له افغانستان نه د سيمه ييز ګواښ اندېښنې

0

Taliban celebrated their second victory anniversary in Kabul. Photo: @AADIL for ADN

الهام الدين افغان

کله چې په افغانستان کې طالبان دوباره واک ته رسيدلي هممهاله په سيمه کې د ترهګرۍ د ګواښونو ادعاوې هم زياتې شوي دي دافغانستان ګاونډيانو وروسيې او چين وخت پروخت په دې اړه اندېښنې څرګندې کړي دي . په دې وروستيو کې د وروسيې ددفاع وزير سرګي شويګو د نړيوال امنيت په کنفرنس کې ادعا وکړه چې په سيمه کې د ترهګرۍ ګواښونه له افغانستان نه راولاړيږي نوموړي په منځنۍ اسيا کې خپلو متحدينوته دغه ګواښونه د انديښنې وړ وبلل .

سرګي شویګوددغه کنفرانس پر مهال ويلي :((په منځنۍ اسیا کې د روسیې د ټولیز امنیت سازمان د متحدینو امنیت د روسیې دفاعي بنستونو ته یو مهم لومړیتوب دی، نن له افغانستان نه سیمې ته اصلي ننګونې او ګواښونه پېښېږي . هغه افغانستان چې له څو لسیزو راهیسې د امریکا تر ملاتړ لاندې نظام له پرځېدو وروسته د نړيوالو ترهګریزو سازمانونو د نفوذ او ودې شاهد دی. ))

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د افغانستان له خاورې پرترهګریزو فعالیتونو اندېښنه ښودلې او د مخنيوي په اړه څرګندونې کړي دي .

د روسيې د بهرنيو چارو وزير زياته کړې :((موږ باید دې ته اجازه ورنه‌کړو چې، ترهګر که په افغانستان، سوریې او نورو ځایونو کې وي، د خپلو فعالیتونو لپاره استفاده وکړي))

د چین دفاع وزیر هم د نړيوال امنيت په کنفرانس کې د افغانستان حالاتو ته په اشاره  وويل ((موږ په افغانستان، سوریې، کوریا، اوکراین او د ایران د اټومي پروګرام پر سر د ستونزو د حل لپاره د سولې خبرو او په نړيوالې اجماع کې ګډون ته ژمن یو))

دياد هيواد د بهرنيو چارو وزير په خپل يو وروستي بيان کې چې په رسنيو کې خپور شوی ويلي چې : امريکا لا هم په افغانستان کې ترهګرې ډلې په ځانګړي ډول داعش حمايه کوي ، په وينا يې امريکا غواړي چې د سیمې امنيت د بې ثباتۍ خواته لاړشي .

دا يواځې چين ، روسيه او د منځنۍ اسيا هيوادونه ندي چې له افغانستان نه د ترهګرۍ دخپرېدو په اړه شکايت لري د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په مجلس کې ، دسرمنشي مرستیال ولاديمير ورونکوف هم ورته اندېښنه و ښوده او زياته یې کړه په افغانستان کې امنيتي وضيعت جدي دی او پر داعش سربېره په افغانستان کې شا او خوا شل ډلې فعاليت لري . هغه وويل دداعش ډلې حضور په افغانستان کې جدي ستونزه ده . 

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شته والي نه امريکايان هم انکار نه شي کولی ، په ملګرو ملتونو کې د امريکا د متحده ايالاتو استازې هم په افغا نستان کې د ترهګرۍ په اړه څرګندونې کړي دي .

لیندا ټوماس ګرېنفلیډ ويلي :((د اسیا سوېل او افغانستان باید د القاعدې او داعش په ګډون د ترهګرو لپاره امن پناه ځای نه شي، هغه ډلې چې د سیمې پر هېوادونو د برید هوډ لري، په افغانستان او پاکستان کې وحشتناک بریدونه ترسره کړي دي))
                                    له  افغانستان نه د سيمې هيوادونو ته د ترهګرۍ ګواښ هغه څه دي چې سيمه او نړۍ يې اندېښمنه کړې ده طالبان بيا دا هرڅه ردوي دوي وايي  د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نشته  او په دغه هېواد کې د داعش خراسان څانګه هم د له‌منځه تلو په حال کې ده.

دطالبانو وياند  زبيح الله مجاهد دا هر څه بې بنسټه بولي او وايي د هيوادونو په ځانګړي ډول  د ګاونډيانو اندېښنې بې ځايه دي .

 د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په افغانستان کې د ترهګرۍ ادعا داسې مهال بې بنسټه بولي چې څو میاشتې وړاندې  په کابل کې د  پاکستان پر سفارت دبريد مسولیت ښاغلي مجاهد پر داعش تندلارو واچوه او دعوه يې وکړه چې يوه  ډله د داعش غړي له امنيتي ځواکونو سره په عملياتو کې وژل شوې دي.

طالبانو څو څو ځلې  دعوې  کړي چې د داعش ډله يې ځپلې ده  خو په دې وروستيو کې داعش  د  کابل په ګډون په ټول افغانستان کې  په مهمو ځايونوبريدونه کړيدي ..

د افغانستان پر نورو ګاونډيانو سربېره پاکستان چې د طالبانو ملاتړی هيواد  دی هم ددغه ډلې واک ته تر  رسيدو وروسته یې د پاکستاني طالبانو د تحريک( ټي ټي پي) دموجوديت د  ګواښ ادعاوې راپورته کړي دي او له افغان طالبانو يې غوښتي چې ټي ټي پي ته له پټڼځايونو چمتو کولو دې ډډه وکړي .

په دې وروستيو کې په خواله رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې يو پاکستاني پلاوي په پټه کابل او کندهار ته سفر کړی دی . افغان خبريال ميرویس افغان چې دافغانستان پېښې له نزدې څاري پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې پلاوي په ټينګه له طالبانو غوښتی چې ټي ټي پي مهار کړي .

د ښاغلي افغان په قول(( د طالبانو د استخباراتو لوړ رتبه مامورين وايي داځل د ای اس ای روحيه له بل هر وخت نه بدله وه پاکستاني استخباراتو طالبانو ته ګواښ کړی چې که ټي ټي پي مهار نکړي په پاکستان کې به یې پېسې او جايدادونه کنګل شي او له پاکستان نه به یې د مشرانو کورنۍ وشړل شي)) .  

له افغانستان نه د ترهګرۍ د ګواښونو موضوع داسې مهال د دغه هيواد د ګاونډيانو لخوا راولاړيږي چې په دې وروستيو کې پر طالبانو هم د بريدونو د زياتوالي راپورونه  ورکول کېږي که څه هم  بېلابېلې وسله والې ډلې  چې ځانونه دافغانستان دازادۍ جنګيالي بولي ددغو بريدونومسوليت اخلي ، خو د کارپوهانو په وينا زياتره دغه بريدونه دداعش ډله چې په افغانستان کې د ناامنۍ د پېښو رامنځته کولو سابقه لري ترسره کوي . 

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *