین چانس په لاس ورتللو چې ټول لګښت بل څوک واخلي او دې، دې خپل دښمن په ملا مات کړي .

 دا کیسې د پاکستان د سوچ لا ډیرې لوړې وي خو کله ناکله سیاسي او ټولنیز وختونه په طبیعي بڼه دچا په ګټه ځي همدا و چې د ثور کرغیړنه کودتاه راغله او هغه ایخواني تخم چې بوټو کومونست د غرب په استخباراتي تصور چې د ساړه جنګ فکر و تحقق ومينده ، د افغانانو وطن اشغال شو او افغانان د وطن د ازادۍ په هیله ډګر ته راووتل او د ازادي توغ یې لوړ کړ دلته خو د مهاجرت کیسه شورو شوه تیار پاکستان ورته د ایخوانیت کر کړی و او زمکه خاره و یوازې اوبه خور یې غوښته بس نا خود اګاه د وطن غازیان د ایخواني تنظیمونو غیږ ته پریوتل ، د غربیانو مرستې او دعربو فتواګانو او مظلومو افغانانو د ازادۍ جذبه پاکستان ته بار بار زریني موقعې په لاس ورکړي ….
تنظیمونو ته یې زمکې ورکړي ، راغلي مهاجر بې مېشت کړل، وسلې ورکړي او کور ته یې غله دانه ورکړه چې له دې خاطر جمع شي او هلته ورته ملاصیب په منبر د حورو او غلمانو خبرې کولې او په هر روایت کې به یې ایات او حدیث ویل د مغزونو وینځل نو ښه په درز کې روان او خوراښه پایله یې هم ورکړل ددوې مقاصد پوره شو که افغانستان لوټې لوټې شو ددوې پرې څه بلکې پاکستان دا هم غوښتل، خپل سایډ بزنیس یې روان و
دا خبرې اکثره اږودې مقدمې غواړې .
حکمتیار
حکمتیار د هغه خوله ور ، زړور او خود پرسته انسانانو دجملې نه و چې ددوې په درد ډیر خوړل کیده یو خو خروټی و پښتون و ، دویم د مولوي خالص ، رباني او نورو په نسبت ځوان و ژر یې احساساتي منډه وهله ده ته پاکستان او غرب ډیر امتیاز ورکړی و
که وسله وه ، که جایداد و ، که مطبوعاتی چانسونه ول که نور.
دې یې د عبدالرحیم چترالي سره کینولو چې دین او قران ورزده کړي ، دې یې د قاضي حسین احمد سره کینولو چې د مودودي نظریات په کې ترزیق کړی ، ده نه یې ملي روحیه واخیسته په اسلامي او مذهبي افراط یې واړوله ، ددوې تعلیم نصاب یې په یوه نظامي نصاب واوړولو ، په کیمیا او فزیک کې هم ورته مذهبي مثالونه ورځای کړل ددوې ځوان نسل یې داسې وروزولو چې ددوې ذهن ا و فکر یې مذهب کړ ، موسیقي یې پرې مطلق حرامه کړه ملي اندونه یې ورته د کومونیزم معادل وښودل ، مکتبونو سیزل یې پرې فرض کړل د عصري علومو زده کړه یې پرې مباح کړه ، ږیرې پریښودل یې پرې فرض کړل لونګۍ چې اصلا مذهبي کار نه دي په امامت کې فرض کړه ، ملي بیرق او ملي ترانې یې پرې عبثیات کړل حتی دوې یوې تش لفظ چې د ملت او ملت ګرايي بوي ترې راتللو حرام کړ د حکمتیار مرستیال قاضي امین وقاد چې لومړی یې تخلص ملتیار و حکمتیار وګواښه او تخلص یې پرې وقاد کړ ، کله چې ترې وقاد حزبي ټاکنې وګټلې حکمتیار ونه منلې او هغه یې دحزب نه اخراج کړ…
کله چې دملي فکر خلک په پیښور ته کډوال شول ترور شول هغوې ته وخت ورنکړ ل شو چې هغوې د مهاجرو سره پاتې شي یا ووژل شول چې همدې افراطي تنظیمونو یې پړه د مرګ په دې بڼه او هغه بڼه اخیسته او یا د پيښور هم تبعید شول چې ښه مثالونه یې شهید پروفیسور مجروح ، شهید داکتر لودین شهید عزیزالرحمن الفت او مرحوم پژواک دی چې پژواک یې تبعید ته مجبور کړ ځکه د هغه وژل اسانه نه و هغه یو نړیوال شخصیت او نړیوال مصؤنیت یې درلود.  
بیا هم حکمتیار
د تنظیمونو سره یې جنګونه وکړل د کومونستانو یې احمد شاه مسعود ډیر بدې راتللو سره ددې چې د یو دسترخان خلک و د یوې استخباراتی کړیو شاګردان و ، نسبت د ملي فکر تنظیمونه لکه پیر سید احمد ، صبغة الله مجددي به حزبیانو نیمه کومونستان بلل ، دننه په حزب کې هم دومره اختلافات ول چې یو د بل پسې لګیاو دننه حزب کې به د سمت شمال خلکو مشرقې والو ته تخم کبل ویل او داسې یې انګیرله چې حزب لغمان کونړ نورستان او ننګرهار خوړ همدا اختلافات ددې باعث شول چې د ننګرها رامیر زاهد ابراهیمي مخامخ په سپینه شګه کې حزب سره اختلاف وکړ کله چې شمشتو ته راغی د حزب سلاحکوټ یې ونیوه او دوې ته یې اخطار ورکړ ، دحزب نظامي مسؤل انجنیر عبدالسلام غوښتل چې ورسره جنګ وکړ خو حکمتیار ترمنځه شو لنډ مهال لپاره یې کیسه غلي کړه خو ددې اختلافاتو لږ ورسته زاهد ابراهیمي په خپل مرکز کې ووژل شو
حکمتیار ته د روس د ماتې وروسته داکتر نجیب پټ او شکاره احوال وکړ چې سره کیني او جنګ ته د پاي ټکې کیږدي خو دا کار حکمتیار ونکړ ورسره یې دجهاد بیا بیا اعلان وکړ.
همدا مهال حزب په کونړ کې د خپل وهابي شوي قومندان مولوي جمیل الرحمن چې دا مهال د وهابیانو د تنظیم رهبر و دجنګ اعلان وکړ دومره یې سره ووژل چې شاید دنجیب الله حکومت دا توان نه درلود
خبره د عراق او اذربایجان تر فتحې هم وررسېده.
هر تنظیم په خاصه توګه حزب په شمشتو کې د نصرت مېنې په نوم یوپنډغالی جو کړ چې هلته لکه د پاکستان یوجلا ایالت قضاوه څارنوالي وه بند و پولیس ول چې ورته یې انظباطان ویل ښاروالي وه عامه روغتیا و هر دفتر و په دا ټول پنډغالي یو جامع جومات و چې خطابت او امامت یې خپله حکمتیار کولو که دې به نه و بیا به یې خپل وکیل او نائب ټاکلو هغه به جماعت ورکولو او د حزب پالیسۍ به یې هلته اعلانولی.  
د حزب دومره غرور و چې نورو تنظیمونو ته یې د توت همره اهمیت هم نه ورکولو د امریکارییس جمهور ریګین په امریکا کې د حکمتیاره وغوښتل چې ورسره وګوري خو ده انګار وکړ او هغه یې استکبار وګاڼه
کله چې مجاهدینو کابل ونیوه هو ریښتیا ددې مخکې حکمتیار د تڼي خائن په مرسته یوه ناکامه کودتاه وکړه چې تڼي را تشتول شوي الوتکې او وسلې پاکستان ته تسلیم کړي خو مجاهدین چې کابل ته ولاړل حزب د جمعیت اسلامي په کورني جنګ واوښت او تر پایه یې دې جنګ ته ادامه ورکړه کله چې طالبانو کابل ونیوه هم حزب ورسره جنګ وکړ ، کله چې کرزی په حکومت کې راغی نو هم حزب ورسره دخپل غرور او مجبوریت نه جنګ وکړ ان تر دې چې د امریکا په شتون کې حکمتیار دلاسا شو او دغني حکومت ته ورغی او د ناغائب ّځای یې د سولې ژمنلیک لاسلیک کړ.

 ښه مې په یاد دي چې کله کابل ته ورغلو نو دارګ په غونډه کې چې حامد کرزي او پخوانئ ولسمشر اشرف غني وجود درلود ده وویل که چیرې حکومت کې او یا د کرزي او غني اختلافات راځي نو دې به یې ورحلوي او منځکړیتوب به یې کوي مانا دا چې له دوې یې هم ځان لوړ بللو همدې غرور دې ځای ته را وست چې اوس یې وچ طالب د کور وباسي او اجبار پرې کوي
نو غرور او کبره بالاخره دا کیسې لري
که دا شخصي ژوند وي او که سیاسی
ژوند په اعتدال ښه وي .
حکمتیار
دحکمتیار سره داسې چلند چې د کوره یې په اجبار وباسي د یو حکومت سره نه ښايي ددې انتقال هم ډیرې لیارې وي خو دبده مرغه دلته هم وچ غرور دی.  .
حکمتیار
مه کوه په چا چې وبه شي په تا. 

ليکوال مستعار دی ، پدې پيښور کې د دولسم ټولګي اود کابل پوهنتون فارغ دی،  د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مامور دی ، فعلا فرانسه کې اوسي. 

یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *