طالبان او دټکس او مالياتو  زياتوالی

0

Central Kabul

الهام الدين افغان         

په دې وروستيو کې طالبانو په بېلابېلو لویو ښارونو کې ، پر سوادګرو او هټيوالو د مالياتو او ټیکسونو ګراف لوړ کړی دی ، خلک ددوی له ماليه ورکوونکو تعارفو او جوازونو څخه شکايت لري دوی وايي په تېر جمهوريت کې چې د مستوفيت ښاروالۍ او نورو ادارو له لوري کوم ماليات ددوی پر سوداګريزو توکو وضعه شوي وو طالبانو دغه ماليات او ټیکسونه ، پر دوی څو چنده کړي دي .

د افغانستان په ختيز ښار جلال اباد کې د يو سوادګريز مرکز مشر حاجي شرافت وويل 🙁 په تېر رژيم کې موږ  يو ډول ماليات ورکول ، خو اوس دغه مالیات څو رنګه شوي دي ، دمستوفيت مسولين ، دجايداد يا زمکې يو ډول ماليه  د زمکې له څښتن نه اخلي ، همدارنګه بل ډول یې  د اجارې په نوم اخلي ، چې دا د خلکو پر اقتصاد ناوړه اغېزه کوي ، پخوا به موږ په خپل کار روزګار کې ډېر څه ګټل خو اوس يواځې دا ګټه د طالبانو د حکومت خزانې ته ورځي ، له دوی سره دا فکر نشته کچېرې ولس په خيټه موړ وي نو ، دا ددوی د حکومت لويه لاس ته راوړنه ده .)

دهمدغه ښار یو هټيوال محمد جمال بیا د ښاروالۍ له خوا د ورکوونکو جوازونو څخه سر وټکولو او زياته یې کړه چې دا ددوی  په کاروبار کې يوه لويه ستونزه ده هغه وويل: (  موږ نه پوهېږو چې طالبان ولې د ولس وينو څښلو ته راغلي دي ، يو کاروباري ته د لوړ جواز ورکول، دهغه داقتصاد ملا ماتول دي ،د پخواني حکومت ښاروالۍ  به موږ  ته ديو دوکان جوازپه سلګونو افغانيو چې تر زرو به نه اوښتې را کولو خو دوی هماغه جواز بيا په زرګونو افغانيو راکوي ، دوی خو يواځې په پېسو راټولو کې دي مګر دا غم نه کوي چې خلک په خېټه وږي دي او هيڅ بله لاره نه لري .)

شکيب  چې په کابل ښار کې د سړک پر غاړه دخوراکي توکو هټۍ لري  وايي حکومت د دې لپاره چې خپلې اړتیاوې پوره کړي مالیه او  محصول  يې لوړ کړي دي دده  په وينا  دا د بې وزله ولس کړول  دي دشکېب په وينا دخلکو اقتصاد تر پخوا ډېرکمزوری شوی دی.

شکيب  همدارنګه وايي چې مسولين بايد د ملت زړونه لاس ته راوړي ، خلکو ته د هوسا ژوند او کار روزګار  زمینه برابره کړي دده په خبره د محصول او ټکس د لوړ والي زور بېرته له ولس نه وځي دی زياتوي  چې مالیه  لوړيږي  نو په طبیعي ډول قیمتونه هم لوړېږي چې خلک بیا د توکو د رانيولو توانايي له لاسه ورکوي .

د کابل ښار يو بل اوسیدونکی او کاروباري کاظم  وايي : کچېرې مالیات او ټکسونه همداسې لوړ وي، نو کار روز ګار ورسره ورکېږي ، او چې کار او بوختيا نه وي نو ډېری ځوانان په بېلا بېلو لارو  له هيواده وتلو ته مجبوريږي چې دا لړۍ لا له وړاندې پېل شوې ده او ګڼ ځوانان په قاچاقي لارو اروپايي هيوادونو ته درومي چې په لارو کې له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کېږي . 

پر دې سربېره ، ځمکوال او دهقانان بيا له يوې بلې ستونزې شکايت لري ، دوی وايي له کومې ورځې نه چې طالبان راغلي دي د عشر او زکوات په نوم ، له دوی نه غلې دانې اخلي . دننګرهار ديوې لرې پرتې سیمې يو دهقان سيد حضرت  د ټيلیفون  په ليکه د ليکنې ليکوال ته  وويل : ( پخوا به موږ عشر يا د غلو دانو زکوات غريبانو ته ورکولو ، خو اوس طالبان په زوره له دهقانانو نه عشر او زکوات اخلي دوی د غريبو او بې وزلو خلکو په مرۍ پښې ږدي او دهغوی حق خوري ، موږ هم عشر او زکوات ورکوو او هم ماليه ، په داسې حال کې چې په تېر حکومت کې زموږ دزمکو ماليه هم ډېره کمه وه او  کله هم دحکومت عسکر په موږ پسې د مالیې په خاطر نه دی راغلي ، اوس دوی ماليه هم لوړه کړې ، او لسم من د غلو دانو هم له موږ نه اخلي )

په ځينو رسنيو کې دخپروو شويو خبرونو تر مخه  د عوايدو مسولينو په مرکز  کابل او ولايتونو کې ټولو اصنافو ته خبر ورکړی چې سږکال به دوی د يو نيم کال ماليه ټولوي ، د زاويه نيوز په نوم يوې رسنۍ د خبر له مخې ، د کورونو په ګروۍ او کرايه کې به په سلو زرو افغانيو کې ( زر افغانۍ دکور  مالک او زرافغانۍ  اخيستونکی) طالبانو ته ورکوي ، دکورونو له کرايو څخه لس سلنه ، دخصوصي ښوونځيو د زده کوونکو ۱۵٪ فيس او دخصوصي پوهنتونونو د زده کوونکو ۲۰ ٪ فيس ،ماليه حسابېږي . لوی  کاروباريان په سرمايه کې په جلا او په ګټه کې په جلا ماليه ورکولو مکلف شوي دي .

همدارنګه د يادې رسنۍ لخوا په شوې یوه ويديو کې طالبان ، له شپنو نه په زور پسونه وړي او ورته وايي چې په ۴۰ څلويښتو پسونو کې يو ددوی حق دی .

طالبان يواځې پر زمکو له کرل شويو خوراکي محصولاتو ټکس او محصول نه اخلي بلکې له اپينو او تارياکو یې هم اخلي ، دافغانستان له بېلابېلو سیمونه د ورکول شويو راپورونو تر مخه طالبان له هر  ډول حاصلاتو ، د عشر او زکوات او د محصول په نوم خپله برخه اخلي او په دې برخه کې له تشدد نه هم کاراخلي . دوی له پخوا راهيسې له کروندګرو نه دا محصول او ټکس اخيستل . دهلمند د نادعلي ولسوالۍ يو دهقان کريم الله رسنيو ته ويلي وو چې (که په زمکه کې کوکنار او يا هم بل هر څه وي، طالبان راځي پارچه ورکوي او له خلکو په زور ماليه اخلي، که څوک يې ورنه کړي، بيا يي وهي او يا يې له ځان سره بيايي ) .  د نوموړي په وينا، طالبان له ځينو هغو کسانو عشر نه ټولوي چې په بېلابېلو برخو کې له دوى سره مرستې کوي او يا هم اړيکي ورسره لري.

دا په داسې حال ده چې پر طالبانو دا نيوکه هم کېږي چې دوی زياتره عوايد د کوکناروله کښت اودهيروينو له قاچاق څخه لاس ته راوړي. داسې ويل کېږی چې زياتره لوړ پوړي طالب چارواکي په هيروينو او نشه يي توکو په کاروبار او قاچاق کې لاس لري او له دې لارې نه ناقانونه پېسې لاس ته راوړي . 

   درسنيو د راپورونو ترمخه د “نړۍ د نفوس څېړنې” بنسټ په خپل کلني راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو د نوملړ په څلورم مقام کې راوستی چې په هغوی کې د جرمونو او نشه‌يي توکو د قاچاق کچه زښته ډېره ده. 
  
په دغه راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې بې‌کاري د غلاوو په څېر جنایتونو د زیاتوالي لامل دی. 
د ونزېویلا، نوې پاپوا ګینه او سوېلي افریقا هېوادونه په ترتیب سره د دغه نوملړ په لومړي، دویم او درېیم مقام کې دي.  
د نړۍ د نفوس څېړنې بنسټ راپور کې راغلي دي:(افغانستان په څلورمه لیکه کې د فساد، د مخدره توکو قاچاق، انسان تښتونې او پیسو مینځلو په ګډون د جرمونو او جنایتونو تر ټولو لوړه کچه لري). 
دطالبانو دحکومت  ویاند  زبيح الله مجاهد د دغه راپور په غبرګون کې رسنيو ته ويلي ، په افغانستان کې د جرمونو او جنایتونو ګراف په بې ساري ډول ټیټ شوی دی. خو دا هغه څه دي چې څارونکي اود نظر خاوندان يې له طالبانو سره نه مني .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.  

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *