د شیخ هیبت الله سفرونه 

0

الهام الدين افغان 

له څه مودې را پديخوا ، ځينې راپورونه په رسنيوکې  په ځانګړي ډول خواله رسنيو کې خپرېږي چې طالبانو ته منسوب  مشر ملا هیبت الله اخوند له ځينو ادارو نه  لیدل کتل کوي او يو شمېر ولایتونوته يې د تګ راپورونه هم ورکول شوي دي 

ملا هیبت الله په نوم تن ، له خلکوسره  په رښتينې معنا ليدل کوي ؟

د هغه د وجود په تړاو نظرونه څه دي ؟

او هغوی چې وايي ور سره یې وليدل څومره حقيقت دی ؟ 

افغانان لا تر اوسه پر دېټينګ  باوري نه دي چې داسې يوه ډله چې پر افغانستان واکمنه ده ، ورته منسوب مشر یې رښتينی وجود لري کنه ؟ دا هغه پوښتنه ده چې هم په خواله رسنيو کې مطرح کېږي او  هم پرې شخصي مجلسونه  ګرم وي، په دې تړاو بېلابېل نظرونه ورکول کېږي . يو شمېر افغانان وايي هیبت الله يو  فرضي نوم دی په دې نوم  کوم څوک نشته يواځې ددې لپاره چې د طالبانو خپلمنځي يو والی وساتل شي هغه چا چې د طالب حاميان دي او دا ډله یې واک ته رسولی د مشر په تړاو يې دستور هم دهغوی دی .  

ځينې نور بیا وايي چې د پاکستان د پوځ يو غړی د هیبت الله په نوم دطالبانو د مشر په توګه ګمارل شوی ، چې  طالبانو ته لارښوونې وکړي فرمانونه او اعلامیې خپرې کړي  .

څه موده وړاندې له  کندهاره داسې خبرونه خپاره شوي وو چې د طالبانو مشر په هغه ولایت کې د عينو مېنې په نوم د يو ښارګوټي لوی روغتون ته ورغلی و او هلته یې له ډاکترانو او ناروغانو سره ليدلی وو .

همدارنګه په خواله رسنيو کې اروزګان ولايت ته هم  د نوموړي دسفر په اړه خبرونه خپاره شوي وو چې په هغه ولايت کې یې له ځايي مسولينو سره ليدلي او هغوی ته یې لازمې سپارښتنې کړي دي .

همدارنګه تېر کال د ملايانو په يوه لويه غونډه کې هم د هیبت الله د څرګنديدو راپورونه خپاره شوي وو چې ګنې د غونډې ويناوالو ته یې په داسې بڼه خبرې کړي چې چا يې مخ نه دی ليدلی او داسې هم ويل شوي وو چې سټيج ته یې شا کړې وه . 

– زياتره طالبان په شخصي مجلسونو کې دا خبره کوي چې له ملا هیبت الله سره یې لیدلي ، يا يې ور سره خبرې کړي او دوی ته يې  لارښوونې  کړي دي  ، خو دا زياتره هغه طالبان دي چې غواړي عام ولس پر دې باوري کړي چې ددوی مشر شته ، فرمانونه صادروي او د ادارې د چلولواو د هيواد پر ټولو قضايا و يې سر خلاص دی .د ځينو په باور طالبان داسې يوه کړنلاره مخته وړي چې خلکو ته وښيي چې د نظام مشر یې ددوی لپاره يو حقيقي اتل دی ، امريکا يې ماته کړې او د بل چا پروا نلري .

يو پخوانی مدني فعال بازمحمد ګران وايي : ( داسې نه وي چې بیا د يو بل مړي په نوم کوم پاکستانی کرنېل اعلامیې  او فرمانونه  خپروي د چا چې خپل حضور د شک وړ وی دهغه فرمانونه ، او اعلاميې څومره د اعتبار وړ دي دا چې هغه ته منسوبه هره خبره عملي کېږي دا د دوې د ټوپک او  کوتک زور دی ) .

د کريم خان په نوم يو بل مدني فعال وايي (( د هیبت الله په نوم چې اوږدې ، اوږدې اعلامیې خپرېږي ، دده غږ په کې ولې نه خپرېږي چې خلک پوه شي چې لږ تر لږه دده په نوم څوک شته ، جالبه داده چې پلويانو ته يې شک هم نه پيدا کېږي چې مشر یې ژوندی دی که مړ ، ځوان دی که زوړ ، فصيح او بليغ دی ، که ژبه یې ګونګۍ ده دا هر څه تر دې دمه يوه معما ده  )) 

دافغانستان په ټولو لويو ښارونو او کليو ،  بانډو کې د جمعې د نمانځونو  په خطبو کې د ملا هیبت الله نو م اخيستل کېږي .

دیو شمېر دیني عالمانو  په وينا ، په  اسلامي شریعت کې چې یو مسلمان ملت خپل خليفه  یا د حکومت مشر نه وي لیدلی او مخامخ یې ورسره بیعت نه وي کړی د جمعې په خطبه کې یې نوم اخیستل جايز ندي ..

يو دیني عالم چې یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم ذکر  شي وويل : “په شریعت کې  دا حکم دی  چې مسلمانانو بايد خپل امیر یا مشر  لیدلی وي او بیعت یې ورسره کړی وي یا مخامخ او یا هم د خپلو استازو په زريعه ، مګر تر اوسه پورې  د طالبانو مشر چا نه دی ليدلی .

د ملا هیبت الله د کورنۍ او اولادونو په اړه هم تر دې دمه معلومات نه دي خپاره شوي ، په ځينو رسنيو کې د ملا هیبت الله پېژندنه هم  خپره شوې ده ، دخپرو شویو راپورونو پر بنسټ هيبت الله ، شا او خوا ۶۳ کاله عمر لري ، د کندهار په پنجوايي کې زيږېدلی ، او په قوم نورزی پښتون دی ، د پاکستان په ديني مدرسو کې یې زده کړې کړي ، هغه تر دې وړاندې د ملا اختر منصور په نوم د طالبان د ډلې د بل مشر مرستيال و او د طالبانو په تېره دوره کې يې  ددغه ډلې  د قاضي القضات په توګه دنده تر سره کړې ده  .

 دې خبرې ته هم د شک په سترګه کتل کېږي چې ايا د هیبت الله په نوم کوم کس چې اوس ددې ډلې د مشر خطاب ورته کېږي هماغه هیبت الله دی چې د ددوی په تېره دوره کې مشر قاضي وو ؟

ځينې افغانان په دې باور دی چې که يو څوک د يو قوم د مشرۍ دعوه کوي بايد ځان ور وښيي چې مشر او خدمتګار يې  دی ، دطالبانو په وينا اسلامي نظام یې پلی کړی ، خو نورخلک  بیا ورته دشک په سترګه  ګوري ، عام خلک په دې باور دي چې د طالبانومشر   تر اوسه د يو ريښتيني اسلامي واکمن رول نه دی ادا کړی . په تاريخ کې مسلمانانو مشرانو تل په خپلو خلکو ترحم کړی دهغوی پر وړاندې یې خپل  مسوليت احساس کړی ، خپلو خلکو ته یې خدمات وړاندې کړي ، مګر طالبانو چې تش په نوم یې د اسلامي امارت دعوه راپورته کړې يواځې د خلکو  په سرونو يې حکومت کولو ته کارویلی دی نور هغه څه چې  د اسلامي حکومت زمه وارۍ دي هغه يې يوه هم نه ده تر سره کړې ، د ډېرو په وينا د طالبانو  غايب مشر چې د ملت له حاله خبر نه دی  څنګه په پټو سترګو فرمانونه خپروي لومړی بايد له ولس نه واوري چې مشکلات یې څه دي او هواری يې څنګه کېدای شي ؟ ځينې افغانان دا نظر هم وړاندې کوي چې د طالبانو د خپلې ادعا له مخې چې بېساری امنيت یې  راوستی ، نو له دومره امنيت سره یې ولې مشر د خلکو له سترګو نه پنا دی . ځينې نور بيا په دې اند دي چې د طالبانو زياتره مشران چې  له ملګرو ملتونو سره په تور لیست کې دي ښايي له دې امله چې د نړیوالو امنيتي ادارو له خوا په نښه نه شي نو ځکه یې مشر  له ملت ځان پنا کړی دی . 

په هر صورت  تر اوسه په واضح ډول د هیبت الله د پټ ساتل کېدو راز لا چا  ته نه دی ډاګيز  او په تړاو یې نظرونه سره ویشلي دي . 

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *