طالبان او مسولیتونه

0

Kabul - Photo: @AADIL

الهام الدين افغان

که طالبان پخوا يوه وسله واله ډله او د نظام پر وړاندې جنګيدل ، خو اوس د يو حکومت مسوليت ور تر غاړې دی او مجبور دي چې هغه حقوق او مسوليتونه ادا کړي چې د يو ملت پر حکومت حق دی او حکومت يې پر وړاندې مسول دی .

خو له کومې ورځې نه چې طالبان واک ته رسيدلي دي  تر دې دمه يې  دافغانانو حقوقو او وجايبو ته شا کړې او د هيڅ افغان حقه حقوق يې نه دي ورکړي . ددې لامل دادی چې طالبان ، په زور يا د يو جوړ جاړی په صورت کې راغلې ډله ده او د هيچا پر وړاندې ځانونه مسول نه بولي .

په اسلامي نصوصو کې د مسوليت اخیستنې امر شوی دی ، د اسلام د پېغمبر وينا ده چې (( هر يو له تاسې شپون دی او هر يو له تاسې د خپلو لاس لاندې کسانو مسول ياستئ ( ددوی په اړه به له تاسې پوښتنه کېږي ) خو اوس چې کتل کېږي طالبانو دا بحث منتفي کړی دی ، یعنې هيڅ ډول دې ته  ژمن نه دي چې د چا پر وړاندې ځواب ووايي يايې مسوليت ومنی .

طالبان ولې يو مسول حکومت نه دی ؟ 

۱-  د طالبانو په واکمنۍ کې  د افغانانو بنيادي حقونه تر پښو لاندې دي ، د زده کړې حق ، تر دوو کلونو زيات وخت وشو چې طالبانو د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي  ، که په کور دننه او بهر له دوی هر څومره زياتې غوښتنې وشوې مګر طالبان د يو مسول حکومت په توګه هيچا ته په ځواب ويلو ځانونه مکلف نه ګڼي په اسلام کې د نجونو د زده کړو په اړه صحيح اقوال موجود دي چې هيڅ ډول ممانعت يې نشته مګر طالبان له ټولو ديني ، او دوديزو ارزښتونو سرغړونه کوي او د نجونو زده کړو ته اجازه نه ورکوي .

۲- طالبان د افغان ولس ارادې ته درناوی نه لري يو مسول  حکومت د ولس مشورې ته غوږ ږدي پر کړنو يې چې نيوکه کېږي نو غوږ ورته نیسي او دچارو د بهبود لپاره یې عملي کوي مګر طالبان په ښکاره وايي چې د چا مشورو ته اړتيا  نلري د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندامحمد نديم يوې غونډې ته وويل طالبانو  ته دې څوک مشورې نه ورکوي طالبان  يواځې د خپل مشر حکم منی او دنور چا مشورو ته غوږ نه شی ایښودی ، نو همدا لامل دی چې دوی د خپلې خوښې په مسير روان دي او چا ته غوږ نه ږدي ، تر ډېره په کور دننه افغانان خو دا جرات هم نه شي کولی چې دوی ته يې نيمګړتياوې ور په ګوته کړي او يا مشورې ورکړي ، په بهر کې د مېشتو افغانانو مشورې ځکه نه اوري طالبان  وايي هغوی له هيواد نه تللي ، په بېلابېلو نومونو يې يادوي او وايي له وطن نه تللي خلک حق نه لري چې موږ ته مشورې راکړي .

۳- طالبان د بشر حقونو ته درناوی نه لري ، ملګرو ملتونو پخپل راپور کې چې دروان ميلادي کال په می مياشت کې خپور شوی و په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه په عام محضر کې د قصاص، درو وهلو او سنګسار دسزاګانو د بندولو غوښتنه کړې وه ، ديونما دغه راپور پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته د حاکمو چارواکو لخوا د درو وهلو، سنګسار، د وهلو ټکولو د نورو ډولونو، په سړو اوبو کې د تورنو د درولو او د ويښتانو د خریلو مجازات مستند شوي وو . یونما په خپل راپور کې ټینګار کړی و چې افغانستان د یوه دولت په توګه د بشري حقونو په نړیوالو سندونو کې د راغلو ټولو هغو مکلفیتونو په تر سره کولو مکلف دی چې غړیتوب یې لري، مګر طالبان يواځې ددغو راپورونو  په ردولو سره غبرګون ښيي ، خو له دې سره سره د بشر پر وړاندې خپلو ناروا کړنو ته دوام ورکوي .

۴- له کومې ورځې راپديخوا چې طالبان واک ته رسيدلي دي زياتره  افغانان شکايت کوي چې اقتصادي حالت یې خراب او د کار روزګار چاره يې  ژوبله ده . د يوې لرې پرتې سيمې يواوسيدونکي  محمد عيسی  راته وويل 🙁 دوه زامن مې په ملي پوځ کې وو  ښې تنخواوې یې اخیستې د ژوند چارې مې پرې بیخي جوړې وې چا ته احتياج نه وم  ، اوس  دواړه بې دندې دي ، زما د ژوند حالت يې هم خراب کړی دی ) د يو ښاري دوکاندار نه مې په  تېرو دوو کلونو کې دهغه د ژوند  په اړه وپوښتل ، هاشم وويل : ((   دوه کاله وړاندې مې چې خپل دوکان ته کوم لباسونه راوړي وو سره له دې چې اوس يې په دېرش سلنه ارزانه بيه پلورم خو بيا هم ددوو کلونو په تېرېدو سره نه توانېدلی چې ويې پلورم )) 

د فقر کچه تر دې اندازې لوړه شوې چې په ډېره سختۍ خلک د ضرورت وړ خواړه برابروي ، هغه هم ډېرې کمې کورنۍ، نو لباس اخيستل خو ډېره ګرانه خبره ده .

اوس مهال يواځې طالبان په خو څوکيو کارونه کوي ، ښه معاشونه اخلي ، زياتې پېسې او امکانات له دوی سره دي . طالبانو چې پر څوکيو يا ماموريتونو څوک ګماري ، نو لومړيتوب هغه چا ته ورکوي چې ددوی په وينا جهاد يې کړای  وي ، او يا يې له دوی سره  په تېرکې  مالي مرستې کړې وي ، دنورو عامو افغانانو پروړاندې هيڅ ډول مسوليت نه احساسوي . 

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *