د ټي ټي پي پر سر ناندرۍ 

0

الهام الدین افغان 

 په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحريک د موجوديت پر ادعاوو  او ترې پاکستان ته  د ګواښ خطر د پاکستان او افغانستان تر منځ ناندرۍ را ولاړې کړي دي .

تازه د پاکستان ددفاع وزير خواجه اصف ادعا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ګاونډيانو حقونو ته درناوی نلري او ددوحې تړون ته ژمن نه دی .

دوه ورځې د مخه د پاکستان دپوځ مشر عاصم منير هم  ويلي وو چې دوی د هغو پټنځايونو په اړه سخته اندېښنه لري ، چې د پاکستاني طالبانو د تحريک غړي پکې مېشت دي.

وسله والو طالبانو په دوحه کې له امريکايانو سره هوکړه کړې چې د افغانستان خاوره به د ګانډيانو پر ضد نه کاروي او ورانکارو ډلو ته په افغانستان کې ځای نه ورکوي .

دپاکستانيو چارواکو تر څرګندونو وروسته ، د طالبان وياند ذبيح الله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې: (( ددوحې تړون مو  له امريکايانو سره کړی دی ، له پاکستان سره به د يو ورور هيواد په توګه چلند کوو او دافغانستان خاوره به د پاکستان  پر ضد نه کارول کېږي .))

خواجه اصف وايي هغو ترهګرو چې دپاکستانيانو وينې تويې کړي دي نن د افغانستان  په خاوره کې دي ، خو ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته ويلي چې که پاکستاني چارواکي ور سره شواهد شريک کړي ، د ټي ټي پي پر ضد به ګامونه واخلي ، مجاهد زياته کړې پر دې تړاو يې له پاکستاني لوري سره ناستې هم کړي دي . دواړو پاکستانيو چارواکو دا څرګندونې د بلوچستان له پېښې وروسته کړي دي چې د راپورونو تر مخه نهه پاکستاني پوځيان پکې ووژل شول .د پاکستان ددفاع وزير دا هم ويلي چې دا حالت باید نور دوام ونه کړي ، دهغه په وينا  پاکستان د خپلې خاورې او وګړو د ساتلو لپاره له خپلو سرچينو کار اخلي .

د پاکستان د پوځ مشر دا هم ويلي دي چې پوځ دې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پټنځايونه په نښه کړي .

دطالبانو د حکومت  په منځګړيتوب څوځلې په کابل کې د پاکستاني چارواکو او ټي ټي پي د استازو ترمنځ خبرې اترې وشوې خو بې پایلې وې.

 دپاکستان دبهرنيو چارو وزير بلاول بوټو په تېر ډسمبر کې رسنيو ته ويلي وو چې پاکستان دټي ټي پي پر ضد له پولې بهر هم د ګام پورته کولو حق لري. خو د څېړونکو په وینا پاکستان غواړي چې له افغان طالبانو سره ښې اړيکي وساتي ځکه نو له دوی غوښتنه کوي دپاکستاني طالبانود تحريک فعاليتونه دې قابو کړي  خو طالبان بیا دا تورونه هم ردوي چې  ګواکې خاوره يې د پاکستان پر ضد کاريږي .

 د راپورنو تر مخه د  دپاکستاني طالبانو د تحريک (ټي ټي پي)   جنګيالي دافغانستان په ختيزو سرحدي سیمو کې مېشت دي چې په يو شمېر سرحدي سيمو کې ورته   دچاندو په بڼه مالي  مرستې راټولېږي ، هغو خلکو چې ددې ليکنې له ليکوال سره یې خبرې کړي  دي وايي چې دوی ته څو میاشتې مخکې په منظم ډول مرستې را ټوليدې.  د ننګرهار ديوې سرحدي ولسوالۍ اوسیدونکي روزالدين وويل:  ( څو مياشتې مخکې د جمعې ورځ وه ، چې زموږ جومات ته  د ټي ټي پي غړي راغلل او په ښکاره ډول يې له خلکو نه چاندې وغوښتې چې جهاد پرې کوی ، خلکو ورته د خپلې وسې په اندازه پېسې د مرستې په شکل ورکړې . د يوبلې لرې پرتې ولسوالۍ يو اوسیدونکي ياد محمد وويل 🙁 واکمن طالبان  ددوی لپاره د مرستو را ټولو مخنيوی نه کوي او دا کار د طالبانو په حمايت کېږي  .))

د پاکستاني طالبانو پر سر د پاکستان او افغانستان اختلافات  داسې مهال را ولاړېږي چې تېره ورځ داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر مفتي نور ولي له دوو ملګرو سره  جلال اباد ته نزدې په يو بريد کې برسېرن  ټپي شوی دی، د سميع یوسفزي په نوم مشهور خبريال ددې پېښې معلومات ديوې سرچينې په حواله پر خپل ټويټر پاڼه خپاره کړي دي . خو رسمي سرچينو ددې خبر تاييد  نه دی کړی ، ښاغلي یوسفزي دا هم ليکلي چې تر دې بريد وروسته مفتي ولي ټاکل شوي ملاقاتونه لغوه کړي دي . پاکستان چې د طالبانو کلک ملاتړی دی ، ځينې خلک پر دې باور دي چې دپاکستاني طالبانو موجوديت په افغانستان کې يوه بهانه او پاکستان غواړي ددوی په شته والي کې لا خپل لوړ اهداف پلي کړي . له طالبانو سره ددوحې د مذاکراتو يو غړي چې نه يې غوښتل نوم يې واخېستل شي ، د ليکنې ليکوال ته ويلي (( پاکستان قوي استخبارات لري چې په نړيوالو او سيمه ييزو لوبو ښه پوهېږي ، زه فکر نه کوم چې افغانان دې په داسې يو موقف کې وي چې پاکستان دې تېر باسي ، دا د پاکستان په خوښه لوبه ده او خپل اهداف د افغانانو په وجود کې پلي کوي .)) 

دپاکستاني طالبانو تحريک په ۲۰۰۷ کال کې رامنځته شو کله چې يو شمېر وسله والو ډلو وپتييله  چې له پاکستان سره به په ګډه د جګړې ترڅنګ د افغان طالبانو ملاتړ کوي چې  هغه مهال دناتو امريکا او افغان حکومت پر وړاندې جنګېدل.   دوی دواړه ډلې افغان طالبان او ټي ټي پي  یو ډول ايډيالوژي لري ، کله چې افغان طالبان واک ته ورسیدل ، په ښکاره يې ټي ټي پي ته ځای ور کړ او ددوی هغه جنګيالي يې خوشي کړل چې د پخواني حکومت په زندانونو کې بنديان وو . 

داسې هم ويل کېږي چې دپاکستاني طالبانو دتحريک مشرانو د افغان طالبانو له مشر ملا هېبت الله سره بیعت کړی دی او دهغه اوامرو منلو  ته یې غاړه اېښې ده  ، خو دا لا هغه معما ده چې تر اوسه یې زياتره خلک په راز نه دي پوه شوي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.  

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *