دپاکستان دپوځي مشر څرګندونو ته د افغانانو غبرګونونه

0

Eastern Afghanistan's border with Pakistan. Photo by @private for ADN.

الهام الدين افغان

څه موده وړاندې د پاکستان د پوځ مشر په يو بيان کې ويلي وو چې « د يو پاکستاني خونديتوب له ټول افغانستان څخه غوره دی .» عاصم منير دا څرګندونې د زده کوونکو يوې غونډې ته کړې وې . 

د پاکستان د پو ځ د مشر دا څرګندونې  پاکستاني رسنيو را اخیستې وې او په خواله رسنيو کې یې  هم بحثونه او څرګندونې تودې کړې وې . ډېرو افغانانو د پاکستاني پوځي مشر دې څرګندونو ته غبرګونونه وښودل .

يو افغان سياسي شنونکي  او دپخوانۍ ولسي جرګې يو غړي ، چې ډېر وخت یې په پاکستان کې ژوند کړی د نوم نه ښودلو په شرط یې د ليکنې ليکوال ته وويل : د پاکستان د پوځ د مشر ژبه  ادبي،  سياسي او اخلاقي  نه وه ، دهغه په ټکو هر چا ته خپلې ملي ګټې او خپل هيواد لومړيتوب لري او دنورو د احساساتو له پارولو بايد ډډه وشي . افغانستان دپاکستان نژدې ګاونډي دی بايد ښه مناسبات ور سره ولري خو دا ډول بې مسوليته څرګندونې ستونزې نورې هم زياتوي . 

پاکستان او افغانستان دوه داسې ګاونډي هيوادونه دي چې د تاريخ په اوږدو کې سره  مخالف پاتې شوي دي خو  کله چې پر افغانانو سختې شپې ورځې راغلي نو پاکستاني حکومت او وګړو یې ورته  سر پنا هم چمتو کړې ده  .

تر ډېره پاکستاني وګړي دا ادعا لري او ددوی د پوځي او سياسي مشرانو له خولې هم دا څرګندونې مخې ته راغلي چې ګنې ، کله چې د پاکستان د جوړيدو او ديو خپلواک هيواد په توګه د مطرح کيدو خبره په ملګرو ملتونو کې را ولاړه شوه ، افغانستان یې هغه مهال په مخالفت کې رايه ورکړه .

   څومره ستونزې  چې افغانستان ته جوړې دي يوه وجه یې داده چې پاکستانيان  دا  ډول خبرې بيا بیا يادوي  ، د نذير خان په نوم يو  پاکستاني را ته وويل :  ( ديو پښتون  په توګه د پاکستاني حکومت او پوځ په  کړنو سخت خواشينی يم ، چې په افغانستان کې یې تر سره کوي . موږ افغانانو ته په خپل ملک کې پنا ورکړه ، خو بيرته مو ددوی په مقابل کې هغه څه وکړل  چې نه وو پکار هغه ددې سبب  شوې چې زموږ ټولې ښې کړنې یې هم هيرې کړې او اوس را سره دوښمني کوي  .)

تر ډیره د چارو شنونکي پر دې باور دي چې ، د پاکستان او افغانستان څو اساسي ستونزې دي چې که هوارې نه شي دا دواړه هيوادونه به همیشه په خپلو کې ترينګلې اړيکي لري .

د ډيورند کرښه چې افغانان یې فرضي کرښه بولي خو پاکستانیان یې بيا رسمي سرحد یادوي  او تل د يوې کړکيچنې لانجې په توګه ددواړو هيوادونو تر منځ پرې ناندرۍ را ولاړې شوي دي .

 د اختلاف بل  ټکی ، دپاکستان او افغانستان ترمنځ د اوبو ستونزه ده چې لا پر ځای پرته ده ، دکابل او کونړ سيندونه چې خورا مشهور  دي او د زر ګونو ميګاواټو بريښنا د توليد او د ميلیونو هکتارو کرنيزو زمکو د خړوبولو وړتيا لري ، مګر دا سیندونه په پراخه پيمانه پاکستان ته بهيږي  او افغانستان  ترې بيخي کمه  ګټه اخلي .

د ترهګرۍ ستونزه چې وړاندې افغانستان پر پاکستان تور لګاوه چې ترهګر یې له پولو ور اوړي او په افغانستان کې ورانکارې کړنې سرته رسوي، خو اوس پاکستان دا تور پورې کوي چې طالبانو ددوی مخالفينو په ځانګړي ډو ل د پاکستاني طالبانو تحريک ته په افغانستان کې ځای ورکړی دی . 

د افغانستان يو متقاعد ډګر وال چې په سرحدي پوځي ادارو کې یې دندې تر سره کړي ، د جانباز په مستعار نوم د ليکنې ليکوال ته وويل:  پاکستان  تل په افغانستان کې دوه مخی سياست مخې ته وړی  دی ظاهرن یې د سولې او د افغانستان د پرمختګ خبرې کړي خو به حقيقت کې یې تل زموږ دهيواد مخالفينو ته ځای ورکړی  دی . اوياکلن  جانباز وايي په تيرو پنځوسو کلونو  کې پاکستان د افغانستان مخالفو وسله والو ته ځای ورکړی او د افغانستان په خلاف یې را وپاڅولي دي ، ښاغلي جانباز وایي پاکستان  دداود خان له وخته تر اوسه پورې د افغان خاورې مخالفين پر شا ټپولي ، د افغانستان عامه شتمنۍ ، پلونه ، سرکونه او ښوونځي یې پرې وران کړي دي .

 کارپوهان د افغانستان او پاکستان د اړيکو د ښه والي او ښه ګاونډيتوب راز په دې کې بولي چې يو د بل په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي ، د يو بل پر خلاف بې مسوليته او پاروونکې څرګندونې ونکړي او  يو بل ته متقابل احترام ولري .

د  مبين په نوم يو طالب پلوی چې ځانته جنرال هم وايي او اوس په دې نوم یې ډېر رسنيز شهرت موندلی ، دافغانستان د يو خصوصي تلويزون په يو بحث کې یې دپاکستان يو پوځي مخاطب کړ او ورته وويل « که تاسې ټول افغانستان له يوپاکستاني وګړي سره نه برابروئ موږ هم ورته نظر لرو دخپل  هيواد يو ځناور به هم له ټول پاکستان سره برابر نکړم »  ددواړو تر منځ بحث په جنجال  پای ته ورسيده .

له څه مودې را پديخوا د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ ظاهرن  اړيکي ډېرې خرابې دي ، ددې اړيکو له امله اوس ددواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه هم ټيټه شوې ده ، پاکستان ته د افغانانو تګ راتګ هم سخت شوی د پخوا پرتله اوس  افغانانو ته د ويزو ورکړه  هم کمه شوې ده په داسې حال کې چې افغانان پاکستان ته ډيره اړتيا لري د زياترو سرحدي ولايتونو اوسیدونکو خپلوۍ کړي ، دوستانه مناسبات لري همدارنګه درملنه بيا د ټولو اړتياوو په سر سر کې ځای لري  ، مګر د څو تيرو کلونو پرتله اوس دافغانانو  تګ راتګ پاکستان ته ګران شوی دی لامل یې هم ددواړو هيودادونو ترينګې اړيکي دي چې وخت ناوخت د لفظي ناندريو سبب ګرځي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *