د غیر حنفي فقې د کتابونو را ټول

0

الهام الدين افغان

 څه موده وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونو ته امر کړی و چې ټول هغه کتابونه له خپلو کتابتونونو را ټول کړي چې د حنفي فقې خلاف وي .

د لوړو زده کړو وزارت  له خصوصي پوهنتونونوڅخه  په ليکلي بڼه دا مطالبه کړې ده چې ددغو کتابونو په راټولو اقدم وکړي او خپل کتابتونونه تصفيه کړي .

په دغه ليک کې چې خصوصي پوهنتونونو ته تللی يادونه شوې چې د حنفي فقې خلاف کتابونه راټول او پر ځای یې د سيرت کتابونه په خپلو کتابخونو کې  ځای پر ځای کړي .

طالبانو له خصوصي پوهنتونونو  او د لوړو زده کړو له موسسو څخه  غوښتي چې ددغو کتابونونو نوملړ دې هم له دوی سره شريک کړي .

شنونکي د طالبانو دې اقدام ته ډير د يو مذهبي افراطي اقدام په سترګه ګوري ، او استدلال کوي کچيرې ،طالبان په افغانستان کې همدا پاليسي غوره کړي نو دافغانانو ترمنځ به دمذهبي نفاق اور ګرم کړي .

د افغانستان يو ديني عالم مظهر شا وايي « الله مسلمانانو ته ډين را ليږلی دی ، مذهب يې نه دی را ليږلی دا چې اوس مهال طالبان چې د حنفي مذهب دومره افراطي ملاتړ کوي ، او نور نفي کوي معنا يې دا ده چې دوی مذهبي کشمکشونه را منځته کوي » شعيه ګان په  افغانستان  کې په مذهبي اقليتونو کې راځي او جعفري او اسماعليه د افغانانو  پام وړ برخه جوړوي . 

په افغانستان او ځانګړي ډول مرکز کابل کې د شعيه لږکيو ځانګړي پوهنتونونه موجود دي چې په دې  پوهنتونونو  کې د دجعفري فقې کتابونه په زياته پيمانه شته .

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لا د طالبانو ددويم ځلي واکمنۍ په لومړيو کې په خپل يو  راپور کې انديښنه ښودلې وه او پر  

طالبانو يې  نیوکه کړې وه چې بيرته په  واکمنيدو سره یې په افغانستان کې د مذهبي لږکیو ازادي سلب شوې  او ددغو لږکيو ژوند ته ګواښ  متوجه دی ، 

په  هغه راپور کې يادونه شوې وه چې  په افغانستان کې د شیعه ګانو  په ګډون ځینې نور مذهبي لږکي او د نورو دينونو پيروان  د طالبانو په  واکمنۍ کې په اندېښنه  کې  ژوند کوي  او په  ازاد ډول خپل عبادت  مذهبي مراسم نشي سرته رسولی  .

په راپور کې د طالبانوپه  اوسمهالې  واکمنۍ کې د شیعه ګانو پر عبادت ځایونو بریدونو ته هم اشاره شوې وه . 

خو طالبانو تل  د بشري حقونو او بهرنيو ادارو له لوري دا  راپورونه رد کړي دي او دا نه مني چې ګنې دوی له  بشري حقونو څخه  سرغړونه کړې ده .   ‍

پوهنتونونه چې د لوړې کچې موسسې دي په کتابتونو کې یې د هر مسلک کتابونه ميندل کيږي، د پوهنتونونو په کتابتونو کې دا مهمه نه ده چې د يو مشخص دين او مذهب کتابونه بايد شتون ولري ، بلکې دا محدوديت بايد نه وي .

د أفغانستان د يو خصوصي پوهنتون د شرعياتو پوهنځي يو استاد  دعبد الله صيام  په  مستعار نوم د ليکنې ليکوال ته وویل :«  ما اديان مطالعه کړي په پوهنتونونو کې په اديانو کې ماسترۍ ورکول کيږي په هيڅ دين او مذهب کې د يو دين د کتاب په لوستو  بنديز نشته ، طالبان چې د شعيه  ګانو يا نورو مذاهبو پر کتابونو بنديز لګوي دا  ددوی نهايت زياته تنګ نظري او له دين څخه  ناخبري ده » .

خو دا چې طالبان ددغسې کړنو په تر سره کولو سره  څه کول غواړي ؟ أستاذ صيا م وايي  پرته لدې چې طالبان د افغانانو خصوصا ، دشعيه افغانانو مذهبي احساسات راوپاروي او په أفغانستان کې يو مذهبي جنګ ته لاره هواره کړي بله پايله نلري .

له کومې ورځې نه چې طالبان په أفغانستان  کې ددويم ځل لپاره واک ته رسيدلي دي ،تر ډېره د ټولنې د هرې طبقې حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي .  پر نجونو د ښوونځيو او پوهنځيو  دروازې تړل شوي د کار حق يې ترې اخيستی ، د پخواني حکومت  مامورين او د پوځ او نورو امنيتي ادارو کار کوونکي يې له دندو شړلي ، چې دا ټول د نړيوالونورمونو  او أصولو   خلاف کار دی ، خو طالبان چې هيڅ قوانين او أصول نه مني او نه د چا پر وړاندې ځوابوونکي دی  دا ورته ډېره بابيزه  ښکاري  .  د ځینو شنونکو نظر دادی چې ښايي طالبان  له دې څځه  په ويره کې وي چې د حنفي مذهب له کتابونو پرته  د نورو مذهبونو په کتابونو کې ددوی پر وړاندې رواني تبليغات وشي چې ددوی پر وړاندې به خلک راوپاروي ، تر اوسه د طالبانو پروړاندې د شعيه مذهب د پلويانو  دکوم وسله وال اقدام خبر نه دی ورکول شوی ، خو داعش بیا هغه ډله ده ، چې له طالبانو سره مذهبي اختلاف لري ، او تل د طالبانو پروړاندې ، د  وسله والو بريدونو  مسوليت پر غاړه اخلي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *