د طالبانو له واکمنیدو وروسته اقتصادی وضعیت

0

Central Kabul Photo: @AADIL

پوهاند بشير دوديال

 طالبان دوه کاله ومخکی  په داسې حالت کی  حاکم شول، چې دولتی روغ او  سالم نظام، زیربنا، تاسیسات، مجهز دفترونه، فرقی، د پولیسوماموریتونه، فعال ادارات، بريښنا، مطبوعات اوبانکونه موجود و. خو له بده مرغه د دوی د جنګیالو د وسلو او تیرو وختونو د قتلونو او تخریبی و مدنی ضد فعالیتونو له امله هیوادوال ، خصوصاً ښاری نفوس ویره کی واچول او زیاتره په وتلو شول، په دی ترتیب ادارات له یوشمیر مسلکی او متخصصو کسانو تش  شول او طالبانو فوراً  خپل کسان مقرر کړل او لاهم خپل غیر مسلکی افراد په مهمو مسلکی او تخصصی  پستونو کی  مقرروی .  د دوی د راتګ اول سر کی  خلکو د خپلو پیسو او اماناتو د اخیستو لپاره په بانکونو هجوم وروړ او له بلی خوا بهر کی بانکی انتقالات بند شول، دغو بی سنجشه اعمالو د هیواد اقتصاد ته ټکان ورکړ او د دالر په وړاندی افغانی له  ۷۷ څخه سلو او ۱۲۰ ته پورته شوه، خو د امریکی اونیزو پیسو را لیږلو بیرته افغانی ته ثبات ورکړ او اوس یو دالر د ۸۸  افغانی مقابل کی تبادله کیږی، تر ډیره همدا وضعیت ثابت دی. خو مشکل دادی چی طالبان له ټولو خلکو مالیه، عشر او ذکات په زور ټولوی او د خلکو شکایتونه  زیات شوی دی. بیکاری زیاته او بریښنا کمه شوی ده، کاروبارونه سقوط شوی او پانګونه نشته، یو شمیر بهرنی موسسات یی وتړل او پوهنتون او ادارات یی د ښځو پر مخ وتړل. په دې وروسیتو کې اقتصادی ستونزو زموږ هیوادوالو ته اندیښنې ور اچولی دی. سره له دی چی دغه ډول ستونزې پخوانی رژیم کی هم وې. هغه وخت یوڅو مفسدین آرامه وو، خو ملت له ګڼ شمیر ستونزو سره مخامخ و. لوی مشکل هغه وخت جګړه وه، تجارت، تولیدی کارخانی، لاری او سړکونه ټول د جنګ او ترور له خطر سره مخ و،  نو ځکه داقتصادی پرمختګ لاره جنګ ډب کړی وه. له دی برعلاوه د جنګ مصارف زښته ډیر و د هری ورځې او دیوه ساعت جنګی مصارف  لکها  ډالر و. داسی  فکر کید که جنګ ودریږی افغانستان به  له اقتصادی پلوه یو ډیر پرمخحتللی او نیکمرغه هیواد وی.

پاکستان څو ځله وویل چی دافغانستان د پېسو پشتوانه باید طالبانو ته ورکړل شی، دا د بانکی اصولو او بهر کی د امانت ایښودل شوی  پیسو د توافق مخالف خبره ده. دا نهه نیم میلیارده ډالر او له هغی جملی دری نیم میلیارده د سویس بانک کی امانی صندوق د افغانستان ملکیت دی چې افغانستان د خپلې کرنسۍ د ملاتړ لپاره په نړیوالو بانکونو کې ایښي دي تر څو د افغانۍ ارزښت پرې وساتل شي . همدارنګه له افغانستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو په ځانګړي ډول په وارداتو کې هم ترې استفاده کیږي .  سره له دی چی  دطالبانو په راتګ سره مفسدین له وطنه ورک شول، ترټولو مهمه دا چی د بداخلاقی منبع له منځه ولاړه او بداخلاقان وتښتیدل  وطن ورڅخه خلاص شو، جنګ ودرید.  ترټولو مهمه دا چې وطن نور د جګړو له مصرف څخه بچ شو، هغه میلیونونه ډالره چی په  جنګ لګیدل اوس  نه لګیږی. هغه زیات شمیر مصارف چی په زندانونو، پارلمان او باډیګاردانو مصرف کیدل هغه هم نشته. دپوهنتونو او ښوونځیو مصارف هم کم شول. اما یوشمیر نور تشویشونه پیدا شول ، چی یو یی بیکاری اود اقتصادی ستونزو تشویش او بل د نجونو د تعلیم مخنیوی او بل د یو شمیر خارجی روغتیایی مرکزونو او دفترونو بندول  دی. دا چې اوس دغه تشویشونه زیات شوی، څو علتونه لری:

  • دطالبانو افراطی اعمال او خلکو سره خشن چلند،
  • د زیات شمیر کارخانو په ټپه دریدل،
  • د بیوزلی او بیکاری زیاتیدل او دقمیتونو د بی ثباتی روحی عامل،
  • بهرنی تجارت کی سکتګی او د ګاونډیو مخلصانه همکاری نه کول،
  • احتکار او د استفاده جو خلکو ناوړه ګټه، ایران او پاکستان ته د ډآلرو قاچاق کیدل،
  • غیر رسمی اقتصاد پر خپل حال پاتی کیدل،
  • د پیسو دترلاسه کولو لپاره دافغانستان پر معادنو هجوم وروړل، خصوصاً پاکستان ته په ډیره ارزانه بیه د ډبرو دسکرو لیږل
  • د یوشمیر تصدیو او نظامی وسایلو بهر ته وړل او قاچاق کول،
  • د مرکزی بانک د پالیسی ابهام، دبانک د استقلال له منځه وړل،
  • عمومی بی اعتمادي،
  • موسمی عامل،
  • سیاسی عوامل،
  • د دولت د عواید یو شمیر سرچینی راکدې پاتی کیدل یا له منځه تلل.
  • نړیوالو سره  په معقول ډول د طالبانو د غیر رسمی اداری چلند نه کول او د دوی په رسمیت نه پیژندلو له امله د افغانستان دنړیوال پرستیژ ته زیان رسیدل.
  • د مهاجرو نه تمامیدونکی بهیر.

پورته عوامل ټول سره په ګډه د دې لامل شول چی د خلکو ژوند خراب شی. د دغو عواملو د مخینوی لپاره لاری چارې شته:

  • دبهرنیو مرستولپاره تدابیر:

یواځې افغانستان نه، بلکی ډیر نور ملکونه هم بهرنی مرستی اخلی ، په اسلامی ملکو  کی پاکستان او مصر تر ټولو زیات له امریکا او نورو کفری ملکو مرستی اخلی. طالبان دی دمرستو ورکول شرایط یو څه ومنی دا به اقتصاد ښه کړی، مثلاً مکتبونو ته د شاګردانو د تللو اجازه کومه غټه ستونزه نده یا دنیاوالو ته د دې ډاډ ورکول چی نور به هدفی وژنی نه کیږی.  دا هغه څه دی  چی بهرنیان مرستو ورکولو ته تشویقوی او بیرته لکه دپخوا په شان مرستو ته دوام ورکوی.

  • د پاکستان ناوړه چلند زموږ د اقتصادی مشکل لوی   دلیل دی.  د دی ترڅنګ باید ایران او  هند سره روابط ښه وساتل شی ترڅو چابهار  فعاله وی  او لا پراخ شی  کله چی چابهار بندر فعال وی  د هیچا زور د افغانستان په اقتصاد نه رسیږی  او د پاکستان له منت او جبر څخه خلاصیږو.  همدا رنګه له ترکمنستان، تاجکستان او  اربکستان سره د تجارتی اړیکو پیاوړی کول  او د شمال بندرونو ته توجه  د نرخونو په ټیټوالی ښه تاثیر لری.
  • کارخانه والاوو ته ستونزی پیدا شوی  دوی په امنیت بی اعتباره شول  برښنا قطع شوه، ترانسپورت خراب شو یو شمیر اختطافونه وشول  او نظام ورته بی  اعتبار ښکاره شو نو ځکه هغه زیات شمیر کارخانی لکه هرات، جلال اباد، کابل او نور و  ولیاتو کی  په ټپه ودریدی بایدد دوی سره بیرته تماس ونیول شی او تشویق شی  ډیره به ښه وی چی د طالبانو د نظام شتمن او سرمایدار مشران خپلی پیسی له عربی ملکو او پاکستان څخه  افغانستان ته راوړی او بانکونو کی  یی واچوی  او کارخانه والاوو او تجارو سره شریک شی دا به هم دو ی ته ګټوره وی  هم به نور تجار او سرمایدران تشویق شی  دطالبانودمشرانو سرمایه باید وطن ته راوړی دغه سرمایه بیا خپله تولید او ګټه کوی او په اقتصا تاثیر کوی که هر مشر  دری څلور میلونه ډالر خپل راوړی  تر لس میلیارده ډالرو زیاتیږی بیا نو کاروبارونو هم شروع کیږی . باید دوخته هماغه وخت یی چی قدرت ونیو دغو مشرانو خپله سرمایه  او کورنی هم ځان سره راوړ ی وای  خو که  دوی ډاریږی او سرمایه نه راوړی نو نور خلک خو بیخی ملامت ندی.
  • د طالب په راتګ خلکو وضع بی ثباته ښکاره شوه وارخطا شول  یعنی ډالر ته تقاضا یو ناڅاپه پورته شوه  له بلی  خوا روحی وراخطایی نرخونه جګ کړل.
  • طالبانو جوړ سیسم فلج کړ خلک یی وتورول ډلی ډلی وسله وال او رنجروونه پر سړکونو کته بورته ځغلی یعنی له ښارونو یی نظامی کلاوی جوړی کړی  پر هر سړک ډله ډله وسله وال ګرځی دوی فکر  کوی چی موږ به د قدرت نمایش وکو خو دا دخلکو په روحیاتو بد تاثیر کوی وارخطایی جوړول  ښارونه خو دجنګ سنګر ونه ندی  ښارونه ارام پریښودل پکار دی نظامیان دی بهر سرحدونو ته ووځی هر دولتی تعمیر د یوی جبهی شکل نیولی  فقط دروازه کی یو نفر کافی دی هغه هم بی وسلی  خو دوی خپله وضعیت بد کړی  که دشمن وی هغه  کورنو او دفترو کی ندی هغه بهر دی هلته یی مخه ونیسی   کله مو چی ولس را خپل کړ دشمن هیځ هم نشی کولای   خو طالبانو ته د ولس او خلکو خپلولو چل ندی زده  ځان دخلکو خدمتګار که خودبخود هرڅه شمیږی  بل دا چی طالبان د ملت شتمنی خپله نه ګڼي هرڅه ته اوس هم د دشمن په سترګه ګوری  دا ددی سبب کیږی چی خلک کاروبارونه پر مخ نه بوځي او ویره او ترهه خوره شی  نور باید د ویری او ترهی له خورولو لاس واخیستل شی غرور هم ندی پکار تواضع او خلکو سره ناسته ولاړه ښه خبره ده  خلک تشویق کیږی او خدمتونه شروع کیږی ژوند نورمال کیږی طالبانو ویره او ترهه خپره کړه په کوڅو او کورنو ور ننوتل ودانی یی ونیو ی  او دوی خپله څیره هم سمه نکړه اوس هم غټ توپکونه ورسره دی او خلکو ته برندی برندی ګوری او هرچا ته برګ دی ته به وایی  اوس به  لس  نفره ووژنی یعنی نور د وینو تویولو دور تیر شو باید ابادی وکو او خلکو سره لاس ورکړو
  • پاکستان څخه هیله وشی چی زمو ږ  تجارت را خرابه نکړی او هند یا بل هر هیواد پریدی چی کمک راسره وکی هوایی پروازونه باید بیرته د افغانسان له فضا تیر شی هغه یوه لویه اقتصادی منبع ده  یعنی پاکستانیان زمو د طالب ورڼو له بی خبری  غلطه استفاده کوی  او دوی دوکه کوی  
  • باید کوشش وشی چی بهر کی میشت پانکوال هیواد ته راتګ ته وهڅولی شی  چی خپلو پیسو اوسرمایی سره هیواد ته راشی   بله خبره  دا ده چی  مسلکی کسانو سره ګوزاره وشی اودوی څخه کاروانخیستل شی دا واړه واړه قیود هم ندی پکار لږ آزاده فضا ښه ده  اقتصاد په ازاداه فضا کی غوړیږی نه په ډیر قید او  اختناق کی ورو وروچی اقتصاد ښه شو بیا به دخلکو ږیری او ویښتان هم ورسم کړو ګوری  پاکستان کی یی څومره ازادی ورکړی هر سړی خپل کار کوی عربو هم داسی کړی او نور اسلامی ملکو څخه باید زده کړه وکړو  بانکی سیستم باید فلج نشی  ډیره مهمه ده چی دبانک کارکوونکی لکه دپخوا په شان ادمه ورکړی 
  • بله مهمه خبره داد چی  بهرنیو پیسو او کلداروته قطعاً د چلند اجازه ورنګړل شی کنه بیا به داسی بده ورځ راشی  چی امریکا به یی هم نشی جوړولای  
  • د فقر لوی عامل جنګ او تروریزم و  اوس هغه دواړه ختم شول. اوس به ولی به اقتصاد نه ښه کیږی ؟  داقتصاد د شکست عوامل نور له منځه تللی. سوله او ثبات د ښه اقتصاد ضامن دی خو چی بانکی سیستم ورته تکړه کړو او اول خپلی پیسی په دوران کی واچوو هر طالب چارواکی دی له قطر  دوبی او اماراتو کراچی څخه خپلی پیسی راوړی هر یو چی یو یو میلیون راوړی او بانکونو کی یی واچوی په شراکت، مضاربه  مساقاتو مرابحه او مزارعه یی واچوی هم د دوی په ګټه ده هم د اقتصاد خیرپکی دی نور خلک هم بیا روحیه اخلی او نور سرمایدار هم بیرته را ځی او بانکونه کیږی

 اوږدمهاله پلان

د دایمي حل لپاره لومړی باید افغانستان باید د مصرفي اقتصاد پر ځای په صنعتي اقتصاد بدل شي چې صادارت یې زیات وي یا په بله اصطلاح د تادیاتو بيلانس یې یا په تعادل کې وي او یا هم مثبت وي په ساده اصطلاح باید د وارداتو څخه یې صادرات زیات وي. دا د دې لامل کیږي چې زیات ډالر هېواد ته راشي همدارنګه د افغانۍ لپاره دا کار تقاضا هم زیاتوي چې ورسره یې د تبادلي نرخ لوړیږي. د دې لپاره باید هېواد کې پراخه پانګونه وشي، دا کار هله شونی دی چې په هېواد کې ډاډمنه فضا او سیاسي ثبات رامنځ ته شي، ښه حکومتولي وي، کار اهل کار ته وسپارل شي، د نړیوالو له خوا په رسميت پيژندل او  ورسره په دوه اړخيزو ګټو ولاړې اړیکې جوړي شي او افغانستان د مرکزي او جنوبي اسيا ترمنځ د پل حيثیت پیداکړي  او لويې پروژې لکه د ټاپي او کاسا-۱۰۰۰ او داسي نور پیل شي. همدارنګه افغانستان د سيلانیانو لپاره مساعد شي.

لنډ مهاله تګلاره 

دا چې اوږد مهاله تګلاره زیات وخت، بهرنيو مرستو او پراختيایې بودیجې ته اړتيا لري، نو ددې لپاره چې افغانۍ په نسبي ډول خپل ثبات وساتلای شي لاندي اقداماتو ته اړتيا ده.

په نورو هېوادونو کې په داسي حالت کې د سود کچه لوړيږي او يا هم د ازاد بازار د عملیاتو له لاري حکومتي پانګه ایزي پاڼي خرڅلاو ته وړاندي کیږي یا هم  په بانکونو کې د زیرمو په بدلون او د بانک نرخ په تغیر سره ستونزې حلوي خو داچې اوسنی اقتصاد په هغه حالت کې نه دی نو باید د بديلو لارو څخه استفاده وکړي. 

د تبادلي ثابت نرخ ټاکل:

 دا چې دا مهال دوه ډوله د تبادلي نرخونه په نړۍ کې شتون لري یو د تبادلي ثابت نرخ  Fixed Exchange rate او بل ارتجاعي نرخ  Flexible Exchange rate. په تاریخي لحاظ هغه هېوادونه چې د تبادلې ثابت نرخ څخه استفاده کوي په هغه کې د کرنسي ثبات او د انفلاسيون کچه ثابته پاتي شوي ده. په افغانستان کې اوس وخت لپاره د ثابت نرخ تبادله پکار ده. په افغانستان کې د افغانۍ ارزښت د ډالر لپاره د تقاضا او عرضي پوري تړل شوي  دا چې ډالر ته تقاضا زیاته او عرضه کمه ده نو افغانۍ ورسره وخت په وخت ارزښت کموي نو باید دلته د تبادلي د ثابت نرخ څخه استفاده وشي. که دغه کړنلاره امکان ونلري نو د لاندي نور امکاناتو څخه باید استفاده وشي.

بانکي سیستم فعالول او خلکو ته اطمینان ورکول:

 د پیسو ارزښت په بانکې سیستم  پوري زیات تړل شوی دی. کله چې بانکې سیستم فعاله وی او د دیوالي کیدلو ویره یې نه وي خلک پیسي په بانک کې ذخیره کوي او بانکونه بیا هغه پیسي پانګه والو ته ورکوي ترڅو پانګونه پري وکړي پدي سره هم اقتصادي څرخ فعالیږي او هم ورسره خلکو ته کار پیداکوي او هم ورسره د پیسو ارزښت لوړیږي. طالبان باید خلکو ته قناعت او اطمینان ورکړي چې د دوی پیسی به نه ضایع کیږي. ددې اطمینان ورکولو لپاره عملي اقدام ته اړتيا ده، په مرکزي بانک کې باید باتجربه اقتصاد پوهانو ته دندې ورکړل شي.

د عام ولس ملاتړترلاسه کول

پیسي د سره زرو په څير په خپل ذات کې کوم ارزښت نلري، بلکه دا ارزښت ورته عام ولس ورکوي. کله چې مونږ افغانۍ زیاتي استعمالوو او د نورو پولي واحدونو څخه اجتناب کوو په حقیقت کې دا موږ خپلو روپو ته ارزښت ورکوو او دا بیا د افغانۍ د ارزښت د لوړيدلو سبب ګرځي. خو کله چې مونږ په نورو کرنسيو باندي راکړه ورکړه کوو د افغانۍ لپاره تقاضا کمیږي او ورسره یې ارزښت هم ټيټيږي. نو باید مونږ خپل ملي هؤيت افغانۍ باندي پیروپلور وکړو او د ملي احساس له مخې د نورو هر ډول پولي واحدونو د ذخيره کولو او په هغه باندي د سوداګرۍ څخه اجتناب وکړو. 

د مرکزي بانک مسؤليت:

دا چې د پولي سياست واک او اختيار د مرکزي بانک سره دی نو زیات مسؤليت هم دوی ته راجع کیږي، د ا د مرکزي بانک د موخو څخه ده چې هېواد کې د پیسو ثبات او ارزښت وساتي، همدارنګه په هېواد کې د پیسو د حجم مراقبت او د روپو ګردش او د نورو سوداګریزو بانکونو د ديوالي کیدلو مخنیوی هم د مرکزي بانک دندو څخه دی، باید خپله پولي پالیسي په داسي ډول مخ پر وړاندي بوځي چې په بيو کې ثبات رامنځ ته شي

مرکزي بانک کولای شي دپیسو په عرضه کولو، کرېډېټونو یا اعتبارونو په رامنځ ته کولو او د سود پرځای د اسلامي بانکدارۍ د اصولو له مخي خلکو ته پیسي په واک کې ورکړي ترڅو اقتصادي څرخ په ګردش پیل وکړي. په تیر حکومت کې د پیسو د عرضه کولو لپاره مرکزي بانک دوه سیساستونه درلودل لومړی د لیلام له لارې د دالر او افغانۍ پیروپلور او دویم د دولتي ارزښت لروونکو پاڼو یا Capital Notes د پیروپلور د لارې . دا چې دویمه تګلاره په ربحي ولاړه وه معلومه نده چې نوی حکومت به څه اقدام وکړي خو ځيني اسلامي بانکدارۍ اصولو څخه استفاده کولای شي.

پوهاند بشير دوديال د ننګرهار پوهنتون د کرهڼې پوهنځي استاد اوس په جرمني کې هستوګن

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *