نړۍ نه عاجله غوښتنه: چوپتیا ماته کړئ، همدا اوس د افغان نجونو د زده کړې حق بیرته اعاده کړئ

0

A school under the tent in northern Takhar province. Photo: @Ali Ahmad

پرانستی لیک: ملګرو ملتونو او غړو هیوادونو ته –نن عمل وکړئ، سبا به ناوخته وي!

۲۰۲۳ کال د جولای ۱۱

د تلپاتې پراختیا لپاره د لوړ پوړو سیاسي مشرانو او چارواکو د پام وړ!

په افغانستان کې له ۶۶۰ ورځو راهیسې نجونې له زده کړو او ښوونځیو ته له تلو بې برخې دي. لکه څنګه چې طالبان د نجونو پر زده کړو بندیز ته دوام ورکوي، د دوی هیلې نورې هم زیانمنې او له منځه ځي. د تعلیم د حق د مدافعینو د یوې شبکې په توګه، موږ په تاسو غږ کوو چې په افغانستان کې د نجونو له حقونو څخه د خپلو ژمنو سره سم د خپل مسؤلیت او سیاسي موقف په اساس ملاتړ وکړئ.

د  دوامداره پراختیايي موخو پلي کولو د ۲۰۲۳ راپور پر اساس چې د داومداره پراختیا حلونو شبکې (SDSN) او د ډوبلین پوهنتون لخوا چمتو او خپور شوی؛ افغانستان د ۱۶۶ هېوادونو په ډله کې ۱۵۸ ځای لري. له دې نه دا په ډاګه کېږي چې له بده مرغه افغانستان د موخو د تطبيق په برخه کې په خورا بد حالت کې دی او نه يوازې دا چې د څلورمې موخې د پلي کولو په برخه کې يې کومه پايله نه ده ترلاسه کړې، بلکې شاته هم تللى دى.

هغه کړنه چې مونږ یې غواړو د پیوستون د اعلامیې له صادرولو یا په ټولنیزو رسنیو که د غندنې لپاره د دریځ نیولو څخه ډېر دی. که څه هم دا ډول کړنې د ښه نیت له مخې تر سره کېږي، خو لیدل کېږي چې نشي کولای طالبان د نجونو او ښځو د حقونو په اړه ځواب ورکونکي وګرځوي. له همدې امله د نړۍ مشرانو ته پکار ده چې په نړیواله کچه د طالبانو پر چارواکو ډیپلوماټیک فشار راوړي او په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د سمدستي پرانستلو او په ثانوي، لېسو او پوهنتونونو کې باکیفیته زده کړو ته د هغوی د لاسرسي په جدي توګه ملاتړ او ډاډ ورکړي.

د نړۍ مشرانو د بشري حقونو له بنسټونو او د مدني ټولنې له بنسټونو سره په همکارۍ سیمه ییزې او نړیوالې ژمنې د افغانستان د خلکو لپاره د داومداره پراختیايي موخو ته د رسیدو لپاره کړې دي، اوس د دې ژمنو د پوره کولو وخت دی. د هغو مشرانو په توګه چې په مساوات، عدالت او بشري حقونو باور لري او ژمن دي، تاسو مکلف یاست چې د سلګونو زرو نجونو او د هغوی له کورنیو سره ودریږئ چې د ښوونځیو د بیا پرانستلو او د افغانستان د ټولنیز، سیاسي او کلتوري وضعیت د سمدستي او بشپړې بیارغونې غوښتنه کوي. 

له همدې امله موږ په کلکه له ملګرو ملتونو او غړو هیوادونو څخه غواړو چې د لاندې مسلو د حل لپاره اقدام وکړي:

لومړی: موږ د تلپاتې پراختیا په لوړه سیاسي کچه د نړۍ له مشرانو، سیمه ییزو متحدینو او نړیوالو سازمانونو څخه غواړو چې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو او باکیفیته زده کړو ته د لاسرسي لپاره همغږي او زړور اقدام وکړي. “نن عمل وکړئ، سبا به ناوخته وي!”

دوهم: د طالبانو له خوا په ټولنه کې د ښځو او نجونو بشپړ ممانعت او د روم اساسنامه د اوومې مادې د (ک) او (ه) بندونو په پام کې نیولو سره، د هغوی له ټولو ذاتي او قانوني حقونو منع کول، جنسیتي تبعیض او له بشري حقونو څخه سرغړونه ده؛  دا په افغانستان کې د “جنسي آپارتاید” یوه بیلګه ده. له همدې امله، تاسو باید بیړني ګامونه پورته کړئ ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې “جنسي آپارتاید” د ملګرو ملتونو او د هغې د غړو هیوادونو لخوا د نړیوال قانون له مخې د انسانیت پر وړاندې د جرم په توګه پیژندل شوی.

دریم: افغان ولس د اوسني وضعیت او د خپل ځان او خپلو ماشومانو د نامعلوم راتلونکي په اړه اندیښمن دي. طالبانو په تېرو ۲۲ میاشتو کې له کوم قانوني مکلفیت پرته د ټولو نافذه قوانینو او ملي او نړیوالو مکلفیتونو د لغوه کولو اعلان وکړ. دوی د مدني فعالانو او د نجونو د تعلیم د حق غوښتونکو، لاریون کوونکو، ژورنالیستانو او د پوهنتون د استادانو په نیولو او ځورولو سره مدني فضا او بشري حقونه له منځه یووړل. د افغانستان له خلکو سره د نړۍ د ژمنو له مخې باید دا یقیني شي چې د دوامدارې پراختیا د عالي شورا ګډونوال له اوسني وضعیت څخه پوره خبر دي او پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره له قانوني او نړیوالو لارو چارو کار اخلي، د هغوی پر تګ راتګ بندیز لګوي او په تور لیست کې د دوی د مشرانو د نومونو د شاملولو لپاره عملي او عاجل اقدامات وکړي.

په هغه ټولنه کې چې نجونې له خپلو حقونو بې برخې وي او په ازاده توګه خپل نظر او ګټې نه شي بیانولی، هلته پرمختګ نه کېږي او د دوامدارې پراختیا موخې ترلاسه کول ناشوني دي. نړۍ له افغانستان پرته د دوامدارې پراختیا موخې نشي ترلاسه کولای. که نړۍ په رښتیا غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوامدارې پراختیا موخې ترلاسه کړي، باید د افغانستان له خلکو سره خپلې ژمنې پوره کړي.

لیکوالان

رحیم جامی  د پوهنې مبارز او د ښځو د حقونو مدافع

دیما حرم – د پوهنې مبارزه او د ښځو د حقونو مدافع

ملاتړ: دا لیک د (۳۰ ) شبکې او د بشري حقونو سازمانونو او ( ۳۱۴ ) د مدني ټولنې فعالانو او د حقوقو مدافعینو، لاریون کوونکو، ژورنالیستانو او محصلینو لخوا لاسلیک شوی.

 یادونه: د لیکنې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *