د راستنيدونکو افغان کډوالو ستونزې 

0

الهام الدين افغان 

د څو لسيزو جګړو افغانان په يو ناوړه برخليک اخته کړي دي  ،هغوی چې ايران او پاکستان ته د کډوالۍ لار خپله کړه برخليک د کړاوونو او ستونزمن ژوند  په دايره  کې ایسار کړل بې حسابه کړاوونه او مصيبتونه يې وګالل د پاکستان پراخه دښتې په همدوی ابادې شوې  خو  بالاخره  هيواد ته راستنيدل یې هم  د دردوونکي حالت بله پېلامه وه .

اوس چې په جبر او ستم خپل هيواد ته را وګرځول شول ،نو په خپل هيواد کې یې هم د ستونزو پېټي له اوږو کوز نه شول . 

دا کډوال ډیرې اندیښنې لري، ډیريې  په لنډ مهالو کمپونو کې ژوند کوي او نه پوهیږي چې راتلونکی به یې څه ډول وي ؟  د راستنيدونکو کډوالو ډېره برخه د تورخم  له لارې افغانستان ته راستنيږي . اوس  ورته په تور خم کې يو لنډ مهالی کمپ جوړ شوی چې دوی په کې استوګن دي خو د ورځې له لمر نه په خيمو کې تنګېږي او د شپې يې بيا  سړه هوا زوروي .

د ورکړل شويو شمېرو له مخې تر دې دمه  څه باندې درې لکه او پنځوس زره کډوال خپل هيواد ته را ستانه شوي دي ،  په دوی کې زياتره هغه کډوال دي چې په لومړي ځل خپله خاوره او هيواد ګوري دا کډوال له ستنیدوسره سم   په تورخم کې تمېږي او بيا له هغه ځايه د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته لېږدول کیږي او شاوخوا ۱۵ زره افغانۍ مالي مرسته هم ترلاسه کوي. زيات کډوال  په افغانستان کې د ژوند تېرولو لپاره  هیڅ امکانات نلري . شېرمحمد  چې په پاکستان کې یې په لاسي کراچي توکي پلورل وايي : ((زه  د ژوند لپاره هیڅ امکانات  نلرم، نه کور لرم ، نه زمکه ، نو زما لپاره ګرانه ده چې يا کور په کرايه  راونيسم ، يا زمکه واخلم ، او سرپنا پرې جوړه کړم ، که په پردي وطن کې او سيدم بيا مې هم ژوند جوړ و د خپل لاس ګټې ته ناست وم ))

هغه خپل اته  ماشومان د خپلې کورنۍ او سامان سره په یوه موتر  کې ځای پر ځای کړل  او خپل پلرني ټاټوبي تګاب  ته روان شو . دې   شا او خوا څلويښت کلن کډوال وويل: خپله سيمه يې  نده په ياد ، شېر محمد زیاته کړه په درې کلنۍ کې دخپل وطن له غېږې محروم شوی و.

سعديه چې شا او خوا پنځه  څلویښت کاله عمر لري ، له خاوند او شپږو  ماشومانو سره په یوه خیمه کې اوسېږي هغه وايي د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ ته ځي. 

دهغې په وينا ورونه لري خو په تېرو شلو کلونو کې یې دهغې پوښتنه نه ده کړې  سعديې  وویل: (( تر اوسه يې په افغانستان کې د ورونو په ګډون هيڅ خپلوان ور سره اړيکه نلري  . هغې زياته کړه  زامنو يې په پښاور کې ورځنۍ مزدوره کوله ، خو اندېښمنه ده چې اوس که خپلې سيمې  ته لاړه شي په سیمه کې یې کار روزګار او مزدوري نه پېدا کېږي نو ژوند به په کومو امکاناتو کوي ؟))

دا یواځې څو کډوالې کورنۍ نه دي چې د خپل راتلونکي په اړه اندېښنې لري بلکې زياتره کډوال پر همدې برخليک اخته دی .

تر ډېره د طالبانو د حکومت پر کړنلارو هم نيوکه کېږي  چې د راستنېدونکو لپاره کومه جامع تګلاره نلري . کارپوهان پر دې باور دي چې دطالبانو  سرپرست حکومت باید روښانه کړنلاره او حقوقي  بحث  رامنځته کړي، چې پر بنسټ  يې د راستنیدونکو  د ژوند  چاره په ښه شکل مخې ته لاړه شي .

 ددوی حقوق باید خوندي او  له تبعیضي چلند نه ور سره کار وانخیستل شي .  يوه روښانه تګلاره بايد وي چې په رڼا کې يې  د راستنيدونکو ټولې چارې  په ښه شکل تنظيم شي.

 د ټولنيز چارو يو کارپوه  محمد حسن وايي ((طالبان بايد د راستنیدونکو د هر اړخيز امنیت او فزیکي خوندیتوب لپاره جدي کار وکړي ، ددوی د رواني او اقتصادي امنيت لپاره بايد فضا جوړه ، او راستنيدونکو ته دا باور ورکړل شي  چې دا یې هيواد دی ، دلته یې سر مال او هر څه خوندي دي .))

 د رواني چارو  کارکوونکی احمد الله بهمن وايي : افغان مهاجرينو په بهرنيو هيوادونو کې په ځانګړي ډول پاکستان کې ډېر مشکلات ګاللي دي ، چې ځينې پېښې به یې اوس هم په ذهنونو  کې بد خطور کوي، لازمه ده چې ددوی رواني درملنه وشي ، دوی ته روحي ډاډ ورکول شي تر څنګ يې دوی ته روغتیایی خدمتونه،  د ښوونې  او روزنې ډاډ من چاپيريال برابر شي ،  تر هغې چې دوی عادي ژوند ته راګرځي ددوی د  خوړو، او سرپنا چمتو والي لپاره  ضروري اقدامات وشي .

 د طالبانو  حکومت باید د راستنیدولپاره  د اساسي  زیربناوو دايجاد لپاره  مرستندویه ادارې وهڅوي چې کوټلي اقدامات وکړي  او  په اوږدمهال کې خپل ښه ژوند ته مخه کړي. 

  د کولتوري  چارو يو کار پوه الياس  وايي: راستنیدونکو ته وخت پروخت تازه معلومات  چمتو کول ضرور  دي. دوی باید پر دې پوه او ډاډ من وي ، چې تر شا يو ملاتړ شته   ،  دوی بايد  د خدماتود لاس رسي  پر حقونواو  امتيازاتو  خبر وي.

تر ډېره دا فکر کېږي چې له   نړیوالو ادارو ،مرسته کوونکو هېوادونو او بېلابېلو سازمانونو  سره دوامداره کار کول به د مالي او تخنیکي مرستو په چمتو والي کې مهم رول ولري . همدارنګه د نړیوالو ادارو  مرستې کيدای شي د راستنیدونکو  په  ځای پر ځای کېدو او په ټولنه کې د ادغام په برخه کې  د طالبانو د حکومت لپاره  په ستونزو کمولو کې مرسته وکړي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *