د طالبانو له لوري د پخوانيو جهادي مشرانو پر وړاندې ناسم چلند

0

الهام الدين افغان 

په دې وروستيو کې د طالبانو د عدليې د  وزير عبدالحکيم شرعي په حکم پخواني جهادي مشر ګلبدين  حکمتیار له هغه ځايه وویستل شو چې د تير جمهوري حکومت پرمهال ورسره د شوې هوکړې له مخې ورکول شوی و .

لومړی له ښاغلي حکمتیار نه هغه امتيازات هم صلب شول چې تير حکومت ورکړي وو ، دا رنګه پر هغه یې  د هغه د خصوصي پوهنتون در وازې هم و تړلې ، د جمعې د نمانځه خطبه او نورې هغه خپرونې یې پرې هم بندې کړې چې د ګلبدين حکمتيار له ادرسه خپرېدې .

عبدالحکيم شرعي په يوه تازه وينا کې چې په رسنيو کې خپره شوه ، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ته اشارتا ويلي چې نظام ته تسليم شوی اوس به یې اصول او قوانين هم مني او حزب دې لغوه شوی دی .

ځينو ددغه طالب چارواکي خبرې چې د سياسي ګوندونو په تړاو یې کړي مغرورانه  بللي او هغه یې  جهادي مشرانو ته په سپکاوي تورن کړی دی .

د ګلبدين حکمتيار زوی ، حبیب الرحمن حکمتيار  په خپله ایکس پاڼه د عبدالحکيم شرعي ددې اقدام   په غبرګون کې ليکلي : « دده له وينا معلوميږي چې اصلي درد یې او ستونزه یې له حزب اسلامي سره ده نه هغه شپږ جريبه تشه زمکه چې په دفاع وزارت پورې مربوطه وه او د مخکني حکومت د جمهور ریس او ددفاع د وزير په لاسليک حزب اسلامي ته سپارل شوې وه .»  ښاغلي حبیب الرحمن حکمتيار ، دا کړنه د ټولو قوانينو او اصولو خلاف بللې ده .

د ممتاز جهانګير په نوم د خواله رسنيويو کاروونکي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي : ( د حزب اسلامی له برکته ملايان په سیاست پو شول ، په افغاني ټولنه کې مطرح او شهرت یې پيدا کړ او حتا نن د واک پر څوکۍ ناست دي خو له بده مرغه ځينې پټ مخي ټګماران ملايان د پرديو په وساطت پر حزب اسلامي د فشار اوګواښونو واردولو هڅه کوي .

يو پخواني جهادي مشر ، ډاکتر فاروق اعظم ، چې اوسمهال دطالبانو په حکومت کې رسمي دنده لري د بريښنا وزارت سلاکار دی د ګلبدين حکمتيار په تاييد کې څرګندونې کړي دي . خواله رسنيو د ښاغلي فاروق اعظم له قوله ليکلي(  په دې ورځو کې پر ښاغلي حکمتيار ډيرې لفظي حملې کيږي چې حتی دده دکورنۍ ځينو ناخلفو غړو هم دريغ ونکړ ، ښاغلی حکمتيار به د چا خوښ وي د چا به نه ، سهوې به یې هم کړې وي ، څوک چې کار کوي سهوې کوي ، موږ  ټولو  سهوې کړي دی خو يو شی ډير واضح دی چې ښاغلی حکمتيار په تيره نيمه پيړۍ کې د خارجي تجاوز پر خلاف زموږ د وياړلي تاريخ مهمه برخه او د افغانستان د سالميت ددوښمنانو سرسخت دوښمن اوسیدلی دی ، احترام یې بايد وشي ژوندي قومونه د ژونديو مشرانو درناوی کوي .) که څه هم د ښاغلي فاروق اعظم  په خبرو کې د طالبانو نوم نه دی اخیستل شوی ، خو کنایتا اشاره یې د طالبانو د عدليې د وزير خبرو ته ده چې د حزب اسلامي مشر ته په کې ناسم الفاظ کاريدلي دي .

يو شمير نورو خلکو هم د طالبانو له لوري د جهادي مشرانو په ځانګړي ډول د حکمتيار  پر وړاندې  پر چلند نيوکې کړې دي يو پخوانی جهادي قوماندان جان محمد  چې اوس په يو اروپايي هيوادکې اوسیږي د ليکنې ليکوال ته وويل : ( طالبان نه د افغانانو په ځانګړي ډول مشرانو احترام او عزت ته  قايل دي او  نه یې  حقوقو ته ، دوی افغانستان يوه  یرغمل شوې سيمه ګڼي چې دوی یې واکمنان دي او هیڅوک حق نلري چې ددوی پر وړاندې يوه کلمه هم له خولې وباسي ، ددوی مشر لا پخوا  د ملايانو په يوه غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه وويل:  له موږ دې د پخوانی نظام خلک د احترام تمه نه کوي او دوی په احترام نه ارزی دا چې ژوندي پاتې دي او په افغانستان کې ژوند ته بريښودل کيږي  دا هم لويه خبره ده .) 

طالبان چې ډير ګمان کیږي په پردي ملاتړ واک ته رسيدلي دي  د هيچا پر وړاندې حقونو ته قايل نه دي . دوی د بيان دازادۍ ، بشر حقونه  او د ښځو حقونه لا له وړاندې پيمال کړي دي . دوی يو ډول یکتاز استبداد چلول غواړي چې څوک سر اوچت نکړي او نه غږ پورته کړي . طالبانود هغو يو شمير  سیاسي  مشرانو او د پخواني حکومت د کارکوونکو کورونه هم قبضه کړی چې ددوی له بیا واکمنۍ سره سم یې افغانستان پريښی او بهرنيو هيوادونو ته تللی دي . دډيرو په اند طالبان نه شخصي حريم پيژني او نه فردی حقوق ، دوی د خپلې واکمنۍ په لومړيو کې  د الله ګل مجاهد په نوم د ولسي جرګې يو پخوانی غړی نيولی و د هغه زمکې او جايدادونه یې ترې قبضه کړي وو او هغه یې په ډيربد حالت کې د موتر په ډاله کې اچولی و . څه موده وړاندې یې د ملاتره خيل په نوم له  يو بل کس سره هم ورته عمل وکه ،که څه هم د ګڼو افغانانو غبرګون ددغو پيښو پر وړاندې ډير منفي نه و ، خو زياتره پر دې باور وو چې طالبانو بايد له دې دواړو سره د قانون په چوکاټ کې چلند کړی وای . خو د ملت نظريات هغه څه دي چې طالبان ورته هيڅ اهميت نه ورکوي او څه چې غواړي هماغسې  کوي . 

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *