افغانۍ ثبات ريښتينی دی ؟

0

Central Kabul, 2023: A glimpse into a local currency exchange market. Photo by @SS Ahmad.

الهام الدين افغان 

هغه مهال چې په افغانستان کې نوي افغاني بانکنوټونه چاپ شول نو ، په پيل کې  يو ډالر د پنځوسو افغانيو پر وړاندې تبادله کيده خو د وخت په تيريدو سره افغانۍ د ونډو په بازار کې خپل ارزښت کمولو ، لاملونه يې هم بيلابيل وو .

د بيلګې په توګه نا امني چې له امله یې سوداګرو او پانګوالو په ډېرو سيمو کې پانګې اچونې ته زړه نه ښه کولو ، د افغانستان په زياترو سرحدي سيمو کې پاکستانۍ کلدارې او ايراني تومن کاريدل ، چې د افغانۍ د کاريدلو مخه يې ډب کړې وه . سره له دې چې د تير جمهوري نظام په وروستيو کې چارواکو هڅه وکړه چې د بهرنيو اسعارو د چلن مخه ونيسي چې تر ډېره بريالي هم شول ،خو د طالبانو په راتګ سره په ځينو سرحدي سيمو کې اوس هم بهرني اسعار په راکړه ورکړه کې کاريږي .

د طالبانود دويم ځلي واکمنۍ په لومړيو  کې د افغانۍ ارزښت د بيرونيو اسعارو په ځانګړي ډول امريکايي ډالرو  په مقابل کې ولويدو خو د وخت په تيريدو سره افغانۍ بيرته راپورته شوه او نسبي ثبات يې پيدا کړ .

 ډيری د اقتصادي چارو کاپوهان، د افغانۍ اوسنی نسبي ثبات پايدار نه بولي ،ددوی دليل دا دی چې دا يو ډول مصنوعي پرمختګ دی او تر شا یې بنسټيز قوت نشته .

د اقتصادي چارو يو کار پوه عبدالوافي نایبزی  په خپله يوه ليکنه کې چې په رسنيو کې خپره شوې ده ، د افغانۍ په لويدا کې منفي ټکي په ګوته کوي او ليکي «  د افغانستان په اقتصادي ، مالي او بانکي سيستم باندې د نړيوالو بنديزونه دي ، که څوک وغواړي چې لس ډالره بهر ته وليږي نه يې شي ليږلی ، کله چې له هيواد نه ډالر نه وځي او ډالر هيواد ته را ځي نو دداخلي کرنسۍ ارزښت پخپله لوړ ځي .» 

د وارداتو کموالی بل فکتور دی چې اقتصاد پوهان يې په ګوته کوي او وايي چې د وارداتو په زياتيدو سره سوداګر ډالر بهرته  استوي نو دا چې بهر د ډالرو استول نشته ، او سوداګريزه راکړه ورکړه پر طالباني حکومت د بنديز له امله شته نو دا هم بل لامل دی چې د افغانۍ ارزښت په نسبي ډول د ډالرو د نه ليږ له امله پر خپل ځای پاتې دی .

بل دليل  چې د افغانۍ نسبي ارزښت پر خپل ځای دی،  دادی چې د سړي سر عوايد( ناخالصه داخلي توليدات ) کم شوي دي نو ځکه د پيرلو ځواک کم دی کله چې د پيرلو ځواک کم وي نو را کړه ورکړه،  نه تر سره کيږي نو کرنسي کمه چليږي کله چې کرنسي کمه اوړي را اوړي نو په ثبات  کې یې تغير نه راځي . 

همدارنګه د اقتصاد په تيوريو کې د انفلیشن او ډيفلیشن اصطلاحګانې زياتې کاريږي ، چې په انفلیشن حالت کې پیسې زياتيږي خو د پیسو ارزښت کميږي ، په ډيفلیشن کې د پیسو ارزښت زيات وي خو پیسې کمې وي ، نو چې پیسې نه وي معنا دا چې د خلکو اقتصادي حالت خراب دی ، عوايد او د عوايدو سرچينې نشته زياتره فابريکې په ټپه ولاړې دي ، ګڼ شمير خصوصي ادارو خپل کارکوونکي رخصت کړي دي ، دا چې د پیسو کموالی دی نو ځکه یې په نسبي ډول ارزښت هم پر خپل ځای دی .

د نړيوالو بشري مرستو هم دمګړۍ په هيواد کې د افغانۍ ارزښت په نسبي ډول ساتلی دی ، زياتره دغه ډالري  مرستې پر افغانيو بدلیږي که هغه له خلکو سره د مخامخ نقدي مرستې دي، که پرې خوراکي توکي او درمل اخیستل کيږي او که د موسسو کارکوونکو ته د تنخواګانو په توګه  ورکول کيږي نو  دا ټول بهير په افغانيو تر سره کيږي .

ددې تر څنګ بانکي چارواکي په مسلسل ډول له افغانستان بانک څخه  ډالر بازار ته وړاندې کوي چې افغانۍ پرې و پيري چې موخه یې  دافغانۍ باارزښته کيدل دي په دې سره هم په بازار کې ډالر زياتيږي او افغانۍ کميږي  .

د افغانستان بانک يو پخواني چارواکي خان افضل هډه وال څه موده مخکې رسنيو ته ويلي وو چې د افغانۍ اوسنی ثبات ، حقيقي نه دی بلکې مصنوعي دی . د هغه په ټکو : « مصنوعي  ځکه دی چې دا بهبود د افغانستان د توليداتي پروسې دښه کيدو په پایله کې نه دی راغلی د طالبانو په حکومت کې دافغانستان سوداګريز او توليداتي فعاليتونه، نه  دي ښه شوي » 

همدارنګه بل تر ټولو لویې دليل چې د افغانۍ په نسبي استقرار کې یې مرسته کړې د نویو افغانۍ  بانکنوټونو نه چاپيدل دي.   د تير جمهوري دولت  پرمهال د افغانيو د چاپ قرارداد له دوو بهرنيو« پولنډي او فرانسوي » شرکتونو سره شوی و پولنډي شرکت د لس میلياده وړو افغاني بانکنوټونو او فرانسوي شرکت د سلو ملياردو غټو نوټونو د چاپ قراداد لاسليک کړی و، چې د جمهوريت په وروستيو دريو کلونو کې د کرونا او د افغانستان بانک په رهبرۍ کې د ستونزو له امله ديادو شرکتونو تاديې او ورڅخه د چاپ شويو  افغانيو ليږد ټکنی شو چې بالاخره حکومت وپرځيد او د افغانيو دچاپ کيسه ګډه وډه شوه .نو دا بل لامل دی چې په بازار کې افغانۍ کمې دي ، او په اقتصاد کې د عرضه او تقاضا د فرمول پر بنسټ هر شی چې کميږي تقاضا ورته زياتيږي او ارزښت پيدا کوي  . 

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *