دافغان دعلمي کادرونو فرار

0

Kabul International Airport Photo: @AADIL

الهام الدين افغان 

د۲۰۲۱ کال اګست دافغانستان لپاره د بدبختيو ډکه میاشت وه افغانانو لوی لوی بدلونونه وليدل  ، ددوولسیزو ولسواکي ،جمهوري نظام ، ملي وسله وال پوځ او ګڼ نور ملي بنسټونه یې  له يوې مخې ونړيدل او په بېلابېلوبرخو کې   ددوو لسيزو لاسته راوړنې په اوبو لاهو شوې   په دغونړيدلو بنسټونو   کې يو هم د لوړو زده کړوتشکيلاتي جوړښتونه وو چې پراخه زيانونه يې وليدل چې جبېره کول به یې کلونه وخت ونیسي .

د افغانستان د لوړو زده کړو له بېلابېلو موسسو او پوهنتونونو نه سلګونه استادان بهرنيو هيوادونو ته و کوچيدل ، ددغو تحصيلي بنسټونو په سر سر کې د افغانستان لوی پوهنتونونه دي ، کابل ، ننګرهار او هرات هغه تحصلي نهادونه دي چې زياتره علمي کادرونه يې بهرنيو هيوادونو ته وکوچېدل او لويه علمي تشه يې تر شا پرېښوده .     

پوهنوال محمد شا ه ( مستعار نوم )  چې په جرمني کې یې تر ماسترۍ لوړې زده کړې کړې وې او په ننګرهار پوهنتون کې په علمي کادر کې جذب شوی و  د طالبانو په بیا واکمنېدو سره يې هغه هيواد ته د کډوالۍ لاره ونيوه ، هغه د  لیکنې لیکوال ته وويل نه يې غوښتل چې له داسې خلکو سره دنده پرمخ يوسي چې هيڅ ډول تحصیلي نورمونو او اصولو ته ژمن نه وي . هغه وويل کله چې یې وليدل هغه فرمایشات پر استادانو او شاګردانو منل کېږي چې د لوړو زده کړو د قوانينو خلاف دي نو يې پرېکړه وکړه چې نور د پوهنتون له استادۍ سره مخه ښه وکړي ، دهغه په وینا  دا  ورته خورا سخته پرېکړه وه خو هيڅ چاره یې نه لرله د استاد محمد شاه په خبره  د طالبانو  له  بیا واکمن  کېدو سره  څو میاشتې خپلې دندې ته ولاړ خو هره ورځ تګ ورته د ازغو په پولۍ ختل وو.

 يو بل استاد  او دکابل پوهنتون د علمي کادرغړي عبدالله نياز چې اوس  مهال  يې دنده پرېښې او له هيواده بهر تګ ته مجبور شوی دلیکنې ليکوال ته د ټيلیفون پر لیکه وويل : له خپلې دندې سره  بې کچه مينه لرله ، خو په خبره يې له برخليک سره یې یوه ناببره معامله وشوه او هغه د۲۰۲۱ کال  د اګست  دپنځلسمې پېښه وه  چې دده په ژوند کې یې يو لوی بدلون راوست چې هغه  پر افغانستان د طالبانو بیا  واکمني وه  چې هر څه يې دده په وينا تس نس کړل .‌ استاذ نياز وايي د دغې ډلې واکمنېدو داسې حيران کړ چې هيڅ يې تصور نه شو کولی  دهغه په ټکو دې  ډلې په خپلو کاواکه کړنو  د هغو لاس ته راوړنو په لمنځه وړلو پېل وکړ  چې تېر شلو کلونو کې په خورا سختۍ سره تر لاسه شوې وې.‌

 هغه زياته کړه ” موږ ډېر ارزښتونه  له لاسه ور کړل ،‌ موږ د خپلې ټولنې او تحصيلي نهادونو لپاره  دپرمختګ ‌ خوبونه  ليدل او دا هغه څه وو چې موږ ورته خولې تويې کړې وې  او دخپل راتلونکي نسل ښېرازي مو پکې ليدله خو دا هر څه د ښادۍ د غليمانو شومو  کړنوبرباد کړل  . دا راته  ډېره دردونکې ده زه ډېر  نهیلي‌ يم کاشکې مې دا حالت نه وای ليدلی . ”  

 ‌ طالبان چې په ۱۹۹۵ کال کې د کابل د واک په ګدۍ کېناستل نو هغه مهال يې هم افغان نجونې هم له زده کړو بې برخې کړې او هم یې  په ادارو کې د ښځو پر کار کولو بنديز ولګولو ،‌ هغه مهال هم د طالبانو دا پرېکړې له غبرګونو سره مخامخ وې خو په دې کچه نه  ، په بیا واکمنۍ سره یې داسې فکر کېدو چې ګنې دوی بدل شوي او دوی بیا هغه تېروتنې نه تکراروي چې په تېر کې کړې وې خو له بیا واکمنۍ سره یې ، یو ځل بیا خپل هغه عملونه تکرار کړل چې په نويمو کلونو کې یې دوی مرتکب شوي وو . دوی نجونې له تعليم او تحصيل نه بې برخې کړې او د کار کولو حق يې ترې واخيست .‌  ځينې استادانو د نجونو د تحصيل په غبرګون کې هم پوهنتونونه پرېښودل او له دندو یې استعفاګانې وکړې  د هرات پوهنتون يو استاد محمد علي قریشي ( مستعار نوم ) چې له دندې یې استعفا کړې او دا مهال له هيواده بهر وتلی دی راته یې وويل چې داسې يو حالت ورته د زغملو نه و چې د ټولنې نيمايي وجود دې له هغه نعمت نه بې برخې شي چې نه الله او نه د هغه رسول منع کړي وي ، خو داسې يوه ډله چې ځانونو ته د پېغمبر وارثين وايي يو څوک له خپلوحقه حقونو نه منع کوي . (( نور مې نه غوښتل چې په هغه علمي کانون کې تدریس وکړم چې زما خويندې په کې د زده کړو کولو حق نه لري ، دا مې وپتييله چې تر هغې به خپل پوهنتون ته د تدریس لپاره نه ستنېږم تر هغې چې مې د وطن لوڼو د زده کړو حق نه وي تر لاسه کړی )) 

طالبان  چې واک ته ورسیدل  نو یې د عمومي‌ بښنې اعلان  وکړ چې هیچاته ګواښ‌ نه پېښوي خو چې وليدل شول دوی په خپله دغه ادعا کې رېښتينې نه وو 

د کابل  پوهنتون يو استاد پوهنمل شاجهان وايي  ورته جوته  شوه چې  له طالبانو سره یې وخت نه تېرېږي نو یې پرېکړه وکړه چې باید له هيواده   ووځي‌.‌ بالاخره د جرمني‌ د کلتوري پروګرامونو پر مټ له خپلې  کورنۍ سره هغه هېواد ته کډوال شو.‌ 

.‌ زر افشان  (اړول شوی نوم) په هرات پوهنتون کې ،‌ استاده وه. نوموړې چې اوس په يو اروپايي هيواد ده د ليکنې ليکوال ته وويل : 

” د افغانستان تحصيلي نظام ته  اندېښنه لرم چې بلکل به  سقوط وکړي،‌ او يو وخت  به داسې راشي چې نه ډاکتر ولرو نه د بل مسلک متخصصه ،  د علمي کادرونو وتل  یوه ستره تشه ده ،‌ چې له افغانستانه په خورا لوی شمېر وځي .‌ که دا  بهير همداسې دوام وکړي دا به د افغانستان لپاره يوه نه جبيره کېدونکي تشه وي “

د لاسته راغلو معلوماتو پربنسټ  تر دې دمه نژدې پنځه سوه استادان د افغانستان له دريو لویو پوهنتونو څخه بهر تللي دي .

 دراپورونو تر مخه یوازې له کابل پوهنتون نه چې څه باندې  ۸۰۰ استادان یې لرل،‌ څه باندې  ۲۵۰  یې بهر ته تللي‌ دي. په کابل  پوهنتون کې  چې د افغانستان تر ټولو ستر پوهنتون دی ،‌ څه د پاڅه  ۲۰،۰۰۰ محصلين  پکې‌ زده کړې کوي ‌

هرات پوهنتون چې شا او خوا  (۴۰۰)  استادان  یې لرل ،‌ نزدې ۸۰ استادان يې بهر ته تللي ، او له بلخ  او ننګرهار پوهنتونونو څخه شا او خوا زر تنه  استادانو په کې  تدریس کاوه،له دواړو پوهنتونو څخه لس ګونه  استادان بهر ته تللي دي .

طالبانو  رسنيوته   ویلي‌، د استادانو کمېدل یوه ستونزه ده خو وايي حل لار ورته پیدا کوي.‌  

د افغانستان د لوړو زده  کړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خېرخوا تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې يوې ته په همدې اړه ويلي  : (( عادي وګړي چې له افغانستان نه وځي ، هم د خفګان ځای دی ، ۲۵۰ تنه استادانو وتل  دا يو ستر قيمت دی چې موږ یې ادا کوو موږ به دا موضوع و څېړو ، که دې کې زموږ تقصير وي د ځان اصلاح کولو کوښښ به وکړو )) 

په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان د پوهنتونو زیاتره استادان د بورسيو له لارې بېلا بېلو اروپايي ، اسيايي او عربي هيوادونو ته د ماسترۍ اود دکتورا لوړو زده کړو لپاره لېږل کېدل چې تر بشپړاوي وروسته بېرته خپلو خپلو پوهنتونو ته د تدریس لپاره راتلل ، په زياترو پوهنځيو کې  د علمي کادر د جذب لپاره په ازموينه کې به د ليسانس نه منل کېدل ځکه چې د هرې رشتې ماستران او ډاکتران به موجود وو خو اوس چې له يوې خوا د فرار لړۍ ګرمه ده په زياترو پوهنتونو کې هغه لیسانس منل کېږي چې يا د طالبانو په ليکو کې جنګېدلي وي او يا له دوی سره ايډيالوژيکي تړاو ولري . 

فوزيه( مستعار نوم ) پخوا په کابل پوهنتون کې استاده وه او اوس له هيواده بهر وتلې ده  وايي ((په پوهنتونونو کې پر خالي‌ شویو بستونه طالب پلوي‌  کسان ګومارل کېږي . )) خو طالب چارواکو رسنيو ته ويلي  چې په پوهنتونونو  کې ګمارنې د پخوا په څېر روانې دي . 

پردې سربېره  يو شمېر هغه استادان چې په نورو ادارو کې د کادري حقونو په حفظ سره ګمارل شوي وو د جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته طالبان هغوی ته هم  اجازه نه ورکوي چې بېرته پوهنتونو ته لاړ شي ، دغه استادان چې زياتره یې اوس هم په هيواد کې دننه دي وايي چې دوی له طالبانو امتياز نه غواړي يواځې دې خپل کادري حقونه ورکړي . يو استاد دنوم نه ښودو په شرط وويل :په دې کېس کې تر دريو سوو پورې استادان دي چې په بېلابېلو ادارو کې دکادري حقونو په حفظ سره په دنده بوخت وو ، چې دطالبانو حکومت اوس دوی ته بېرته پوهنتونونو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي .

د کار پوهانو په وينا د طالبانو په بیا واکمنېدو  سره له هيواده دعلمي کادرونو وتل يوه لويه تشه ده چې ډکول به يې کلونه کلونه وخت واخلي . 

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *